اقتصاد

د نړۍ ځینو سترو پوهانو د پیسو په اړه څه انګیرنې درلودې؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ـــ پیسې مه ډېرې ښې ګڼئ او مه بې ارزښته، ښه خدمت کوونکې دي، خو بد رییس دي. ( الکساندر دوماس فیلس )

ـــ ماته مه وایه، چې د ژوند لومړیتوبونه دې چېرې دي، یوازې ووایه، چې پیسې دې څنګه مصرفوې، هغه وخت به زه تاته ووایم، چې ستا د ژوند لومړیتوبونه څه دي. (جمرډبلیوفریک)

ـــ تش جیب انسان شاته پاتې نه ساتي، بلکې تش زړه او مغز د شاته پاتې کېدو سبب ګرځي. ( نورمن وینسټ پیل)

ـــ زه مینه ناک کس په شتمن کس باندې غوره ګڼم او زه یو بې پیسو نارینه ته په شتمن نارینه باندې ترجیح ورکوم. ( ثمیسټکلس )

ـــ زما پیسې ډېرې نه خوښېږي، خو کافي اندازه یې د هوساینې او آرامتیا سبب ګرځي.

ـــ ما ښوونځی پای ته نه دی رسولی، خو ډېر شتمن او بریالی یم. ( ټري کول )

ـــ که چېرې خپل کار په سمه توګه ترسره کړئ، نو هغه وخت به پیسې ستاسو په لور راشي، ځکه هغه کسان، چې تاسو ته اړتیا لري، ستاسو په لور به را جذب شي، له تاسو څخه غوښتنه کوي؛ له تاسو څخه هیله کوي او په ډېری خوښۍ او رضایت سره تاسو ته پیسې درکوي. ( جز سیلوا )

ـــ که چېرې یوازې د پیسو لپاره کار وکړئ، نو هېڅکله به یې ترلاسه نه کړئ، خو که چېرې له هغه کارسره، چې کوی یې، مینه وکړئ او پېرېدونکی ( مشتري ) لومړنی څیز وي، چې ارزښت ورکوئ، نو هغه مهال به بریا ترلاسه کړئ. ( ري کراک )

ـــ کله چې شتمن شوې، څومره چې د لګښت په اړه فکر کوې، د پس انداز په اړه هم فکر وکړه. ( بنجامین فرانکلین )

ـــ د کار و بار په لومړیو کلونو کې مې په کافي اندازه پیسې نه لرلې، ترڅو ښه او وړ کسان استخدام کړم. ما مینه ناک کسان لرل، خو ښه کارمندان مې نه لرل. ( لوئیزهي )

ـــ د پیسو کمښت د بریا مخه نه نیسي، خو د یوې ښې آیډیا ( نظریې ) نه شتون د بریا په لاره کې ستر خنډ بلل کېږي. ( کن ها کوټا )

ـــ مفلسي د ټولو شیطانانو د حضور ریښه ده. ( جورج برنارد شاو )

ـــ ځینې کسان له پیسو سره داسې چلند کوي، ترڅو یې چې پای ته نه وي رسولي، ازګار نه کېني او ځینې نور د پیسو د ترلاسه کولو لپاره، خپل ټول ارزښتمن عمر پای ته رسوي. ( جوهان ولفګنګ )

ـــ پیسې نه شي کولای، چې تاسو خوشاله کړي، زه اوس ۵۰ میلیونه ډالر لرم، خو په هماغه اندازه خوشاله یم، چې ۴۸ میلیونه ډالر مې لرل. ( آرنولډ شواټزنګر )

ـــ کله چې ځوان وم، فکر مې کاوه، چې په ژوند کې پیسې تر ټولو مهم څیز دی. اوس چې زوړ شوی یم، ډاډه یم، چې همداسې ده. ( سکار وایلډ )

ـــ څوک چې باور لري، پیسې به هر کار ترسره کړي، نو په ډېر احتمال سره به هر کار د پیسو لپاره ترسره کړي. ( بنجامین فرانکلین )

ـــ څوک چې خبرتیاوې ( تبلیغات ) دروي، ترڅو پیسې پس انداز کړي، هغه چاته پاتې کېږي، چې ساعت خرابوي، ترڅو وخت پس انداز کړي. ( هنري فورډ )

ـــ یو نارینه باید پیسې په خپل سر کې ولري، نه په خپل زړه کې. ( جانتن سوئیفټ )

ـــ پیسې په هغې ژبه خبرې کوي، چې ټوله نړۍ پرې پوهېږي. ( افرابهن )

ـــ تاسو باید د خپلو پیسو کنټرول په خپل لاس کې واخلئ، کنه نو د پیسو کمښت به مو د تل لپاره کنټرول کړي. ( ډیو رمزي )

ـــ شتمن کسان، کوچني ټلویزیونونه او ستر کتابتونونه لري، خو بېوازله کسان کوچني کتابتونونه او غټ تلویزیونونه لري. ( زیګ زیګلار )

ـــ مخکې تردې، چې خبرې وکړئ، غوږ ونیسئ. مخکې تر دې، چې ولیکئ، فکر وکړئ. مخکې تر دې، چې لګښت وکړئ، نو پیسې تر لاسه کړئ. مخکې تر دې، چې پانګونه وکړئ، څېړنه وکړئ. مخکې تر دې، چې نیوکه وکړئ، صبر او زغم ولرئ. مخکې تر دې، چې دعا وکړئ، بښنه وکړئ. مخکې تر دې، چې تسلیم شئ، یو ځل بیا هڅه وکړئ. مخکې تر دې، چې له دندې ګوښه شئ، پس انداز وکړئ. مخکې تر دې، چې ومرئ، نو بښنه وکړئ. ( ویلیام وارډ )

ـــ د شتمن کېدو لپاره، باید هغه مهال، چې ویده یاست، هم پیسې لاسته راوړئ. (ډېوېډ بیلي)

ـــ که چېرې وکولای شئ، چې خپلې پیسې وشمېرئ، نو شتمن نه یاست. (جي پاول ګټي)

ـــ یو لیکوال باید پیسې لاسته راوړي، ترڅو وکولای شي ژوند او لیکل وکړي، خو نباید په هېڅ وجه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره ژوند او لیکل وکړي. (کارل مارکس)

ـــ که چېرې پوهه نه وي، نو پیسې او شتمني په ډېرې چټکۍ سره له لاسه ځي. ( جورج کلاوسون )

ـــ هېڅکله د پیسو لپاره واده مه کوئ، د پیسو د ترلاسه کولو لپاره، نورې آسانه لارې هم شتون لري. ( جورج برنارد شاو )

ـــ تقوا او پیسې د تلې دوې پلې دي، که یوه پورته لاړه شي، نو بله یې هرومرو را ټیټېږي. ( افلاطون )

ـــ خلک په درې ډوله دي: د پیسو نوکران، د پیسو ملګري او د پیسو خانان. (دیل کارنګي)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل