سیاست

له سماواره تر صدارته؛ مودي یو وخت له انسانانو په ځنګل کې پټېده

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان لومړي وزیر نریندار مودي په اړه ویل کیږي، چې چای پلورونکی (سماوارچي) و، او د بي جي پي سره له یو ځای کیدو وروسته سیاسي ډګر ته راووت.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې د خپل ژوند له ځینو لوړو ژورو پرده پورته کړې. دده د ماشومتوب په اړه ویل کیږي، چې له کور څخه ددې له امله تښتیدلې و، چې پلار يې ورته دده له رضایت پرته واده کړی و.

ښاغلی مودي وايي، چې ډیر وخت يې د همالیا په ځنګلي او غرنۍ سیمه کې تېر کړی او ۱۷ کلن و، چې احمد اباد ته راغی.

مودي وايي:

“ما تل په دې اړه فکر کاوه، چې زما ژوند باید د خلکو په چوپړ کې تیر شي. احمداباد ته د راتلو سره سم، ما په لومړي ځل یو لوی او له ګڼې ګوڼې ډک ښار ولیده. دلته مې د خپل کاکا سره په کانتین کې کار کاوه او خلکو ته مې چای اماده کاوه. وروسته مې د یوې سیاسي پارټۍ (ار ایس ایس) په دفتر کې د اشپز او صفکار په توګه دنده پيل کړه. هلته مې د ډیرو خلکو سره لیده کاته وشول؛ همکارانو ته به مې چای او پخلی کاوه او بیا به مې لوښي وینځل.”

نریندرا مودي وايي، چې له پوره بوختیا سره سره، بیا هم غره او ځنګل ته هر کال د پينځه ورځو لپاره تله. نوموړی زیاتوي، هر کال يې د دیوالي په شپو ورځو کې له کارځای رخصت اخیسته او ځنګل ته تلو.

د نریندرا مودي د ماشومتوب انځور

لومړی وزیر مودي وايي:

“ډیر خلک لا په دې اړه خبر نه دي؛ خو زه به هره کال په دیوالي [د هندوانو اختر] کې د پينځه ورځو لپاره ځنګل ته تلم. ځنګل کې داسې ځای ته تلم، چې په نوم انسان به نه و؛ یواځې پاکې او رڼې اوبه به وې. ما به له ځان سره د ۵ ورځو خواړه وړل، چې بیا وږی نشم. راډیو، ورځپاڼه مې نه وړله، او هغه وخت کې انټرنیټ او ټلویزون هم نه و. په دې تنهایۍ کې ما د خپلو کارونو په اړه قضاوت کاوه او د خپل راتلونکې په اړه مې سوچ کاوه. هغه ځواک چې ما په ځنګل کې د یواځیتوب له تجربې څخه تر لاسه کړی؛ اوس هم راته د ژوند په ډیرو برخو کې پکار راځي.”

ښاغلی مودي وايي، چې زیات وخت ورڅخه خلکو پوښتنه کوله، چې دی کله ځنګل ته ځي، هلته له چا سره ګوري؟ مودي وايي، “ما به ورته ویل، زه هلته د خپل ځان سره ګورم.”

لومړی وزیر ځوانانو ته سپارښتنه کوي، چې د خپل ژوند په دې بوخت مهال ویش کې دې لږ وخت د خپل ځان لپاره بیل کړي. د خپل ځان په اړه دې فکر وکړي، څو خپل دروني ځواک ښه وپيژني.

د مودي اوسنی، او د ځوانۍ پخواني عکسونه

نریندرا مودي په ۱۹۵۰ زیږدیز کال زیږدلی. په ۱۹۸۵ زیږدیز کال د بي جي پي سیاسي پارټۍ ته ننوت او په یاده پارټۍ کې يې په بیلابیلو پوستونو کار وکړ. په ۲۰۰۱ زیږدیز کال د ګجرات لوی وزیر شو. په ۲۰۱۴ زیږدیز کال د ولسي جرګې لپاره نوماند او بریالی شو، او په همدغه کال د خپلې ډلې (بي جي پي) له لورې د هند لومړی وزیر وټاکل شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین