ټولنیز ژوند خوندیتوب ساینس او ټیکنالوژي

پر ماشومانو باندي د مبایل منفي اغېزې

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

په ډېرو وختونو کي له مبایل څخه د ماشوم استفاده نه منعه کېدونکې وي. مبایل نن ورځ د انسانانو یوه له خورا پرمختللیو ټکنالوژيو څخه ده چي کابو د ټولني ټولي طبقې هغه ته په آسانۍ سره لاسرسی لري، چي د هغه له ګټو څخه استفاده کوي. دا وسیله د خپلو ټولو خدمتونو سره سره، کولای سي چي د وګړو له پاره د یو لړ ستونزو او ربړو سرچینه هم وګرځي. په ځانګړي ډول بیا چي کله په نامناسب عمر او د اوږدمهالي مودې له پاره د ماشومانو په واک کي ورکړل سي. که د هغه استعمال او د کاروني مدیریت یې زده کړئ نو کولای سئ چي له خطرونو ئې مخنیوی وکړئ.

موږ نن ورځ په داسي نړۍ کي اوسېږو چي ورځ تر بلي د پرمختګ او عصریت په لور خوځښت کوي. له ځیرکو ټلیفونو د ماشوم استفاده مخ پر زیاتېدو ده. ماشومان په کم عمر کي د مبایل یا ځیرکو ټلفونو لرلو غوښتنه لري. له ځیرکو ټلفونونو د ماشومانو استفاده ددې دورې یوه له نه منعه کېدونکو اړتیاوو څخه ده. ځکه نو نسو کولای چي هغوی له دې وسایلو محروم او منعه کړو. ددې ټکنالوژي سره بهترین چلند دا دئ چي ماشومانو ته هغوی په سم ډول ور وپېژنو او د هغوی له ګټو او زیانونو یې خبر کړو.

د ماشومانو له پاره د مبایل زیانونه
له ځيرکو ټلیفونونو د ماشومانو استفاده د جسمي تاثیراتو سره سره د ماشومانو پر خُلق او چلند هم کولای سي چي د پام وړ زیانونه پرېږدي. جسمي او رواني تاثیرات یې عبارت دي له:

جسمي زیانونه:
څېړنکو مالومه کړې ده چي له ځیرکو ټلیفونو د ماشومانو استفاده په اوږدمهال کي کولای سي د ماشوم د سترګي عصبی سیسټم زیانمن کړي. د ډېر وخت له پاره د مبایل سکرین ته کتل د ملاتونین د ترشح کېدو د ځنډ سبب کېږي او په پایله کي ماشوم ناوخته خوب ته ځي. د خوب کیفیت یې هم له ځیرکو ټلیفونو د استفادې په وجه راکښته کېږي.

هغه ماشومان چي تر حد زیات د ځیرکو ټلیفونو سره بازۍ کوي د هغوی فزیکي فعالیت راکمېږي او په پایله کي د چاغېدو او اضافي وزن زیاتېدو خطر ورته متوجه کېږي. اضافه وزن او د خوب مشکلات په خپل وار سره ځیني نور مشکلات له د زړه ناجوړۍ، شکره، سکته او ډېر نور موارد زېږوي. د مبایل ګوشۍ ځیني داسي موجونه یا څپې لري چي په اوږدمهال کي پر مغز باندي اغېز کوي او شونې ده چي د مغزي پړسوب د ایجاد سبب وګرځي. ددې سره په څنګ کي، له مبایله د خبرو کولو له پاره زیاته استفاده او غوږ ته د هغه نژدې نیول، د مغز د هماغي ناحیې د ګرمېدو سبب کېږي او شونې ده چي مضر تاثیرات پرېږدي.

له بل لوري، له هیډفونه زیاته استفاده په خاص ډول بیا چي له هغه څخه په لوړ ږغ د موسیقۍ اورېدو له پاره کارول کېږي، د اورېدو حس د کمزوري کېدو او نورو سمعي ستونزو سبب کېږي. کوم ماشومان چي په ساعتونو د مبایل کارولو ته ناست وي، آخر داسي حالت ته رارسېږي چي لاسونه او ستون فقرات ئې تر خطر لاندي وي. د ماشوم عضلې او ماهیچې شوني دي چي کمزوري سي.

رواني زیانونه
ماشومان چي کله په مبایل یا تبلت باندي اخته سي، ډېر کم په ځان کي واقعي او بهرنۍ نړۍ ته د راتلو او د نورو او همزولانو سره د اړیکي نیولو اړتیا احساسوي. په پایله کي، ماشوم ټولنیزي اړیکي او اجتماعي ارتباطات ښه نه زده کوي او عقب نشین او منزوی کېږي.

یو بل جدی زیان یې په ځیرکو ټلیفونو باندي د معتاد کېدو هغه دئ. په حقیقت کي شونې ده چي فرد تر دې بریده په هغه پوري تړلی اوسي چي کله مبایل ورسره نه وي یا د کار په جریان کي ورسره مبایل نه وي، د اندېښنې او یو ډول بې قرارۍ احساس کوي. بیا نو د داسي خلکو سره د خپل مبایل په نسبت وسواس پیداکېږي او پرته له دې چي په مبایل کې ( کې یې) کار وي یا نه، بیا بیا ئې را اخلي صفحه ئې لګوي. یا داسي هم شونې ده چي همېشه فکر کوي چي یو چا به زنګ ورته راوهلی وي او پیغام به ئې ورته پرېښی وي.

هغه ماشومان چي خپل ډېر وخت د مبایل پر کاروني لګوي، نه یوازي له ټولنیزو اړیکو لېري پاتېږي، بلخوا په ډېرو نورو محیطونو کې د زده کړي فرصتونه محدود کېږي او د واقعي محیط د اکتشاف پر ځای، ځان تر نمایشي صفحې پوري محدودوي. په حقیقت کي شونې ده ماشومان د ځیرکو ټلیفونونو په خاطر خپل زیات وخت تلف کړي چي له دې فرصته ئې کېدلای سي چي د نورو ګټورو کارونو له پاره ځانګړي کړل سي. مبایل او انټرنیټ ته د ماشوم نامحدود لاسرسی کولای سي چي هغه داسي دنیا ته راداخل کړي یا یې له داسی مسایلو سره بلد کړي چي هغه د ده/دې له سن سره مناسبه نه ده. دا مسله شونې ده چي د هغو له پاره د پام وړ زیانونه په ځان پسې ولري.

له مبایل څخه د ماشوم د استفادې مدیریت
له ورځنۍ ټکنالوژۍ څخه د ماشوم استفاده همېشه هم زیان آوره نه ده. په حقیقت کي ځیني هغه لوبي چي په ځیرکو ټلیفونونو کي دي مثبت تاثیرات هم لري. د مثال په توګه: په ډیرو داسي لوبو او بازیو کي ماشومان پر ډیرو هغو تکالیفو چي تمرکز او پاملرني ته اړتیا لري- مسلط سي یا له خپل مخ ډېر خنډونه لېري کړي څو خپل هدف ته ورسېږي. ځیني بیا داسي دي چي د ماشوم دقت او ځيرکتیا لوړوي یا حتا کولای سي چي ماشوم ته ځیني مسایل هم ور زده کړي.

مهم ټکی له دې ټکنالوژۍ څخه د ماشوم د استفادې مېزان یا کچه ده. د کوچني عمر او د ودي مرحلې ته په کتلو سره باید د قوانینو او محدودیتونو سره مخامخ سي. په ټولییز ډول په ورځ کي تر دوو ساعتونو زیاته د مبایل استفاده د ماشوم له پاره نه توصیه کېږي. همدارنګه بهتره ده چي د ماشوم له پاره د هغه/هغې د نوي ځوانۍ تر وخته پوري ځانګړی/جلا مبایل په واک کي ورنکړل سي، او یوازي دي پرېښودل سي چي د والدینو له هغو څخه استفاده وکړي. په کمو عمرونو کي او د ښوونځي په لومړیو کلونو کي بهتره ده چي د ماشومانو لاسرسی محدود وي.

د عمر په زیاتېدو سره کولای سئ چي په قوانینو کي زیات انعطاف ښکاره کړئ او ماشوم ته له ټکنالوژۍ څخه د سمي استفادې په مورد او د هغه د مدیریت په اړه لازمي لارښووني وکړلي سي. په دې اړه د ماشومانو د برخي ارواپوهان کولای سي چي ستاسي سره د یوه مناسب روزنیز سبک په لرلو کي مرسته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي