سیاست سینما او موسیقي نړۍ

مودي چې په عوصه شي، نو بیا څه کوي؟

لیکنه: یونس تسکین

د هندي سینما وتلي ستوري اکشي کومار د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په یوه غیری ژورنالیستیکه مرکه کې د نوموړي د ژوند لوړې او ژورې سپړلي.

اکشي کومار او مودي په سیاست او هندوستان کې په روانو پارلماني ټاکنو خبرې نه دي کړي؛ خو د مودي د شخصي ژوند په اړه جالبې خبرې راسپړل شوي دي.

لومړي وزیر نریندار مودي د بالیووډ ستوري اکشي کومار ته ویلي، صدارت يې په خيال کې هم نه ګرځيده.
نوموړي وویل:

“ما هیڅکله د صدارت خوب نه و لیدلی. زما کورنۍ ته په کتو، که به مې چیرته وړوکی روزګار هم پیدا کړ، مور به مې په ټول کلي پتاسې ویشلې. زه به خپل کلي بیرون بلد نه وم او نه مې هم داسې فکر کړی و.”

مودي وايي، کله کله يې د خلکو ترمینځ د کمترۍ احساس درلوده، ځکه چې په یوه غریبه کورنۍ کې لوی شوی و. خو بیا يې ارواپوهنه مطالعه کړه او اوس د ځان په اړه ښه احساس لري.

مودي وړاندې وویل:

“زه ډیر ټوکي یم. اوس هم د کابینې په غونډو کې یوه نیمه ټوکه کوم. زه د الفاظو سره لوبې هم کولای شم، خو اوس ډیر پام کوم، ځکه ویریږم وایم، هسې نه، چې څوک له ټوکې پټاکه جوړه کړي.”

له مودي وپوښتل شول، چې خپلې کورنۍ ته څومره وخت ورکوي. نوموړي وویل:

“زه ډیر کوچنی وم، چې له کورنۍ رابیل شوی یم. د هیڅ ډول تړون احساس ورسره نلرم. که زه له یو شریک کور څخه صدارت ته راغلی وم، اوس به مې طبعاً یادیده. خو نه مې یادیږي، ځکه زه ترې پخوا راغلی یم. اوس عادت یم.”

نوموړي د خپلې غوصې په اړه وویل:

“کله چې په کومه خبره غوصه شم، بیا هغه خبره په کاعذ لیکم او کاعذ څیري کوم. بیا يې لیکم او بیا يې څیري کوم. دا کار تر هغې کوم، څو ارام شم. په دې کار سره زه اننګیرم، چې ما خپله عوصه ټوټه ټوته کړه او ایسته مې واچوله.”

مودي د خپل سیال اپوزیسون [کانګرس] په اړه وویل:

“زه په اپوزیسون کې ډیر ملګري لرم. تاسې به حیران شئ، که درته ووایم، چې ممتا بنیرجي [په لودیځ بنګال کې د کانګرس ګونده مشره] ماته هر کال یو یا دوه ځلې کورتۍ او جامې لیږي. خواږ مټیان هم راته لیږي، ځکه هغه پوهیږي، چې زما بنګالي خواږه خوښیږي.”

نریندرا مودي د خپل خوب په اړه وویل:

“زه له ۳ یا ۴ ساعتونو څخه زیات خوب نکوم. بارک اوباما به راته ویل، چې خوب پوره کوه. خو زه داسې جوړ شوی یم، چې ډیر خوب نشم کولای.”

هندوستان کې اوس پارلماني ټاکنې روانې دي، چې ۹۰۰ میلونه خلک به پکې رایه ورکړي. ددې ټاکنو پایلې به د مۍ په ۲۳ مه اعلان شي.

مودي د ۲۰۱۴ کال په مۍ میاشت کې د هند لومړی وزیر شو. اوس يې تر ټولو سخت سیال کانګرس ګڼل کیږي، چې مشري يې راهول ګاندي کوي. دا اټکل ګران دی، چې د هندوستان د سږ دورې د صدارت څوکۍ به څوک وګټي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین