سیاست

د ماسکو ناسته؛ سوله که نظام جوړونه مهمه ده؟

د روسیې په پلازمېنه ماسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته بالآخره د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو د مزاحمتي هڅو باوجود د سیمې د یو شمېر هېوادونو، طالب استازو او سولې شورا د پلاوي په ګډون ترسره شوه.

دغې ناستې ګڼ اړخونه لرل، چې یو مهم اړخ یې د افغانستان د راتلونکي نظام جوړونې په اړه د وسله والو طالبانو اود پردې ترشا د دوی د ملاتړو قوتونو دریځ و.

د دغې ناستې په حاشیه کې د طالبانو د قطر دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په یو ډول په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته لېوالتیا وښوده، خو شرط یې دا و چې په دې اړه دې لومړی امریکایي چارواکي له دوی سره مذاکرات وکړي.

هغه دغه راز وویل، چې له امریکایي چارواکو سره تر ممکنه توافقاتو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه له اغېزناکو سیاسي ګوندونو سره خبرو ته چمتو دي.

سوله که نظام جوړونه؟
د ماسکو ناستې او په ټوله کې د افغانستان سیاسي وضعیت داسې فضا رامنځته کړې، چې ګواکې له دوو لومړیتوبونو یو باید وټاکل شي. د دې لومړیتوبونو یو یې (سوله) او بل (نظام جوړونه) ده.

افغانان له لسیزوـ لسیزو په واقعي مانا د دغو دواړو اساسي اړتیاوو له لرلو بې برخې دي.
دا دوه اړتیاوې په واقعیت کې له یو بل څخه نه جلاکیدونکي او سره لازم و ملزوم هم دي.
ځکه د سولې راتګ نظام جوړونه او د نظام جوړونې کار سوله ممکنوي، خو افغانان ولې په دواړو کې د یوه له انتخاب سره مخ دي؟

ولې د سولې او نظام جوړونې ټکر؟
د سولې او نظام جوړونې د ټکر بحث ترډېره له دې زېږيدلی، چې دلته لا له وړاندې د واکمن رژیم مخالفو جریانونو سوله یوازې په نظام پرځولو او له سره د بل نظام په جوړولو کې ممکنه ګڼلې ده.

د کمونیست پلوه حکومت پرضد د افغان مجاهدینو، د مجاهدینو پرضد د طالبانو او د طالبانو پرضد د مقاومت جریان په نوم د شمال ټلوالې د جنګیالیو ورته دریځ او په عمل د دغه دریځ بدلول د یادې خبرې وروستۍ او ترټولو واضحې بېلګې دي.

وسله وال طالبان او ملاتړي ادرسونه یې هم د همدې لارې په تعقیبولو سره د داسې سولې د راتلو لاره څاري، چې د نظام جوړونې په برخه کې د نیږدې دوو لسیزو مزل بیا له سره او د موقت یا ګډ حکومت په نوم یوه نوې لړۍ پيل شي.

طالبانو د داسې حکومت د جوړیدو غوښتنې مخکې هم په کنایه یا صریح ډول کړې وې، خو په وروستیو کې د داسې غوښتنو شدت نه یوازې د دوی؛ بلکې په موجوده نظام کې د یوه لویه برخه شاملو سیاسي ډلو لخوا هم مطرح کیږي.

د یو شمېر سیاسي ګوندونو دا لېوالتیا، چې دوی د حکومت له اډانې د باندې په مستقیم ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالی ښيي، د همدې تمایل بېلګه ده.

حل لاره څه ده؟
په دې كې شک نشته، چې اوسنی حکومت به د سولې لپاره له لازم ظرفیت اومعیارونو له لرلو بې برخې وي، خو له دغو اړتیاوو برخمنول یې د حکومت د رهبرۍ ترڅنګ( چې په ځانغوښتنه او د واک په انحصار تورنیږي) د سیاسي ګوندونو مسولیت هم دی.

دغو سیاسي ګوندونو ته، چې یوه لویه برخه یې د همدغه کامیاب که ناکام حکومت مهمې برخې جوړوي، لازمه ده چې له حکومت سره په ګډه د داسې سولې راوړلو هڅو ته کار وکړي، چې د نظام جوړونې نسبي هڅو ته زیان وانه ړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.