لوبې

مېتالي راج : د منډو وږی په اسانۍ نه سوځېږي

سمیع الله درانی

د هندوستان د ښځینه لوبډلې لوبډلمشرې مېتالي راج ویلي دي، چې د منډو جوړولو وږی په اسانۍ نه سوځېږي.

نوموړې د نوي زیلانډ پروړاندې په خپله لوبه کې په ۱۲۳ توپونو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د نړۍ وال ښځینه پنځوس اوریزجام سیالیو په لړ کې یې نیوزیلېنډۍ ښځینه لوبډلې ته په ۱۸۶ منډو ستره ماته ورکړه.

مېتالي راج په نړۍ وال ښځینه جام سیالیو کې د زیاتو منډو ریکارډ جوړکړ.
هغه یواځینۍ ښځینه لوبغاړې ده، چې په یو ورځنیو لوبوکې ۶ زره منډې جوړوي.

همدارنګه د هندوستان لوبډلې په نړۍ وال جام کې د درې سلیزو پرمټ په نوموړو سیالیو کې مهمه برخه جوړه کړې ده.

د هندوستان لوبډلې څو ځلې تر ۲۵۰ منډو پورته هدفونه مات کړي دي او هېواد ته یې بریاوې راوړي دي.

هندۍ ښځینه لوبډلې د مېتالي راج د ښې توپ وهنې له امله نیوزیلېنډۍ لوبډله په ۱۸۶ منډو په کواټرفاینل کې ماته کړه او ځان یې د نیمه پایلوبې دوهمې سیالۍ ته ورساوه، نوموړې لوبډله به د جولای په ۲۰ مه نېټه له اسټرالیا سره د نیمه پایلوبې په دوهمه لوبه کې مخ شي.

د جولای په ۱۸ مه نېټه کوربه انګلستانۍ لوبډله له سهیلي افریقا سره د نیمه پایلوبې لومړۍ سیالي کوي.

باید یاده شي، چې د ښځینه پنځوس اوریز نړۍ وال جام سیالیو اتلولي ۶ ځلې اسټرالیا ګټلې او سږ کال د اووم ځل اتلولۍ لپاره خوبونه ګوري.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */