ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

که غواړئ چي اړیکي مو ښې شي؛ مبایل مو لېري کړئ!

ژباړه: نوراحمد فضلي

مبایل چي نن ورځ لکه زموږ د وجود غړی او ډېر کم پېښيږي چي د ډېر وخت له پاره راسره نه وي. هیجان پارونکي اپلکېشنونه، د انټرنیټ بې سره و ښکره نړۍ او په سوونو نور لاملونه دي چي دا کوچنۍ دنیاګۍ موږ ته جذابه ښکاره کوي او البته که موږ وغواړو یا نه، دا ددې سبب کېږي چي زموږ ټولنیزي اړیکي او اجتماعي سلوک هم د همدېو پر بنسټ تغییر سي.

مېرمن آژا فراست، تازه په تازه په فوربز کښي خپله یوه مقاله خپره کړې ده چي په هغه کښي ئې پر انساني اړیکو د مبایل لېري کولو اغېز او تاثیر څېړلی دی.

فراست په دې باور ده چي که زموږ سره تلیفون نه وي راسره، موږ د ژوند له پاره صمیمی انسانان کېږو او په همدې ترتیب به وسو کولای چي له ډيري څخه ډېري ښې ټولنیزي اړیکي په وجود راوړو.

د آلن په نوم زما یوه همکاره ده، ما تر اوسه نه ده لیدلې چي مبایل دې په لاس کښي وي. زه باوري یم چي آلن مبایل لري؛ موږ یو و بل ته مسیجونه استوو او هم له دې لاري مجلس کوو، مګر تر اوسه داسي نه دي سوي چي ما دي آلن په حال/همدا ګړۍ د مبایل سره ليدلې وي.

په حقیقت کښي آلن د خپلو اړیکو د بهبود له پاره خورا یو جالبه قانون ایښی دی؛ هغه هیڅکله د نورو په حضور کښي، مبایل نه راخلي.

کله چي د اړیکو د بهبود په موخه په لومړي ځل آلن د خپل قانون په اړه راته وویل، د ځان سره مي وویل چي هغه لېونۍ ده. داسي نو کېدلای سي چي همېشه دي مبایل نه ګوري؟ زه که یوازي یم، که د خلګو په حضور کښي، همېشه مي مبایل راسره وي؛ تر دې په هاخوا به زه څنګه وکولای سم متوجه سم چي کوم نوی ایمیل راغلی دئ، او یا په فلانۍ ټولنیزه رسنۍ کښي ئې زما له پاره کوم پیغام پرېښی دئ؟

په هرحال کله چي ما زموږ په کارځای کښي د آلن ټولنیزو اړیکو ته دقت وکړ، سمدستي د هغه هدف ته متوجه سوم. آلن چي به د هرچا سره خبري کولې، هغه به کولای سوای چي د مخاطب ټول پام را واړوي. تا به ویل چي له مشتري نیولې تر رئیس او همکاره، ټولو د آلن سره له تعامله خوند اخیست.
همدا وجه وه چي ما هم وغوښتل چي د یوې اوونۍ له پاره د آلن قانون عملي کړم او کله چي د نورو کسانو په حضور کښي یم، په هیڅ وجه مبایل نه را اخلم.

دا لاندي هغه پایلي دي چي ما وکولای سوای په دې یوه اوونۍ کښي ئې ترلاسه کړم:

۱.خلک زما تګلاره تکراروي
د یوه همکار سره مي پر یوه خورا مهمه او حساسه پروژه څلور ساعته کار وکړ. په دې څلورو ساعتونو کي مي هیڅ مبایل راوانخیست. حیرانۍ واخیستمه چي زما دې کار زما پر همکار هم اغېز ښندلی دئ او هغه هم بېخي کم مبایل را اخلي.

دا هم بده نه ده چي پوه سئ دا چي زما یاد همکار د مجازي نړۍ یو له فعالو کاروونکو څخه دی او همېشه د مجازۍ سره نزدې اړیکي لري. که رښتیا غواړئ، ما تمه نه لرله چي زما سلوک دي پر هغه اغېز وښندي.

مګر ددې یوې اوونۍ په جریان کي، یوازي همدا یو مورد نه وو چي زما د تګلاري تابع سو. کله چي د یوه کس سره په خبرو اترو بوخت یې او هیڅکله مبایل نه دراخلې، مقابل اړخ هم تر فشار لاندي راځي څو د مبایل کتلو وخت ډېر رالنډ او ددې کار بیا بیا تکرار هم راکم کړي.

که وغواړم چي یو ځل بیا هماغه څلور ساعته جلسې ته چي په پیل کښې مي په اړه بحث وکړ، وروګرځم، باید ووایم چي د پروژې پایله تر هغه ډېره چټکه وه چي موږ ئې فکر کاوه او همدا د اجتماعي اړیکو د پرمختګ کړنلاره ده. باور وکړئ هغه موثریت چي د مبایل له بیا بیا نه کتلو ترلاسه کېږي، د ایمېلونو په څو ساعته ځنډ ارزي.

۲. خلکو خوښول چي زما سره ډېري خبري وکړي
ما د هیچا سره د مبایل ایسته کولو په باره کښي خبري نه وې کړي او زما همکاران هم خبر نه ول، سره له دې د هغوی سلوک ددې ښکارندویی کوله چي په لاشعوري توګه ئې زما له تصمیمه خوند اخیستی دئ او دې هرڅه زما په اجتماعي اړیکو کښي خورا زیات تاثیر درلود.

کله چي به مي د نورو سره خبري کولې، هغوی به زما ټول پام خپل لور ته ور اړوه او دا زما د اجتماعي اړیکو د بهبود سبب سول. په دې موده کښي زما د خبرو اورېدو مهارت خورا قوي سو او دا موضوع یو هغه لامل وګرځېد چي په خپلو اړیکو کښي له نورو سره خورا مثبت اغېز وښندي.

ددې پېښي په پایله کښې زما په اجتماعي اړیکو کښي خورا زیات تاثیر پرېښی و، خبرو مي یو بل ډول رنګ و بوی بیاموند. کله چي به مي یوه تازه او خوندوره موضوع خلکو ته ور پېژندله، هغوی به ډېر خندله او یا کله چي به مي جدی خبري شروع کولې، مخاطبینو به په پوره صداقت او رښتینولۍ سره خبري کولې.

زما سلوک ددې سبب سوی وو چي شخصیت مي تر پخوا ډېر د خلکو د توجه وړ وګرځي. نور مي همکارانو هم یوازي د” څنګه یې؟ “ یا” څه حال دئ؟ “ ورته پوښتني نه کولې او پر ځای ئې زما سره ډېر وخت تېراوه، او په پوره دقت به زما د شخصي موضوعګانو او پروژو سره موافق کېدل.

۳. خلکو پر ما ډېر باور کاوه
تازه ترسره سوي څېړني ښيي چي د خلکو سره د خبرو پر مهال یا د خلکو په حضور کښي له مبایله استفاده مو د نورو په ذهن کښي بې باوره شخصیت ثبتوي او د اجتماعي اړیکو د تخریب سبب کېږي.

د څېړونکو په وینا، مبایلونه تاسي ته وایي چي له دې دیوالونو ورهاخوا، د خلکو یوه پراخه نړۍ شتون لري چي موږ کولای سو د هغو سره په اړیکه کښي اوسو. همدا موضوع، ددې سبب کېږي چي د اجتماعي اړیکو عمق کمبود وکړي او د خلکو ترمنځ کم صمیمیت او نژدې واله شکل ونیسي. او باید ووایم چي ما په خپله یوه اوونیزه تجربه کښي، د یادو تحقیقاتو نزدې پایله احساس کړه.

بلاخره باید اعتراف وکړم چي د آلن تګلاره/ستراتېژي هومره اغېزناکه وه چي ما تصمیم ونیوه هغه د همېشه له پاره اجرا کړم. نه غواړم خلاف ووایم، ددې موضوع عملي کول خورا سخت او ستونزمن دي، مګر ما د وخت په تېرېدو سره ځیني تکنیکونه بیاموندل چي په اجرا کښي مرستندوی ول:
– کله چي پوهېږم غواړم د یو چا ملاقات ته ولاړ سم، مبایل مي خاموشوم.
– په جلسو کښي مي مبایل له جېبه را اخلم او په بستۍ کښې اږدم څو په دې رقم هغه ته لاسرسی سخت تر وي.
– په دماغ کښي یوه لوبه کوم. په دې لوبه کښي هر هغه وخت ته چي مبایل پکښې نه را اخلم، له هغه زیات امتیاز ترلاسه کوم.
– ځان ته وایم چي د مبایل نه کتل زما پر اجتماعي او انساني اړیکو کوم مثبت تاثیر پرېږدي او دا اړیکي په راتلونکي کښي څومره زما سره مرسته کولای سي
په پای کښي د اضطراري موکو/وختونو له پاره هم سپارښتنه لرم. که څوک زما د جواب انتظار وي، او زه د نیول کېدونکي جلسې له وخته خبر اوسمه، د یوه لنډ برېښنالیک له لاري خپل مخاطب ته توضېحات ورکوم چي تر څو ساعتونو به لاسرسی ونه لرم او وروسته بیا ځواب ورکوم.
که د جلسې پر مهال بېړنی حالت پېښ سي، مبایل مي په جېب کښي اچوم او هرکله چي کومه خبره وه، د لاسو مینځلو په بهانه راوزم او لازم ځوابونه مسیجوم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي