سیاست نړۍ

مودي، پوځ ته امر کړی چې په “شرغوښتونکي” پاکستان د برید لپاره چمتو شي

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې په پاکستان د ځوابي برید لپاره چمتوالی ونیسي. نوموړي ویلي، پاکستان لویه تېروتنه کړې او بیه به يې پرې کړي.

د هندوستان د کابینې اکثریت غړي په پاکستان د ورته برید په اړه سره یوه خوله دي. د هند حکومت وايي، چې د خپلو څلویښتو (۴۰) وژل شویو سرتیرو بدله به د پاکستان د استخبارتي ادارې له ملاتړه برخمنې، جیش ی محمد څخه واخلي.

د پنجشنبې په ورځ، د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سرتیرو په یو موټر ځانمرګی برید وشو، چې پکې لږ تر لږه ۴۰ سرتیري ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپيان شول.

د راپورونو په اساس د سرتیرو په دغه بس ډوله موټر کې ۷۰ نیمه پوځي سرتیري سپاره ول.

برید په دغه بس شوی چې لږ تر لږه ۴۰ هندي نیمه پوځیان په کې وژل شوي

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي بیړنۍ ناسته وربللې وه، چې پکې د هندوستان د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو، مالې وزیرانو او د پوځ او د استخباراتي ادارې مشرانو ګډون کړی و.

د یادې مشورتي ناستې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د هند حکومت پریکړه کړې، څو “شرغوښتونکي” ګاونډي ته سبق ورکړي؛ داسې سبق، لکه څنګه يې چې د ۲۰۱۶ کال د یوري په پوځي هډې له حملې وروسته ورکړ. سرچینه وايي، “دوی (پاکستان) به د یو بل بد او حیرانوونکي ځواب مزه وڅکي.”

د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا مودي، چې د اترا پردیش ایالات په جهانسی کې خلکو ته خبرې کولې وویل:

“زموږ زړورو ځوانانو د خپل ملت څخه په دفاع کې سرونه قربان کړل. زه د جهانسي له دې میړنۍ خاورې د هندوستان ۱۳۰۰ میلونه (۱.۳ میلیارده) خلکو ته ډاډ ورکوم، چې د قرباني شویو سرتیرو وینه به ضایع نشي.

“زموږ وسلوال ځواک به اقدام کوي. دا چې ځوابي برید به کله، چیرته، او څه ډول وي؛ پوځ صلاحیت لري، چې پریکړه وکړي.

لومړي وزیر وړاندې وویل:

“د برید مجرمین به په سزا رسوم. زموږ ګاونډي (پاکستان) هېره کړې، چې هندوستان اوس یو نوی هندوستان دی. زموږ ۱۳۰۰ میلونه خلک به پاکستان ته ورته ځواب ورکړي. د نړۍ تر ټولو ستر ملت زموږ سره دی. هغوی چې په پاکستان کې په لویو څوکیو ناست دي، ښه دې پوه شي، چې د نابودۍ لاره يې نیولي. موږ (هند) د پرمختګ او غوړیدو په لور روان یوو.

مودي د هندوستان ولس ته په خبرو کې وویل:

“زه پوهیږم، چې ستاسې وینه له قهره ایشیږي. ستاسې تمه زما څخه طبعا د ورته ځواب ده. حوصله ولرئ. ورته برید پرې کوم. هندوستان نه ویریږي. موږ باید داخلي سیاسي کشمکشونه پریږدو او په یوه غږ نړۍ ته دا پیغام ورکړو، چې موږ په متحد ډول د ترهګرو په وړاندې جګړه کوو.”

مودي د هند خلکو ته په خبرو کې وویل، چې پاکستان له سخت پړاو څخه تیریږي. هغوې د انزوا حالت ته روان دي.

بل پلو پاکستان په هندي سرتیرو دا برید غندلی او د اندیښنې وړ يې بللی. په یوه اعلامیه کې پاکستان ویلي، “دا ډول تروریستي بریدونه د نړۍ په هر ځای کې چې وي، موږ يې غندو.”

د امریکا متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر نړیوالو قوتونو هم په هندي سرتیرو یاد برید غندلی.

متحدو ایالتونو پر پاکستان غږ کړی، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي سم لاسي ختم کړي او د ټولو هغو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، چې له پاکستانه په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه سمبالوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین