مودي وايي، هندوستان یو ځل بیا وګټله

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته، په یو ټویټ کې خپلو پلویانو ته د مبارکۍ په پلمه لیکلي، “هندوستان یو ځل بیا وګټله”.

د هندوستان د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان شوې. د اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند، بي جي پي، ۳۴۵ څوکۍ ګټلي. د هندوستان ولسي جرګه یا لوګ سبا ټولټال ۵۴۲ څوکۍ لري، چې پنځوس جمع یو يې ۲۷۲ کیږي.

دا د بي جي پي لپاره تاریخي بریا ده. د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې بي جي پي د ولسي جرګې ۳۳۶ څوکۍ ګټلې وې. سږ کال يې له تېر کال هم پښه اړولې او ډیرې څوکۍ وګټلې.

نریندرا مودي په خپل ټویټ کې لیکلي:

“موږ په ګډه مخکې ځو. موږ په ګډه نیکمرغي راوړو. په ګډه موږ یو ټول شموله هندوستان جوړو. هندوستان یو ځل بیا وګټله.”

سږ کال د هندوستان په ټاکنو کې تر ۹۰۰ میلونو ډيرو خلکو رایه ورکړه. که څه هم د بي جي پي د ګټې چانس اټکل کیده، خو په دومره لوی تفاوت له اټکل لرې وه.

د بي جي پي ګوند ډیرې رايې په هندو مذهبو ټاټوبو ( مادیا پردیش، راجستان، او چسټیسګړ) کې اخیستي. د هندوستان په شمال همچال پردیش او اتراکنډ خو يې بیخي راجارو کړی، او هیڅ څوکۍ ترې کومې بلې ډلې نه ده ګټلې.

اترا پردیش چې د هندوستان د ولسي جرګې تر ټولو ډيرې (۸۰) څوکۍ جوړوي، د لومړنیو پایلو په اساس د مودي ګوند (بي جي پي) ترې شاوخوا ۶۰ څوکۍ خپلې کړي.

که څه هم د هندوستان د ټاکنو کمیسون به نن د ورځې تر پایه او یا هم سبا د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي، خو پوره باور دی، چې مودي یو ځل بیا د حکومت واګې په لاس کې لري.

د لومړي وزیر د اوسنۍ کابینې وزیرانو هم مودي ته مبارکي ورکړې. د بهرنیو هیوادونو مشرانو هم مودي ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج مودي ته مبارکي ویلې، او د هندوستان له خلکو يې مننه کړې، چې د بي جي پي ګوند ته يې لویه بریا ور په برخه کړه.

د کورنیو چارو وزیر راجنت سینګ د بي جي پي بریا تاریخي بللې او د مودي د ښه مدیریت او د بي جي پي د ښې رهبرۍ ستاینه يې کړې.

د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو په یو ټویټ کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ته مبارکي ویلې. هغه لیکلي:

“ملګریه! د زړه له تله دې درته حیرانوونکې بریا مبارک وي. د ټاکنو پایلې ستا د ښه مدیرت ثمره ده، چې د نړۍ لويه ولسواکي رهبري کوې. موږ به په ګډه د هند او اسرائیلو ملګرتیا لاپسې غښتلې کوو.”

د روسي ولسمشر ولادیمر پوتین او د جاپان او سریلانکا لومړي وزیرانو هم ښاغلي مودي ته خپلې مبارکیانې استولي.