سپورټ نړیوال کرکټ

د مکالم له تګ وروسته لاهور قلندرز لوبډله د بل لوبډلمشر په لټه کې ده

برېنډن مکالم د اکټوبر په میاشت کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره مخه ښه وکړه. له مکالم وروسته اوس د دې لوبډلې مشر رانا غواړي چې نوی موثر لوبډلمشر ومومي.

له برېنډن مکالم وروسته سونېل نرېن او عمر اکمل هم د ۲۰۱۹ م کال پي سي ایل سیالیو کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره د مخې ښې خبره کړې ده.

مکالم په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونوکې د لاهور قلندرز لوبډلې سره ولوبېد او نوموړي د لاهور قلندرز لوبډلې له مشرڅخه مننه کړې ده، چې تېرو کلونو کې یې په یاده لوبډله کې اخېستی و.

په تېر کې برېنډن مکالم په خپله لوبډلمشرۍ کې شپږ لوبې بایللې وې.

په پي ایس ایل یا پاکستان سوپر لیګ سیالیوکې په تېرکې پښتون، کوېټه ګلاډېئټرز، اسلام اباد یونایټېډ، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز او ملتان سلطان لوبډلې لوبېدلې وې.

په ۲۰۱۸ م کال کې د پي ایس ایل سیالیو اتلولي اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې وګټله، چې لوبډلمشریې مصباح الحق و.

د ۲۰۱۸ م کال پي ایس ایل سیالیو غوره توپ وهونکی لوک رنکي اعلان شوی و، چې د اسلام اباد لوبډلې پیلوونکی توپ وهونکی و.

د برېنډن مکالم خبر د اکټوبر په میاشت کې راغلی و، چې قلندرز لوبډلې سره نور نه لوبېږي، خو اوس تازه سونېل نرېن او عمر اکمل هم له نوموړې لوبډلې سره مخه ښه اعلان کړې ده.

عمراکمل له لاهور لوبډلې کوېټې لوبډلې ته ولاړ، رحت علي او حسن خان بیا لاهور لوبډلې ته د یو هوکړه لیک له مخې تللي دي.

د لاهور لوبډلې مشر سمیر رانا ویلي، چې مونږ د عمر اکمل او سونېل نرېن څخه مننه کوو، چې تېر کې یې د لاهور لوبډلې لپاره ښې لوبې کړې وې.

بل پلو د کوېټې لوبډلې مشر ندیم عمر؛ نرېن او اکمل ته ښه راغلاست ویلی دی.

سي پي ایل سیالۍ هر کال په عربي متحده اماراتوکې د پاکستاني کرکټ بورډ له خوا ترسره کېږي، چې تېر کال د دوغو سیالیو پایلوبه د لاهور ښار په قدافي لوبغالي کې ترسره شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې