ټولنیز ژوند روغه سټه کورنی ژوند

ولې ډېرې جنسي اړیکې ونه ساتو؟ څو مهم لاملونه یې

لیکنه: ياران

لیکنه: شرف الدین عظیمي

سریزه
ډېر جنسي اړیکي جنسي روږتیا را منځ ته کوي، په دې اړوند په افغانستان کې ډېر خلک سر نه خلاصوي، که څه هم خلک یې ډېر جدي نه نیسي خو هغه رواني ګډوډي ده، چې د کورنۍ، د ګډ ژوند ستنې لړزوي او بیخ یې باسي، پخوا ارواپوهانو له حده ډېر جنسي اړیکي رواني ګډوډۍ (اختلالونه) نه ګڼلې ځکه چې په دې اړوند کره څېړنې نه وې، خو په څو وروستیو کلونو کې دا پوښتنې په پرلپسې ډول مطرح کېږي چې آیا ډېرې جنسي اړیکي ناروغي ده او نورنو نومونو هم یادېږي لکه جنسي تړا، له حده ډېر جنسي اړیکي او د جنسي کړو ګډوډي او …

په درې ژبه کې یو متل دی وايي (( هر چی از حد بګذرد رسوا شود)) دا خبره په جنسي اړیکي کې هم صدق کوي او باید چې پام ورته وشي په همدې موخه به ستونزې راواخلو کوم چې د ډېرو جنسي اړیکو په خاطر پيدا کېږي، په دې لیکنه کې چې موږ ملا ورته تړلې په بېلابېلو سنونو او جنسونو کې توپیر کوي خو موږ په عمومي ډول د منځني سن وګړي په نظر کې نیسو او یو پر بل پسې به یې ستونزې راواخلو او دا هم باید په لومړي سر کې ووایو چې د جنسي اړیکو تعداد او وعدې تعیین کیدی هم نشي او دقیق شمېر او اندازه یې ډېره سخته ده.

لومړی: د امریکایی ارواپوهانو په ځينو لیکنو کې مې لوستي وه، چې ډېرې جنسي اړیکي خیال له منځه وړي او دا مسله په جنسي اړیکو کې خورا مهمه ده، ځکه چې خیال د جنسي اړیکوخوند ډېروي او ددې لامل ګرځي چي اړیکي د دواړو لپاره جذابه شي، د جنسی اړیکي پر مهال استرس او اضطراب هم کموي او کله چې استرس او اضطراب ټيټ شو په اړیکي کې هیجانونه او شهوت ډېروي او دا خبره په یوه ډول تنوع هم رامنځ ته کوي نو اړینه ده چې د خیال کولو ته په اصطلاح خیال وساتو او دا ځواک په ټولو انسانانو او په هر پړاو کې شته وي.

د خیال، انځور او تمرکز مساله په ژر انزالیدو کې هم پوره ونډه لري چې د لاندې بحث اورېدل اړین بولم:

دویم: ابن سینا به ویل چې د جنسي اړیکو لپاره باید کاهو، د کاهو اوبه او د کاهو پاڼې وخورو، د ابن سینا په وینا مني د د نارینه د ژوند او ځواک بنسټ جوړوي نو اړینه ده، چې د ابن سینا په وینا په جماع (جنسي اړیکي) کې اعتدال رعایت شي ابن سینا په دې عقده وه چې ډېر جنسي اړیکي د انسان عمر کموي او سستوي یې دا خبره اوس اوس ساینس او علمي بحثونه هم تائیدوي او وایي چې له حده ډېر جنسي اړیکي د انسان ماغزه، زړه، ځیګر، ځواک، اعصاب، د سترګو نور، معده، ینه، مثانه او د زړه په ټکان هم اغېزه شیندلی شي او د ملا او کوناټیو د درد لامل هم ګرځي ډېر ځله یې لامل دا وي چې بدن د منيو لپاره خپل ځانګړي پړاونه لري او باید خپل وخت ورکړل شي، دا خبره په پخواني طب (سنتي) کې هم مهمه بلل کېده او د هغه وخت کارپوهان په دې عقده وه چې ډېر جنسي اړیکي نارینه وچوي او سړوي یې او دا سړښت د ډېرو ناروغیو زمینه برابروي.

درېیم: ډېرې جنسي اړیکي د نرانو ځواک او د اولادونو راوړلو وړتیا هم کموي، ځکه چې له هر انزال سره د سپرم شمېر کمېږي، د سپرم نورمال شمېر په یوه میلی لیتر منیو کې ۴۰ تر ۶۰ میلونه وي، خو که ډېر جنسي اړیکي ټینک شي دا شمېر ۲۰ میلونو ته را ټېټېږي او دا کمښت د اولادونو د پيدایښت چانس کموي.

څلورم: بل لامل چې په نارینه وو کې ډېر مهم دی او باید پام ورته وشي هغه هماغه د مخکنۍ یادونې یانې د زړه مساله ده چې په ډېرو جنسي اړیکو کې کمزوری کېږي او د زړه د درېدو لامل هم ګرځي او دا ستونزه ګړندۍ کوي ځکه چې ډېرې جنسي اړیکي له ځینو هورمونو سره اړیکي لري او دا ادلون بدلون په زړه بده اغېز کوي، نو اړینه ده چې په دې برخه کې تعدیل وشي دا خبره له ډېرو خلکو سره د جنسي اړیکو په برخه کې هم صدق کوي چې باید له پامه ونه غورځول شي.

پنځم: ډېرې جنسي اړیکي آن د دې لامل ګرځي چې ځینې بیځایه خیالونه پيدا شي او کیدای شي هر څه جنسي اړیکي شي یعنې کیدای شي یوه ښځه او نر ټوله ورځ په دې اړوند فکر وکړي او ټوله وخت همدې برخې ته ورکړي او نور هرڅه ترې پاتې شي. یو وخت کې مې یوه لیکنه لوستې وه چې انسان په ۲۴ ساعتونو کې په یوه ډول نه په یوه ډول ۲۱ ساعته په جنسي فکرونو او خیالونو کې تېروي او دا د ارواپوهنې له نظره سالمه کړنه نه ده او دا خبره حقیقت او واقعیت له خیالونو سره ګډوي او پوله له منځه ځي که په ګډ ژوند کې یې هم دندې له لاسه ځي او که مجرد وي سر خوري او ناهېلي او ژور خپګان ورته پيدا کېږي.

شپږم: کیدای شي جالبه وي ځېنې څېړنې وایي، چې ډېر جنسي اړیکي په ځینو ښځو او نارینوو کې په خپل لاس ځان ارضا کولو لامل هم ګرځي او هغه ښځې او نارینه چې دا کړنه کوي د لنډ مهال لپاره رضایت او آسودګۍ ته رسېږي او وروسته هر څه بر عکس کېږي او ستونزې یې بیرته له سره کېږي، که څه هم د دې کړنې لپاره یو بحث دا دی چې ستونزه نه لري او هر فرد کولی شي په اونۍ کې یو ځل د خپل لاس په وسیله ځان ارضا کړي خو دا کړنه د افغاني دود او اسلامي سپارښتنو سره اړخ نه لګوي او زموږ په مذهبي ټولنه کې خلک په ښه سترګه نه ورته ګوري.

پایله
ویلی شوو چې که په جنسي اړیکو کې تعادل وکړو، سمې په وخت او با کیفیته یې وکړو نو مرسته کولی شي چې سترس کم کړي، د جنسي اړیکي خوند ډېر کړي، د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کړي، د وینې تګ سم کړي، زړه سره مرسته وکړي، دردونه تسکین کړي، میاشتینی عادت ښه کړي، کولی شي انسان ځوان پاتې کړي، عمر ډېر کړي او په ټوله کې ویلی شوو، چې له روان او جسم سره مرسته کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران