بریا او پرمختګ زده کړې ګټه وټه

د منظم کار ترسره کولو لپاره دا قیمتي ویناوې مرسته کوي

لیکنه: ياران

ژباړه: جان اغا بهار

د دې لپاره چې تاسې په خپلو چارو کې بریالي شئ، مثبته پایله ولرئ، تولید مو ښه وي، نو لومړی باید له ځان سره محاسبه ترسره کړئ، او له ځانه وپوښتئ، چې دلته د څه لپاره راغلی یې/ ګمارل شوی یې، وړاندې به ځي، کنه، څه باید ترلاسه کړم؟

لومړی باید داسې وکړې، چې په کاري ساحه کې ټول شکونه له منځه یوسي، یعنې باورمند شې، دارنګه د کار کولو قوي اراده باید ولرې. د سخت کار پر وړاندې د غښتلې ارادې ترڅنګ باید با حوصله واوسې.

مهالویش باید جوړ کړې.
د دې لپاره چې کارونه مو په منظم ډول مخته یوسئ، د کار کولو په ځواک کې دا څو قیمتي کلیمې درسره مرسته کولای شي:

۱ـــ خپل راتلونکی په هغه څه پورې وتړئ، چې نن یې کوئ. ( مهاتما ګاندي)

۲ـــ هېچا ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسې په هغو کارونو او چارو کې مداخله وکړي، چې تاسې یې کولای شئ.( جان ویډن)

۳ـــ بریالیتوب د کوچینو هڅو یوه برخه ده، دا هڅې باید هره ورځ تکرار شي.( رابرت کولیر)

۴ـــ د پرمختګ د پیل راز؛ خپله پیل کول دي.( مارک ټواین)

۵ـــ هېڅکله، به یو بل کس هغه کار ونشي کړای، چې تاسې یې کوئ. (مایا اینګیلیو)

۶ـــ دا به هېڅکله نا وخته نه وي، چې د یو کار د ترسره کولو لپاره ګام واخلئ.(جورج اییوټ)

۷ـــ د یو کار ترسره کول د بشپړتیا په معنی نه دی، بلکې بشپړتیا دا ده چې تاسې دا مزل تعقیب کړئ.( وین لومبردیا)

۸ـــ کله چې په بېړنیو حالاتو کې کار کوئ، نو له خپلو همکارانو جدي مرسته وغواړئ.( لیوناردو دا وینسي)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران