انتخابات سیاست نړۍ

د ترټولو لوی دیموکراتیک هېواد ټاکنې؛ مودي به ټاکنې وګټي؟

لیکنه: بشر درویش

لیکوال: احمد ذکي
ژباړن: بشر دروېش

څو میاشتې مخکې د ډېرو شنونکو وړاندوینه دا وه، چې مودي به په عامو هندیانو کې د غوڅ ملاتړ له کبله بیا د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي.
خو د تېرکال په دسمبر کې د ځینو ایالتونو د ټاکنو پروخت د مودي د بي جي پي ګوند ماتې دا محاسبه تر سوال لاندې راوسته.

اوس به تر یو میلیارد پورې هندي رایه ورکوونکي د رایو صندوقونو ته ځي څو خپل برخلیک وټاکي.

په دغو ټاکنو کې صدراعظم مودي د بهارتیا جناتا(بي جي پي) ګوند له لورې خپلو سیالانو سره میدان ته وځي.

د مودي ګوند به ۲۰۱۴ ټاکنو کې د پارلمان له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۸۲ څوکۍ ګټلې وې. دا له ۳۰ کلونو راهیسې د هند په پارلمان کې د لوړو څوکیو ګټلو ریکارډ و، چې دغه ګوند ترلاسه کړ.

په اوسنیو ټاکنو کې به د راهول ګاندي په مشرۍ د هند د ملي کنګرې ګوند او ورسره ایتلافي ګوندونه له مودي سره سیالي وکړي.

په مهاګات بندن مشهور دغه ایتلاف هڅه کوي، چې د مودي د حکومت د نفوذ سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په دې وسیله هغه له واکه وباسي.

هندو مذهبه سخت دریځي او بي جي پي
د هند په سیاست کې اوله او ټولو نه مهمه طبقه ( هندو مذهبه اشرافیان) دي. د هند سیاست تر ډېره طبقاتي جوړښت لري، چې ټولنیز او مذهبي رنګ پرې غالب دی.

هندیان په ټولنیز لحاظ په څلورو طبقو وېشل شوي. دا وېش د اقتصاد او مذهب ترڅنګ په خانداني هویت ولاړ دی. د هند دیموکراسي دا وېش په رسمیت نه پېژني، خو سیاستوال په بې رحمۍ ورته کار کوي او ګټه ځنې اخلي.

د مودي بي جي پي ګوند چې یو ملت پال مذهبي ګوند دی، د هندوانو اشرافیت ورته مهم ارزښت لري.

دغو هندوانو تل یاد شوي ګوند ته لاس ورکړی او مهم کړی یې دی. په ۲۰۱۴ کې د دغه ګوند د بریالیتوب لوی دلیل د همدې طبقې خلکو ملاتړ و.

مودي او ګوند یې هم دغه طبقه خوشاله ساتلې، مګر درې نورې طبقې ترې ناراضه دي.

درې نورې محرومې طبقې وایي د مودي ګوند ورته حقونه نه دي ورکړي او په کم نظر یې ورکتلي.

بزګران؛ د رقیبانو د ګټې ښه وسیله
د هند دویمه طبقه خلک کروندګر دي. دوی د هند نیږدې نیمایي نفوس جوړوي. بزګران یا کروندګرو په ۲۰۱۴ کې د مودي له واک ته رسیدو سره بیاـ بیا غوښتنه کړې چې حکومت دې ورکړي کرنیز پورونه ور وبښي، یا ورسره د کرنیزو ستونزو په حل کې لاس ورکړي، خو داسې نه دي شوي.

مودي نه یوازې دا نه دي کړي؛ بلکې د سرمایه دارو په ګټه جوړې کړې پالېسۍ یې کروندګرو ته لا نور مضر تمام شوي.

د راهول ګاندي په مشرۍ د هند د ملي کنګرې ګوند او ورسره ایتلافي ګوندونه له مودي سره سیالي کوي

مسلمانان؛ بنیادي مخالفین
مودي او حکومت یې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ بېلتون ته په لمن وهلو هم تورن دي.

د مودي ګوند مسلمانان د هند اصلي اوسیدونکي نه ګڼي، دغه ګوند او خپله مودي په دې برخه کې بده سابقه لري.

که څه هم د مودي له واک ته رسیدو سره دغې ایډیالوژۍ ته په ښکاره ډېر کار نه دی شوی، مګر مسلمانان له مودي او ګوند نه یې ښه زړه او خاطره نه لري.

د موي ستونزمن بری
مودي ته د ټاکنو ګټل یوه لویه ننګونه ده، خو هغه ته په کشمیر کې د فبرورۍ په ۱۴ مه پر هندي سرتېرو ځانمرګی برید او ورنه وروسته له پاکستان سره ناندرۍ د خپل محبوبیت د زیاتولو لپاره ښه تمام شو.

اوس نو ولیدل شي، چې مودي له دومره ننګونو سره څنګه د هندیانو زړونه بیا خپلوي او رایې یې پخپله ګټه صندوق ته غورځوي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي