ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د اولادونو زېږیدل پر مور وپلار دا اغېزې لري

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

هغه خبره به مو په کلي ولس کې ډېره اوریدلې وي، چې پلانی یا پلانۍ نور له زور او شرنګه ولویده، ځکه ډېر ماشومان یې وشول او ځواني یا عمر یې وخوړ.

دا خبره بې دلیله نه ده، نه یوازې زموږ او ستاسې ولس او عام خلک د اولادونو تر زېږیدو وروسته په مور وپلار کې د بدلون خبره لري؛ بلکې نړیوال، طب او نوې څېړنې هم دا خبره کوي.

د مور و پلار کیدو اغېزې پر انسانانو ډېرې دي، هم مثبتې او هم منفي.
مثبتې یې دا دي، چې ورځ تربلې مور وپلار په ټولنه کې د خپل مسولیت ښه احساسوي.

د اولاد اداره کیدو ټولو نه لویه منفي اغېزه بیا د یوه پلار او یوې مورپه ژوند کې دا وي، چې د اولاد د خوږې او ژورې رشتې له رامنځته کیدو سره د نورو اړیکو پاللو ته د دوی پاملرنه کمیږي.

د مور وپلار کیدو په اړه د روان پوهانو څېړنې دې پایلې ته رسیدلي، چې له اولاد داره کیدو سره حتا د ژوند د ملګرو( ښځې او مېړې) اړیکې هم د پخوا په شان نه پاتې كیږي.

دوی هر یو د دې پرځای، چې د تېر په شان ځان او یو بل ته ډېره پاملرنه ولري، ډېر پام یې خپل اولاد او د هغه د ضرورتونو پوره کولو ته وي.
په ځینو برخو کې تر اولاد داره کیدو وروسته یو بل ته د ښځې او خاوند پاملرنه تر دې حده کمیږي، چې خبره د کورني ژوند ګډودۍ او ان طلاق ته رسیږي.

په افغاني ټولنه کې خاصې ستونزې
په افغاني ټولنه کې د مور یا پلار کیدو ستونزې تر نورو ټولنو ډېرې او ځانګړې دي.

دلته د ښځې او خاوند د مور وپلار کیدو مرحله هم اکثره وخت جبري او تحمیلي وي.

تاسې به هم لیدلې وي، چې په ډېرو کورنیو کې پر واده کړو لوڼو او هلکانو فشا راوستل کیږي څو زر اولاد راوړي.

د مور وپلار کیدو لپاره یو مهم اصل دا دی، چې هم ښځه او هم خاوند باید ورته ذهناً اماده وي.

په افغاني ټولنه کې، چې ترډېره پکې ښځینه په کم عمر واده ته مجبوريږي، د جبري مور کیدو ستونزه پر رواني اغېزو سربېره بدې روغتیایي اغېزې هم لري.

د روغتیا پوهانو له نظره، لازمه نه ده چې یوه نجلۍ اول په عمر واده او بیا په همدې عمر اولاد وزېږوي.

له دې اصل څخه سرغړونه او په کم عمر د واده شویو نجونو مور کیدل د دوی روغتیا ته تاوان پېښوي.

دا تاوان څوډوله وي. یو هغه تاوان چې د زېږون پروخت یو مخ هم اولاد او هم مور وژني او بل تاوان هغه وي، چې مور او اولاد دواړه ژوندي پاتې کیږي، خو صحت یې د ډاډ وړ نه وي.

زموږ په خلکو کې د زیاتو اولادونو زېږول نه یوازې دود؛ بلکې یو ډول سیالي ده.

دوی په دې پلمه، چې د اسلام نسل او د پيغمر(ص) لاروي زیاتوي، دې ته ترجیح ورکوي چې زیات اولادونه وزېږوي.

د زیاتو اولادونو زېږول سره له دې، چې اسلام یې ممانعت نه دی کړی، خو ځينې شرایط ورته شته.

په دې شرایطو کې دا راځي، چې باید د زېږولو اولادونو د نفقې، روزنې او ټولنې ته په خیر رسولو باندې زیات تمرکز وشي.

له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې دا ټکي ډېرپه پام كې نه نیول کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي