سیاست نړۍ

عمران خان سره د مودي د دښمنۍ نوی پړاو؛ د لوړې مراسمو ته يې نه دی بللی

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د هندوستان لومړي وزیر د لوړې مراسمو ټول ګاونډیان او د نړۍ د کم شمیر هیوادونو مشران دعوت شوي، خو ګاونډي پاکستان ته يې بلنه نه ده استولې.

ټاکل شوې، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ د مۍ په ۳۰ مه ترسره شي. مراسمو ته له پاکستان پرته، د هندوستان ټول ګاونډي هیوادونه او د نړۍ د ځينو هیوادونو استازي بلل شوي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د نریندرا مودي په لاسلیک يې د ګاونډیانو او د نړۍ د یو شمیر هیوادونو مشرانو ته د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنلیکونه استولي؛ خو پاکستان ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې ګاونډیان ورته مهم دي؛ خو وايي “خبرې او ترهګرې دواړه نه کیږي”. نریندرا مودي ویلي، چې د هیواد داخلي سیاست يې [عمران خان] او ډیرو نورو مشرانو د بلنې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې چې د په ۲۰۱۴ کال کې د مودي د لوړې مراسمو ته د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف بلل شوی و او ګډون يې پکې کړې وه.

سره له دې، چې عمران خان نریندرا مودي ته ټیلفون کړی و او ورته يې د هغه د بریالیتوب مبارکي استولې وه، خو داسې ښکاري، چې هندوستان د پاکستان په اړه بدبین دی. د هندوستان حکومت وايي، چې “خبرې او ترهګري” دواړه نه کیږي.

سږ کال، په هندوستان کې د ټاکنیزو منډو ترړو لوی شعار د پاکستان له لورې هندوستان ته په مواجه ترهګریزو بریدونو راڅرخیدل؛ نو د همدې له امله، باور داسې دی، چې مودي د پاکستان په وړاندې سر له اوسه جدي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپل غبرګون کې ویلي:

“د ټاکنیز کمپاین پرمهال، د مودي ټول ډزونه او څرګندونې د پاکستان ضد وې. نو دا به کمعقلي وي، چې له مودي دې تمه وشي، دومره ژر دې له خپلې خبر واوړي.”

د یادونې ده، چې د مودي د لوړې مراسمو ته د قرغزستان ولسمشر هم دعوت شوی. نوموړی اوس د شانګهای د همکاریو سازمان مشري هم په غاړه لري.

معلومه نه ده، چې افغانستان د مودي د لوړې مراسمو ته دعوت شوې یا نه؛ خو په اغلب ګومان چې سږ کال به د لوړې مراسم یواځې په ګاونډیانو او څو همکارو هیوادونو پورې محدود وي؛ نو د همدې له امله شاید افغان ولسمشر د مودي د لوړې مراسمو ته نه وي بلل شوی.

د لوړې د مراسمو په لومړی ورځ به مودي او د هغه کابینه لوړه وکړي او د بهرنیو هیوادونو استازې او مشران به مبارکي ورکړي. په دوهمه ورځ به مودي د بهرنیو هیوادونو له مشرانو او استازو سره جلا جلا ناستې ولري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین