ساینس او ټیکنالوژي نړۍ وتلې څیرې

فیسبوک کې مشهور د نړۍ لس مشران؛ نریندرا مودي تر ټولو مخکښ

د هندوستان لومړی وزیر نریندرامودي پر فیسبوک څلويښت میلونه کسان تعقیبوي چې دا د نړۍ په سیاسي مشرانو کې تر ټولو لوړه شمیره ده. په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۶۹ میلونه کسانو د مودي پوسټونه شریک کړي، خوښ کړي او یا پرې تبصرې کړې وې چې دا هم نړۍ کې د یو سیاسي مشر لپاره پر فیسبوک تر ټولو زیاتې کړنې دي چې ترلاسه کوي یې.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر فیسبوک د شل میلونو فالورانو په درلودلو ، په فیسبوک کې د سیاسي مشرانو په لیست کې دویم ځای لري چې تر نورو زیات تعقیبونکي ( فالوران) لري.

د هندوستان د لومړي وزیر رسمي پاڼه (PMO India ) پر فیسبوک د څارونکو ( فالورانو) له پلوه د دیارلس میلونو فالورانو په لرلو درییم ځای لري.

 

د اردن ملکه رانیه د لس میلونو فالورانو ( تعقیبونکو) په لرلو په فیسبوک کې د نړۍ د سیاسي مشرانو تر منځ څلورم ځای لري.

 

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، بیا فیسبوک کې لږ تر لږه اته میلونه خوښونکي لري چې د فیسبوک د خوښونکو د شمیر له مخې د نړۍ په سیاسي مشرانو کې پنځم ځای لري.

 

 

دسپینې ماڼۍ رسمي فیسبوک پاڼه چې د امریکا د ولسمشر په اړه خبرونه خپروي هم اته میلونه فالوران لري چې په دې لیست کې شپږم ځای ورکړل شوی دی.

 

 

د مصر واکمن عبدالفتاح السیسي د فیسبوک د تعقیبونکو د شمیر له مخې د څه کم اوه میلونه فیسبوکي تعقیبوونکو په لرلو سره په دې لیست کې اووم ځای لري.

 

 

د کمبودیا لومړی وزیر هون سین په فیسبوک کې د نړۍ د مشهورو مشرانو په لیست کې اتم ځای لري .

 

 

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویډوډو فیسبوک کې د دوو میلونو تعقیبونکو په لرلو ددې لیست نهمه خانه کې دی.

 

 

او د مکسیکو ولسمشر اینریک پینا نیتو د نړۍ د هغو مشرانو چې فیسبوک کې ډیر مشهور دي لیست کې لسم ځای لري.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */