ټولنیز ژوند طبیعت

د مسکا له مخې شخصیت پېژندنه

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د څېرې هره څنډه او په هغې کې هر کوچنی بدلون، یوه نړۍ رازونه بربنډوي. کارپوهان په دې باور دي. زموږ له خندا څخه نیولې د شونډو تر حرکتونو پورې، دا ټول د دې رازونو په بربڼدولو کې اغېزمن دي.

که چېرې تاسو هم غواړئ، یو مسلکي څېره پېژندونکي شئ، نو د دې لیکنې په دوام له موږ سره واوسئ، په دې لیکنه کې تاسو ته در زده کوو، چې خپل مقابل لوری د خندا او د شونډو د حرکتونو له مخې وپېژنئ.

تاسو د دروغ ویلو په حال کې یاست:
هره مسکا کولای شي، پټې ماناوې ولري، چې یوه یې هم دوکه ورکول دي، د مسکا دا بڼه هغه مهال د افرادو په شونډو را څرګندېږي، چې د دروغ ویلو او یا هم نورو ته د دوکه ورکولو په حال کې دي، چې تر یوه بریده د نورو لپاره ځورونکې ده.

تاسو خوشاله یاست:
کله چې تاسو خپله خوله تر هغه بریده خلاصوئ، چې پورته او لاندې غاښونه مو را څرګند شي، نو د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو ډېر زیات خوشاله یاست، د خندا دا بڼه ستاسو د روغتیا لپاره هم ښه ده.

غواړئ، چې نورو ته انرژي ورکړئ:
د ډېری خلکو خوښېږي، چې ښې او اغېزمنې ټولنیزې اړیکې ولري، نو دوی لپاره مسکا هم کولای شي، په نورو باندې مثبتې اغېزې وکړي. څېړنو ښودلې، چې بدني ژبه په نورو باندې متقابلې اغېزې ښندي، په بله وینا موږ په ناخبره توګه د نورو د مخ حالات کاپي کوو، د بېلګې په توګه: هغه کسان چې موږ ته مسکي کېږي، نو موږ هم مسکا کوو، خو دا کار د هغو کسانو په وړاندې نه ترسره کوو، کوم چې په شونډو یې مسکا نه شته.

خپل احساسات پټوئ:
کله وخت موږ مسکا کوو، ترڅو خپل احساسات پټ کړو. د بېلګې په توګه: کله چې غوره ګڼو، نور زموږ په اندېښنو باندې پوه نه شي، نو مسکا کوو، نو د دې مسکا ډول له نورو ډولونو سره توپیر لري، چې یوه نښه یې دا ده، چې زموږ له شونډو څخه ژر لرې کېږي.

غوسه یاست:
کله چې تاسو خپلې شونډې یوه بلې ته نږې کوئ او چیچئ یې، نو په حقیقت کې د خپلې غوسې د کنټرولو په حال کې یاست. په دې شرایطو کې تاسو د خپلو شونډو د ماهیچو په مرسته غواړئ، خپله خندا کنټرول کړئ، چې دا حالت د دې ښکارندویي کوي، چې د شونډو تر شا مو غوسه پټه ده.

تر فشار لاندې یاست:
کله چې افراد تر فشار لاندې راځي، له ځانه بېلابېل غبرګونونه څرګندوي، چې دا یې یو د خند له حالتونو څخه دی. د بېلګې په توګه: کله چې یو بد خبر اوري، نو د غوسې او په غیر عادي حالت سره خاندي، یا کله چې د ګواښ او خطر په حالت کې دي، نو د سړو او یخنۍ احساس کوي. دا متناقض چلندونه د بېلابېلو حالتونو پر وړاندې د مغز غبرګونونه دي.
له دې امله غیر طبیعي خندا کولای شي، د وارد شویو فشارونو نښه وي، په ځانګړې توګه، چې زموږ په شاوخوا کې نور کسان هم شتون ولري. کار پوهان په دې باور دي، چې افراد په سټرس ( اروایي فشار ) زېږونکو ټولنیزو ځایونو کې د نورو وختونو په پرتله ډېره مسکا کوي.

د غوره والي احساس کوئ:
مسکاوې بېلابېلې ماناوې لري. د بېلګې په توګه: یو مسکا کولای شي، بل کس ته د سپکاوي احساس ولېږدوي، یا دا چې د غرور او غوره والي نښه وي. ځیني وخت موږ د خپلو احساساتو له بیانولو څخه عاجز یوو، خو په دې حالاتو کې مسکا کولای شي، زموږ دنننی احساس څرګند کړي، د مسکا دا حالت د غوره والي نښه ده، که چېرې ومو لیدل، چې مقابل لوري مو په دې حالت سره تاسو ته مسکا وکړه، نو پوه شئ، چې هغه له تاسو څخه ځان غوره ګڼي. د دې کسانو په ځان باندې باور له بریده زیات دی.

تاسي میین یاست:
آیا د خندا له مخې کولای شئ، چې د افرادو د زړه په راز باندې پوه شئ؟ ټولنیز ارواپوهان په دې باور دي، چې رښتینې مینه د افرادو په خندا کې پیدا کېږي. که دوه کسان هرڅومره زیات یو په بل باندې میین وي، نو خنداوې یې لا ډېرې حقیقي دي.

تاسو له ځانه اروایي فشار لرې کوئ:
خندا د اروایي فشار په راکمولو کې اغېزمنه ده. په بله وینا، هغه کسان، چې ژوره او حقیقي خندا لري، نو د نورو په پرتله یې د اروایي فشار کچه ډېره زیاته ټیټه ده، دا حتا د هغو کسانو لپاره، چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې خندېدلو ته اړ دي، هم صدق کوي.

غواړئ، چې خوشاله واوسئ:
دا سمه ده، کله چې خوشاله یو، نو مسکا کوو، خو ځیني وخت همدا مسکا کولای شي، زموږ په خوشالي کې اغېزمنه وي، نو له دې امله، که چېرې ومو لیدل، چې کوم کس دا ډول مسکا په شونډو لرله، نو پوه شئ، چې هغه غواړي، له نورو څخه ځان خوشاله وښیي.

کلکه او ټینګه عاطفي اړیکه به ولرئ:
ښایي دا مورد تاسو ته عجیب معلوم شي، خو څېړونکو د بېلابېلو ازمېښتونو له ترسره کولو څخه وروسته، ثابته کړه، هغه کسان، چې په انځورونو کې یې دا ډول مسکا په شونډو ده، له خپلې عاطفي اړیکې او واده څخه خوښ او راضي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران