سپورټ کورنی کرکټ

مېروېس نیکه درې ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ مهم پړاو ته رسېدلي

د مېروېس نیکه درې ورځنۍ ولایتي سیالۍ چې د پنځه لوبډلو په ګډون په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د فبروري په ۱۵ مه نېټه پیل شوې وې، مهم پړاو ته رسېدلي دي.

په دغو سیالیو کې یو لړ ځوان لوبغاړي لوبېږي، دغه لوبې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي او د کونړ ولایت په کونړ لوبغالي کې پیل شوي دي.

د دغو سیالیو لوبېدونکې لوبډلې، له کونړ، کابل، خوست، کندهار او کندوز لوبډلو څخه عبارت دي.

لومړۍ لوبه کې کابل لوبډله د خوست لوبډلې پر وړاندې د فبروري په ۱۵ مه نېټه په غازي امان الله خان لوبغالي کې مخ شوه، کابل په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د نثار وحدت د ۲۶۲ منډو په مرسته ۴۹۸ منډې وکړې.
نعمت الله د خوست لوبډلې لپاره درې وېکټې واخېستې.

خوست لوبډلې یو ځل د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د یوسف شاه د ۵۷ منډو پرمټ ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

خوست بیا هم توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې دا ځل د ۶ وېکټو په نقصان سره ۲۸۰ منډې وکړې او د لوبې ورځې تمامې شوې، لومړۍ لوبه د خوست او کابل ترمنځ مساوي شوه او د لوبې غوره لوبغاړی نثار وحدت اعلان شو، هغه په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د خوست درې وېکټې وغورځولې.

دوهمه لوبه
دوهمه لوبه د کونړ او کندهار ترمنځ په کونړ ولایت کې ترسره شوه، کونړ یو ځل توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره د حنیف کونړي د ۲۰۰ ناسوځېدلو منډو او د اعجاز الحق د ۱۵۳ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۴۴۳ منډې وکړې.
رحیم الله سهاک درې وېکټې واخېستې.

لومړی ځل د کندهار ټولې وېکټې په ۱۲۰ منډو ولوېدې، محبت مومند د کندهار پنځه لوبغاړي وسوځول.
کندهار دوهم ځل لپاره د یوې وېکټې په لوېدو سره سل منډې وکړې او د وخت په پوره کېدو سره لوبه مساوي شوه.
د لوبې غوره لوبغاړی حنیف کونړی ونومول شو.

دریمه لوبه
دریمه لوبه د کابل او کندوز لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې وشوه، دا لوبه هم د وخت د پای ته رسېدو له امله مساوي شوه، د کندوز لپاره حیات الله ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم حیات الله اعلان شو.
دا لوبه د فبروري په ۲۰ مه نېټه پیل شوې وه او په ۲۲ مه نېټه پای ته ورسېده.

څلورمه لوبه
څلورمه لوبه د خوست او کونړ ترمنځ په کونړ ولایت کې د باران له امله لغوه شوه او هیڅ ترسره نه شوه.

پنځمه لوبه د کندوز او خوست ترمنځ مساوي شوه، شپږمه لوبه د کندهار او کابل ترمنځ مساوي شوه.

اوومه لوبه د کونړ او کابل ترمنځ مساوي شوه او اتمه لوبه بیا کندهار او کندوز ترمنځ د باران له امله هیڅ ترسره نه شوه.

نن د پنجشنبې په ورځ ۹ مه لوبه د کندهار او خوست ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیلېږي، دا لوبه سهار ۹ بجې شروع شوې، ګټونکې لوبډله یې پایلوبې ته رسېږي.

او لسمه لوبه نن سهار ۹ بجې کونړ او کندوز ولایتونه کونړ کې ترسره کوي.

ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته ځي.

د دې لوبو پایلوبه د مارچ په ۱۲ مه نېټه د سه شنبې په ورځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي، پایلوبه د سهار په ۹ بجو پېلېږي.

په دې سیالیوکې د پایلوبې په ګډون ټولې یوولس لوبې شاملې وې، چې د اته لوبو وخت یې تمام شوی او پاتې لوبو کې یې دوه روانې او پایلوبه یې هم ترسره کېږي.

تر دې وړاندې دوه ورځنۍ ولایتي لوبې ترسره شوې، چې ننګرهار په هغو لوبو کې بیرون شوی و او له مخکښو لوبډلو یې اوسنۍ پنځه لوبډلې ولوبېدې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي