اقتصاد ټولنیزې مسالې ژوند بڼه

څه وکړئ چې بې پیسو نه شئ؟

تاسې به ډیر ځله له ځانه پوښتئ، چې معاش مو لوړ شوی، خو پیسې مو کفایت نه کوي.

د خپلې دندې ترڅنګ، نیمه ورځ نور هم کار کوئ. د شپې ناوخته کور ته رسیږئ، خو بیا هم پیسې ستاسې د مصارفو لپاره کفایت نه کوي. د برېښنا بېل مو نه دی پرې کړی، د کور کرایه پاتې ده او د ماشومانو د ښوونځي فیس را نږدې شوی دی.

بریټانیایی پوهاند سي نورتکاټ وايي، چې تر اسمان لاندې پرته ټوله نړۍ له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان ده. هغه په دې برخه کې کلونه مخکې د پارکینسون په نامه یو قانون جوړ کړی، چې د پیسو د مدیریت په تړاو لارښوونې کوي. دغه قانون تاسې ته ښيي، چې څنګه خپل جیب وساتئ او څنګه پیسې ذخیره کړئ.

د یوه سفر یا سیل او سیاحت لپاره مو نیت کړی دی. هرڅه مو پیشبیني کړي او له یوې میاشتې مخکې مو پیسې غونډول پیل کړي دي. ټولې چارې مو تنظیم کړې، له دفتره مو رخصت اخيستی او د سفر ټول توکي مو واردمخه پېرلي دي.

د ماشومانو اړتیا وړ توکي مو چمتو کړي او یوه اوونۍ کیږي، چې فکر کوئ څنګه د تېر سفر په څېر، چې بیړه مو په کې کړې وه، له ستونزو سره لاس او ګرېوان نه شئ. ښځې، بچیانو او د کور نورو غړو ته مو بېلې بېلې دندې ورکړې او وروسته یې څارنه هم کوئ.

سفر ته یوه ورځ پاتې ده، خو د لیست مطابق مو نیمايي شیان هم نه دي تنظیم شوي. له ټولو نه د خپلو کارونو په تړاو حساب غواړئ، خو یوه هم سم نه دی کړی.

پوښتنه در ولاړیږي، چې ولې په دومره وړوکي او مدیریت شوي کار کې پاتې راغلئ؟ پارکینسون وايي، ددې چارې لپاره زما قانون ولولئ او پر مدیریت مو بیا کتنه وکړئ. دغه قانون وايي، چې که د یوه ساده کار لپاره ډیر کسان په کار وګومارئ او هر څومره زیات وخت ورکړئ، بیا هم ټول کار وروستیو شیبو ته پاتې کیږي.

دغه قانون وايي، چې څومره ډیر وخت ورکوئ، وخت مو هسې خوشی ضایع کیږي.

ډیر ځله به مو خپله تجربه کړي وي، چې د یوه کار لپاره څو ورځې وخت اخلئ، خو په وروستۍ ورځ پرې په بیړه کار کوئ. یو کس په اوونۍ کې یوه خپرونه جوړوي، خو ټوله اوونۍ ځان په بل څه بوخت ساتي او ، چې د خپرونې د خپریدو ورځ را رسیږي، ضربتي کار پرې پیلوي.

ډیر ځله تاسې پوره میاشت یو چاته وخت ورکوئ، خو په ټوله میاشت کې هم هغوی خپل کار نه شي پرمخ وړلای. لامل څه دی؟ لامل دادی، چې هغه ډاډه دی، چې دا کار د یوې ورځې دی او په یوه ورځ یې کولای شي.

پارکینسیون وايي، تاسې وخت په پام کې مه نیسئ، تاسې خپل پلان ته پام وکړئ، چې څه ډول او څنګه یې عملي کؤئ. که یوه اوونئ وخت ورکړئ او دوه اوونئ وخت ته اړتیا وي، بیا هم بیړه پکې کیږي، ځکه خو مهم څیز پکې د کار او وخت مدیریت دی.

تاسې که خپل کاري لیست جوړ کړئ او بیا له لومړیتوبونو سره سم وخت ورته وټاکئ، وروسته یې وڅارئ او اداره یې کړئ، فکر کوم ستونزه به مو حل وي. نه به کیفیت خرابیږي او نه به بیړه کیږي. دلته مهم څیز مشخص وخت دی. څومره وخت مو، چې ټاکلی په همغه وخت کې باید کار پای ته ورسوئ. یانې ستاسې کار باید له وخت سره سم روان وي. ترڅو، چې سړی خپله ځان ته محدودیتونه وضع نه کړي، بل څوک یې نه شي ورته وضع کولای.

پښتانه وايي، چې قصابان ډیر شي، غوا مرداریږي.

په پارکینسون قانون کې دویم څیز ډیر کارکوونکي دي، چې ډیره بیکاري زیږوي.

په دولتي ادارو کې تاسې ګورئ، چې ډير عادي کار له لسو لاسونو تیریږي. یو کس لاسلیک کوي. بل مهر درته لګوي، بل پیسې تحویلوي، بل رسید در کوي او بالاخره که یوه ودانۍ پنځه پوړه وي، له لومړي پوړه ته تر پنځم او له پنځم تر لومړي هغه پورې ځغلوي. پارکینسون وايي، چې که د یوه کار لپاره دوه تنه کارکوونکي کفایت کوي، په لسو کسانو نه چټکیږي او نه یې کیفیت ښه کیږي.

برعکس یو ساده کار زموږ لس کسان بوخت ساتي او د لسو کسانو معاش رانه اخلي. پارکینسون وايي، دا کار یوازې د ادارو کاري پروسه اوږدوي او په لوی لاس د خلکو کار ځنډوي. دلته دا ټول کار یو تکړه او په کار پوه کس کولای شي، بیا نو لازمه نه ده، چې پنځه او لس کسان ورته وګومارل شي. که څوک ښه مدیر وي، داسې کس ګومارلای شي، چې هم په کمپیوټر پوه وي، هم په محاسبه او هم په نورو اړوندو چارو.

پارکینسون وايي، ډیرې پیسې ډیرې مصرفیږي.

څومره مو، چې جیب ډک وي، هومره په پېرنه کې بېباکه کیږئ. دا، چې یوه مو نه دوه کیږي لامل یې همدا دی، چې ځه پرمخ درځي، اخلئ یې او لاسونه مو هره ورځ د سودا له کڅوړو ډک وي.

که پیسې چېرته ذخیره کړئ، لګښتونه مو کم کړئ، د ډیر عاید په صورت کې د کم مصرف فکر ولرئ، هیڅ وخت مو جیب نه تشیږي.

څومره مو، چې ذخیروي پیسې ډیریږي، پر میاشتني معاش مو اتکا کمیږي. واړه لګښتونه نور په معاش کولای شئ، خو د سترو او اړتیا وړ لګښتونو لپاره خپلې ذخیرې ته مراجعه کولای شئ. څومره، چې مصرف کوئ، حساب او کتاب یې درسره لیکئ.

د میاشتې په پای کې بیا در ته پته لګیږي، چې څومره مو پرځای او څومره بېځایه لګولې دي. بیا نو د بلې میاشتې او کال په ذخیره کې لازم احتیاط کولای شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */