ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

د موبایل ټیلفون د کارولو څو نالیکل شوې اصول

په معاصره نړۍ کې ډېره کارېدونکي اله موبایل یا ګرځنده ټیلفون دی، چې ډېر لوی نعمت دی او ستر خدمتونه په لنډ وخت کې په اسانه طریقه ترسره کوي. موبایل زموږ ورځنی ژوند ډیر اسانه کړی او هغه کارونه چې موږ یې باید د ترسره کولو لپاره ډېر زحمتونه وګالو او ورځي او شپې سفرونه ورپسي وکړو خو د موبایل په مټ کولای شو د څو دقیقو په ترڅ کې هغه ترسره کړو.

البته ځیني چارې شته، چې پر دې سهولت د شکر ایستلو سره ضد دي. ځیني موضوعات دي چې باید د موبایل هر کارونکې پرې پوه وي او ورته په ټولنیز ژوند کې پام وکړي، څو د ټیکنالوژۍ له د پیاوړې وسیلې په مناسبه توګه ګټه واخلو او د چا د ازار او اذیت سبب ونه ګرځي.

کله چې یو ځای ته لاړ شئ او نیمه لاره کې جیب کې وګوری چې جیبي بکسک مو د پیسو نشته نو د نیمه لاره څخه بیرته کورته راځئ، ځکه پرته له پیسو سفر نشئ کولای نو مبایل هم همداسي یوه وسیله ده.

د موبایل د رامنځ ته کېدو څخه تر ۴۰ ډېر کلونه کیږي چې خلک ورڅخه ګټه اخلي په ۱۹۷۳ کال کې د موتورلا شرکت یوه انیجینر د مارتین کوپر په نامه په نیویارک کې د یو موتورلا دستګاه سره اړیکه ټینګه کړه چې هغه خبري لومړنۍ تیلفوني اړیکه بولي.

نو له هغې ورځي څخه ورځ تر بلي موبایلونه پرمختګ وکړ او نوي نوي ډولونه یې بازار ته راووتل، چې تر نن ورځي هر څوک ورڅخه د ضرورت په وخت کې ګټه اخلي.

موبایل چې د انسان په ورځني ژوند کې څومره اسانۍ پیدا کړي، همدومره زیانونه یې هم ور اړولي. ځیني خلک د موبایل څخه ډېره ښه ګټه اخلي؛ خو ځیني یې هیڅ په ګټه اخستلو نه پوهېږي فقط وخت ورباندې ضایع کوي چې همدا ناسمه ګټه انسان او ټولني ته ډېر زیان رسوي، لکه:

ماشومان چې اوس د ګیم لپاره ډېر موبایل کاروي د هغو ذهن او مغز خرابوي او یا هم ځوانان د وخت ضایع کېدو لپاره ګټه ځېنې اخلي؛ نو باید موبایل ډیر ونه کاروو.

دا چې د موبایل ګټي هر چاته څرګندې او واضحي دي، نو غواړو دلته یوازي د موبایل کارولو ځینې نا لیکل شوي اصول یاد کړو.

لومړی؛ باید د ډېرو اړیکو نیولو څخه ډه ډه وکړو، یعنې کله چې چاته زنګ وهو باید خپل ضروري خبر وکړو بس نه دا چې بې ځایه خبري شروع کړو او پرته له ضرورته باید چاته زنګ ونه وهو ددې کار سره زموږ د وخت ضایع کېدو مخه هم نیول کیږي او اقتصادي سپما هم کوو.

دویم؛ په دې باید پوه شو چې چېرته موبایل نه ګټه واخلو او چېرته یې بند کړو، نو کله چې د مجلس، ټولګي، عبادت او وینا مزاحم ګرځي، نو ټیلفون مو باید بند یا غلی کړو.

درېيم؛ که یوه کس ته مو زنګ واهه او په لومړي ځل یې اوکې نه کړ، نو د پرله‌پسې زنګونو څخه ډډه وکړو، کېدای شي، کوم کس ته چې زنګ وهو، په کوم مهم مجلس کې ناست وي، یا پر عبادت مشغول وي، او ستاسو فون ته وخت نه لري، یا هم کېدای شي نه غواړې درسره خبرې وکړي.

څلورم؛ د موبایل زنګ مو ډېر ورو او ډېر ساده وي، ځینې کسان په ډېر لوړ غږ د فون زنګ عیاروي او هغه هم کومه سندره یا کوم بل داسې مذهبي شی وي، چې د هغه په اورېدو سره ځينې کسان نا ارامه کېږي، مثلا: که مو یو دیني څه د موبایل پر زنګ بدل کړي وي، او تشناب کې زنګ راشي، د سړي روح نا ارامه کېږي، چې په یوه چټل ځای کې یې اورېدل مناسب نه برېښي، یا کومه سندره په کوم مجلس کې چالانه شي، ټوله توجه هغې ته ور اوړي.

پینځم؛ په فون د مسیج ( لیکلي پیغام) له لارې اړیکه اسانه نيوله کېږي، خو په مسیج کې پیغام د الفاظو له لارې وړاندې کېږي، مثلا: مشر ته په مسیج کې کوم الفاظ باید وکارول شي، کشر ته کوم الفاظ، رسمي کسانو ته څه ډول مسیج وشي او غیري رسمي کسانو. میسج یا لیکلی پیغام اهنګ نه لري، بلکې تش الفاظ دی. نو څوک په اسانۍ نه پوهیږې چې دا الفاظ څه ډول یو موډ یا طبعه له ځان سره لیږدوي؟ جدي، خوښ، خوابدی او که څنګه… نو پکار ده، چې د مسیج الفاظ مو ډېر په غور وټاکو – ښکلي او د بشپړې افادې وړ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.