سپورټ فوټبال

د کال د غوره ګول جاېزه مسلمان لوبغاړي محمد صلاح ته ورکړل شوه

د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د کال د غوره لوبغاړي د جایزې تر څنګ د کال غوره ګول، ښه رزونکی، غوره ښځینه فوټبالره معلوم کړل او هم یې خپله غوره یو لس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په کې لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو سربېره نور مشهور لوبغاړي شامل دي.

فیفا د کال د غوره جاېزې پروګرام په لندن کې نیولی و او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشهورو فوټبالرانو پکې ګډون کړی.

د فوټبال نړیوالې شورا د کال د غوره لوبغاړي جاېزه د کروشیا هېواد تکړه فوټبالر لوکا موډریچ ته ورکړه.

په دغه مراسمو کې د روان کال د نورو غوره لوبغاړو نومونه یاد شول او هم ورته ډالۍ ورکړل شوې.

فکر کېده چې فیفا به د کال غوره لوبغاړي یا مشهور لوبغاړي کریسټیانو رونالډو وټاکي او یا هم د مصر محمد صلاح خو په دوی دواړو کې د یوه نوم هم د غوره لوبغاړي د ټاکل کېدو لپاره نه و غوره شوی.

بل لورته فیفا د کال د غوره ښځينه فوټبالرې جائزه د برازیل د فوټبال لوبډلمشرې مارټا ته ورکړل شو.

په دغه مراسمو کې د کال غوره ګول هغه ونومول شو چې د مصر مسلمان لوبغاړي محمد صلاح د انګلیستان په پریمیرلیګ کې د ایورټن په خلاف وهلی و.

فیفا د غوره ګول جاېزه همدغه ګول ته ورکړه.

د کال بهترینه روزونکی بیا د فرانسې لوبډلې روزونکی ډي چيمپس غوره شو، د ډي چیمپس په روزنې سره فرانسې د سږ کال د نړیوال جام سیالیو کې چې په روس کې تر سره شوې اتلولي وګټله.

فیفا د کال د غوره ګول ساتونکي جاېره د بیلجیم هېواد ګول ساتونکي تهیبو کورټیس ته ورکړه.

د فئیر پلی (عادلانه لوبي) جاېزه لینارټ تهائی ته ځانګړې شوه، ویل کیږي دغه جاېزه ځکه دغه لوبغاړي ته ورکړل شوه چې نوموړي فقط خپله یو سیالۍ د دې له امله ونه کړه چې د یوه عاجل ناروغ ته د وینې ورکولو په خاطر تللی و.

لینارټ تهائي د جرمني لوبغاړی دی خو هغه وخت یې دا کار کړی و چې د ترکیې په یوه کلب کې یې لوبه کوله.

بل لورته د فوټبال د نړیوالې شورا په غوره یوولس کسیزه (ورلډ الیون) کې مارسیلو، سرجیو، ریموس، رافیل وراني، ډینی ایلوس، ډیوډ ډي ګۍ، کانتي، لوکا موډریچ، کریسټیانو رونالډو، ایم باپي، لیونل میسي او ایډن هیزارډ شامل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی