کانګرس: څوکیدار (مودي) پخپله “غل” دی

د هندوستان لومړي وزیر پرون د خپل نوم سره د “څوکیدار” کلیمه هم ورزیاته کړه او د ټویټر اکونټ يې “څوکیدار نریندرا مودي” کړ. شیبه وروسته د هندوستان د بي جي پي ډلې مشر هم خپل نوم بدل کړ او “څوکیدار امیت شاه” يې وليکه. په کم وخت کې د بي جي پې ګڼو مشرانو، ایالاتي وزیرانو، او د مودي ملاتړو د خپل نوم سره د “څوکیدار” کلیمه وراضافه کړه.

دا د ښاغلي مودي او د هغه ملاتړو د ټولنیزو رسینو پر وسیله د ټاکنو په درشل کې د هغه کمپاین برخه دي، چې “زه څوکیدار یم” يې بولي.

د هندوستان لومړی وزیر نریندار په ګڼو لویو عامه غونډو او مجلسونو کې ځان ته د څوکیدار خطاب کوي او وايي، چې د ملک او خلکو ساتنه د څوکیدار په څیر کوي او خدمت يې مسؤلیت بولي.

بل پلو د بي جي پي سیاله مخالفه ډله (کانګرس) وايي، چې څوکیدار خپله غل دی. د کانګرس ډلې مشر، راهول ګاندي وايي: “څوکیدار (مودي) خپله غل دی.”

کانګرس، نریندار مودي د فرانسې سره د رافل جنګي جیټ الوتکو د پېر په قرارداد کې په فساد تورنوي او په ګڼو مواردو کې پرې ډير کله سخت انتقادونه کوي. کانګرس د بي جي پي سرسخت سیال دی او دواړه ډلې کوښښ کوي، چې ډيرې پارلماني څوکې وګټي. د رافل جیټ الوتکو قرارداد له فرانسې سره په ۲۰۱۴ کال کې شوی، او تمه ده، چې دا جنګي جیټ الوتکې به د روان کال په نیمايي کې د هند له دفاعي ځواک سره یوځای شي، خو کانګرس وايي، چې نریندرا مودي ددې چورلکو بیه لوړه ټاکلې او پیسې يې ځان ته وهلي.

د نریندارا مودي اداره دا ډول تورونه ردوي.

تازه د هند تر ولکې لاندې کشمیر مخکینۍ وزیرې، محبوبه مفتي هم د نریندرا مودي په څوکیدارۍ پورې شونډې بوکې کړي او په مسخره يې ویلي:
“د ویجي مالیا، محل چوسکي او نیروا مودي په څیر اقتصادي مافیا يې د سترګو لاندې وتښتیده، او ځان ته څوکیدار وايي. لومړی وزیر (مودي) ځان ته په کمپاین کې ماستري لري.”

مودي ویلي، ځان ته ځکه څوکیدار وايي، چې د فساد په وړاندې مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړې:
“زه یواځې نه یم. هر هغه څوک چې د فساد، ګند، او ټولنیز شیطانت په ضد مبارزه کوي، څوکیدار دی. هر هغه څوک چې د هندوستان د پرمختګ لپاره کار کوي، څوکیدار دی. نن ټول ووايئ، چې زه څوکیدار یم.”