کورنی ژوند

د ژوند ملګری/ملګرې دي مي هیڅ تېروتنه نه کوي!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

فکري خطاوي احساس خرابوي، او خراب احساس اړیکه خرابوي. نو د خپلي خوشبختۍ له پاره مو پام کوئ.

فکري خطاوي د دماغ همېشنۍ خلاصي مُرچې دي چي د يوه تېز ښکاري په رقم د فرصت په انتظار وي چي خپل څښتنان د ناخوشایندو احساساتو په دام کي راګیر کړي. دا ډول ناسم افکار چي په همدې دليل په احساس کي نامطلوب تغییرات ایجادوي – د هري اړيکي د خرابېدو قابليت لري. په دې مابین کي نو د ګډ ژوند په رقم حساسي اړیکي ډېري تر خطر لاندي دي، داسي چي که ښځه یا خاوند ددې افکارو په دام کي راګیر سي او پر وخت توجه و رسېدګي ورته ونه کړي، د عشق و صمیمیت د کمېدو سره مخامخ کېږي او د خپلي اړیکي آساس متزلزلوي.

لاندي له دې ډول غلطو افکارو څخه ئې ۹ مواردو ته اشاره کوو. چي تاسي څومره ورسره اخته یاست؟

۱ـ د ټولو يا هیڅ تفکر: د تفکر په دې ډول کي، د”یا “ کلمه ټاکونکی رول لري په دې معنا چي د ژوند ملګری/ملګرې”یا ”  له یوه مخه د تائید وړ دئ”یا “ هیڅ د تائید وړ نه دئ. د مثال په توګه هغه ښځه چي باور لري خاوند ئې”یا “ د ټولو ستونزو له عهدې وزي”یا “ ئې هیڅ کار په وسه پوره نه دئ. په بل عبارت، د تفکر په دې طریقه کي میانه حالت نسته.

۲ـ فاجعه جوړوونکی تفکر: په دې طریقه کي، یو له طرفینو (خاوند و مېرمني) څخه د هغه غلط کار د منفي اثراتو د کميت و کیفیت د څرګندولو په باره کي مبالغه کوي او هغه په يوه فاجعه بدلوي. د مثال په توګه هغه ښځه چي خاوند ئې چیک د هیري له وجي ځنډولی دئ له ځان سر وايي:”  اوف خدایه! چیک ئې وځنډېدی، اوس نو مجبور یوو چي کور خرڅ کړو “.

۳ـ تمه کوونکی/توقعي تفکر: په دې حالت کي، یو له طرفینو څخه پرته له دې چي د خپلو اړتیاوو، تمو و علاقمندیو په باره کې خبري کړي وي تمه لري چي مقابل طرف ئې باید له ستونزو خبر ولري. د مثال په توګه هغه خاوند چي خپلي مېرمني ته ئې د خپل کسب و کار په اړه خپل احساس نه دئ بیان کړی تمه لري چي هغه پوه سي چي دا کسب څومره ستړی کوونکی دئ:”  حتا که زه د نورو په حضور کي له خپل کسبه ځان خوښ وښيیم، مېرمن مي باید پوه سي چي زه څومره له خپل کسبه بېزاره یم “.

۴ـ ټاپه لګوونکی تفکر: په دې طریقه کي ښځه یا خاوند په غیر منصفانه توګه د مقابل طرف پر مثبتو ځانګړنو سترګي پټوي او ډېري کوچنۍ منفي هغوی ئې په خورا لویو ټاپو ور بدلوي. لکه یو خاوند چي یو وار و دوه خپلي مېرمني ته غذا ور تیاره کړي – بیا نو پر خپلي مېرمني چي په نورو کارو کي منظمه و متوجه ده د” بې توجهي “ ټاپه لګوي.

۵ـ تحقيروونکی تفکر: په دې طریقه کي یو له زوجینو څخه د هغه مشکل په خاطر چي ژوند کې رامنځته سوی دئ په غیر منطقي توګه مقابل طرف پړ ګڼي او هغه تحقيروي. د مثال په توګه هغه ښځه چي د خپل خاوند د وارداتو د کښتۍ د غرقېدو په خاطر، لازمه ده چي خورا په ملاحظه سره رفتار وکړي د ځان سره وايي:”  په کار د هغه د نه پوهېدو په خاطر زما و د بچیانو ژوند مي خراب سو “.

۶ـ د ژوند د ملګري د هیجاني بې کفایتۍ تفکر: په دې طریقه کي یو له زوجینو څخه ځان په دې قانع کوي چي مقابل طرف ئې نه سي کولای د ده/دې هیجانات مدیریت کړي. د مثال په توګه یوه مېرمن په دې باور ده چي مېړه ئې له سره خپل خښم نه سي مدیریت کولای او همېشه له نورو سره  نښلي او هیڅ شونې نه ده چي له هغه سره دي خبري وکړل سي.

۷ـ قضاوت کوونکی تفکر: په دې اړه یو له زوجینو څخه پرته له دې چي بشپړ معلومات و اطلاعات ولري، د مقابل طرف د رفتار په اړه قضاوت کوي او داسي غیر منطقي پایلو ته رسېږي چي د حقیقت و واقعیت پر اساس نه وي. د مثال په توګه هغه مېړه چي د ځان سره فکر کوي چي:”  ښځه مي حتمن زما کوم مشکل لري ولي چي وینم په دې وروستیو کې حواس پر ځای نه دي “.

۸ـ د ژوند د ملګري د انګېزو لوستلو تفکر: په دې مورد کي، یو له زوجینو څخه داسي غلط انګېري ګواکي چي مقابل طرف ئې د فلانکي کار له پاره – تر هغه څه چي ښکاره کوي ئې – کومه بله انګېزه لري. د مثال په توګه هغه ښځه چي خاوند ئې د هغې د زېږېدکلیزي جشن د مېلمستيا په خاطر کور ته وختي راغلی دئ د ځان سره فکر کوي:” وختي ځکه راغلی دئ چي د خپل مور و پلار سره ډېر وخت کښېني “ .

۹ـ د هغه هم د نورو په څېر دئ/ده تفکر: په دې طریقه کي یو له زوجینو څخه د مخکینیو سردردونو له وجي چي پېښ سوي دي، په لاشعوري توګه د مقابل طرف څخه د خپل ماضی د جبران په وجه – فوق العاده تمنیات و انتظارات لري او په همدې خاطر ئې ددې له پاره چي د ژوند ملګری/ملګرې ئې له نورو څخه کاملتر اوسي – د ځان له پاره د تصورونو یوه بېله دنیاګۍ جوړه کړې وي. د مثال په توګه هغه ښځه چي د خپل نشه يي/معتاد پلار له خوا را لویه سوې ده خپل د ژوند ملګري ته د عشق و محبت د یوې افسانې او زیاتي پاملرني په توګه هیله لري. هر وخت چې خاوند د کورنۍ د ګټي وټي په خاطر باید لږ نور هم په کار کي تم سي د ځان سره وايي:” هغه هم د نورو په رقم ماته پاملرنه نه کوي او یوازي د خپل کار غم ورسره دئ “.

اوس چي د ژوندانه ملګرو د ځینو فکري خطاوو یا تېروتنو سره بلد سواست حتمن کولای سئ چي له هغو څخه د راوتلو په باره کي هم نظر ورکړئ. ستاسي په نظر آیا د دې ډول سمی افکارو درملني ته د کافي پاملرني په نشتون کي به عشق و محبت ته ځای پاته سي؟

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي