سپورټ کورنی کرکټ

پر پاکستاني محمد حفیظ یو ځل بیا اټیک وشو؛ نیوزیلینډي راس ټایلر ترې شکایت وکړ !

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ د توپ اچونې په انداز د څلورم ځل لپاره شکایت وشو.

په متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ۹ بېلابیلو سیالیو د پیل شوې لړۍ ۴ مه لوبه کې نیوزیلینډي توپ وهونکي راس ټایلر د محمد حفیظ د لمړي اور توپ اچونې وروسته لوبڅار ته شکایت وکړ، چې ښايي د توپ اچوانې انداز یې غیرې قانوني دی.

 که څه هم په سیالۍ کې د محمد حفیظ توپ اچونه په لمړیو کې ځنډنۍ شوه، خو د لوبډلمشر سرفراز احمد لخوا لوبڅارانو سره د بحث وروسته حفیظ بیرته توپ اچونې ته دوام وکړ.

 له سیالۍ وروسته محمد حفیظ په رسنیز کنفرانس د راس ټایلر څخه ګیله کړې، چې یو نړیوال لوبغاړي ته نه ده پکار تر څو په ښکاره ډول د تلویزیون په پرده عکسل عمل وښيي او د نوموړي په وینا لوبغاړی باید په دغه وخت کې له خپلې توپ وهنې سره کار ولري.

 د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دا الراوڼدر پیلیز لوبغاړی، چې په ښي لاس د توپ وهنې ترڅنګ توپ اچونه هم ترسره کوي، په تیرو ۴ کلونو کې درې ځلې د غیرې قانوني بالینګ اکشن درلودلو له کبله تر شک وروسته د بندیز سره مخ شوی دی، خو د څلورم ځل په اړه به یې وروسته معلومات وشي.

 نوموړي ته څه موده وړاندې له نږدې د ۶ میاشتني ځنډ وروسته یې بیرته په نړیوال کرکټ کې د توپ اچونې اجازه ورکړل شوې ده.

محمد حفیظ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ م کال د نوامبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو د لړۍ پر مهال د شک لاندې راغی او د همدغه کال په ډیسمبر میاشت د بندیز سره مخ شو، خو د ۵ میاشتني ځنډ وروسته بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شو.

 د لمړي بندیز وروسته محمد حفیظ د دویم ځل لپاره د توپ اچوونې د غیرې قانوني انداز درلودلو سره یو ځل بیا په ۲۰۱۵ م کال کې د توپ اچوونې په ډګر کې د ۱۲ میاشتني بندیز سره مخ شو او په ۲۰۱۶ م کال کې د ازموینې ورکولو وروسته یې بیا اجازه ترلاسه ګړه، خو د دریم ځل بندیز وړاندې د سریلنکا او پاکستان د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ په یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې تر شک لاندې راغی، چې د بندیز سره د مخ کیدو وروسته یې اوس یو ځل بیا د قانوني توپ اچوونې اجازه خپله کړه.

الراونډر محمد حفیظ د کلونو راهیسې د پاکستان لپاره د یو کلیدي لوبغاړي او لوبډلمشر رول هم لوبولی دی، خو په وروستیو کې د بالینګ مسلسل بندیزونو یو څه متاثره کړی دی، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د الراوڼدرانو په درجه بندۍ کې د خپل پخواني مخکیني لمړي مقام څخه هم ګوزار شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی