کورنی ژوند

د مور و پلار اختلافونه پر اولاد دا بدې اغېزې لري

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

پښتو متل دی، چې خټکی له خټکي رنګ اخلي. ستاسې اولادونه هم ستاسې یانې خپل مور پلاره رنګ اخلي.

د دوی نيک اوبد خویونه ټول په طبیعي ډول ورته انتقالیږي او هماغه ډول شخصیتونه ورڅخه جوړیږي.

په کورني ژوند کې د ژوند د ملګري او ملګرې ترمنځ اختلافونه هم طبیعي ده، چې حتماً لږ یا ډېر موجود وي.

دلته د دغو اختلافونو هغه منفي اغېزې یادوو، چې اولادونه د خپل مور وپلار له دغو اختلافونو څخه ترلاسه کوي.

کله چې مور وپلار سره اختلاف ولري!
کله چې مور وپلار سره اختلاف ولري او دا اختلاف جدي او پراخیدونکی وي، تر دې خبره رسیږي چې دواړه لوري د اولاد د روزنې په اړه هم متفاوتې لارې غوره کوي.
پلار په یو ډول غواړي اولاد یې ستر شي، یانې یو ډول خوی پکې رشد وکړي او مور بل ډول.
په دغه حالت کې دواړه له بده مرغه نه شي کولای، چې خپل اولادونه په هغه ډول ورزوي، کوم ډول یې چې دوی غواړي.
په داسې حالت کې اولادونه هم لار ورکي وي. نه پوهیږي د مور خوا زیاته ونیسي که د پلار؟
یا څنګه د دواړو د راضي ساتلو لپاره یوه متوازنه لاره غوره کړي.

پر دې سربېره نه یوازې مثبت افکار او عادتونه په دوی کې نه پياوړي کیږي؛ بلکې په وجود کې یې د منفي ټکیو د رشد زمینه سازي هم په طبیعي ډول کیږي.
دا هغه څه دي، چې نه یې مور او نه یې پلار د خپلو اولادونو لپاره غواړي.

داسې هم کیدای شي، چې اولادونه د مور و پلارترمنځ د یوه د انتخاب له مشکل سره مخ شي.
یو زوی د مور، بل د پلار او همداسې لوڼې ورته دریځونه ونیسي.
په دغه وضعیت کې طبیعي ده، چې د هغوی ترمنځ خپلمنځي اختلافونه هم رامنځته کیږي.
یانې اولادونه د ورورګلوۍ او خورګلوۍ د اړیکې پرځای د رقابت، اختلاف او یو بل ځپلو اړیکه تجربه کوي.

همدا شان دوی مجبوریږي، چې یا د مور یا پلار او یا هم د دواړو له مینې په هغه ډول سم برخمن نه شي، څومره یې چې حق جوړیږي او اړتیا ورته لري.
د مورو پلار له مینې سم نه برخمنیدل بیا یوه بله ستونزه ده، چې هغه هم د اولادونو پر روان او شخصیت منفي اغېزې کوي.

حل لارې څه دي؟
که تاسې د یوه ګډ ژوند همداسې یو اړخ یاست، چې د ژوند له ملګري یا ملګرې سره مو اختلافونه جدي دي او دا وضعیت مو پر اولادونو بد اغېز کوي، باید د مخنیوي په اړه یې فکر وکړئ.
ځينې لارې چارې درته په دې اړه وړاندیزوو، چې لازمه ده ګټه ورڅخه واخلئ:

مشترک ټکي پيدا کړئ
مشترک ټکي تراولادونو بل څه درته نه شي کیدای. تاسې که نارینه یاست یا ښځینه او د ژوند ملګری یا ملګرې مو هم په مشترک ډول غواړئ چې اولادونه مو ښه شخصیتونه ولري او راتلونکی یې ښه وي.
د دې مشترک ټکي لپاره خپل نور اختلافونه هېر او پردې توافق وکړئ، چې اختلافونه مو باید اولادونو ته محسوس نه شي یا که محسوسیږي په دې بڼه نه وي، چې پر هغوی بدې اغېزې وکړي.

قوانین وضع کړئ
طبیعي ده، چې د اختلافونو د موجودیت په وخت کې تاسې او مقابل لوری مو باید د خپلو غوښتنو یا هغو فرمایشاتو کچه را کمه کړئ، چې د اولاد روزنې په برخه کې لرئ.

د اولادونو د ښې راتلونکي لپاره د مشترک ارمان پوره کیدل په هغه صورت کې کیدای شي، چې له خپلو ځینو غوښتنو تاسې او له ځینو یې مقابل لوری تېرشئ.
مثلاً: تاسې غواړئ اولاد مو په الف اومقابل لوری غواړي په ب ښوونځي کې زده کړې وکړي.

همدا شان تاسې غواړئ چې اولاد مو تورې او مقابل لوری غواړي سپین لباس وکړي، یا ورته بله مسئله.

د جوړجاړي کار هغه وخت ممکن دی، چې له یوې غوښتنې تاسې او له یوې مقابل لوری تېر او یوې پایلې ته سره ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي