خواړه روغه سټه

څېړنه: شيدې او مرخيړي د شکرې ناروغۍ مخنیوی کوي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

څیړونو موندلې چې شېدې او مرخيړي (سمارق) شکرې ناروغۍ په مخنيوي کې مهم رول لري.

شيدې او مرخيړي په وينه کې د شکري اندازه با انډوله ساتي او په دې توګه د شکر او نورو ناروغيو مخه نيسي.

دا خبره د امريکا متحدو ايالاتو د پينسلوانيا پوهنتون څيړونکو څیړنو کې موندلې. څيړونکو په بدن کې پر ګلوکوز يا شکرې د مرخيړو اغير مطالعه کړی.

څیړونکي وايي؛ مرخیړي په خپل جوړښت کې بروبيوتک دي. بروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کېږي چې په کولمو کې موجود ګټور باکترياوې له منځه نه وړي، بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي.

مرخېړي ښه او ګټور خواړه دي، خو پام کوئ چې زهرلرونکي او وژونکي ډولونه یې هم شتون لري.

مرخېړي دB ويټامينو او منرالو ښه منبع ده. معمولا د سلاتې سره خام خوړل کیږي، خو ځيني خلک یې د غوښې په څير په سيخانو کې د کباب په توکه پخوي.

مرخیړي د شکرې ناروغۍ سربیره د وينې لوړ فشار او د زړه په ناروغيو اخته کسانو لپاره مناسبه غذا ګڼل کيږي.

پر موږکانو ترسره شوې يوې څيړنې ښودلې چې د سپينو مرخيړيو خوراک د دوی په کولمو کې د ځینو خاصو باکترياو پر وده مثبت اغیز کړی. دا باکترياوې بيا داسې مواد توليدوي چې په بدن کې د شکرې پر توليد اغیز لري.

روغتیاپالان له همدې امله په دې آند دي چې مرخیړي په تیره بيا هغو کسانو ته ګټه رسولی شي چې په ديابت يا شکر اخته دي.

خو نه يوازې دا چې مرخیړي د شکري مريضانو ته ګټه لري، بلکې شيدې هم د شکرې پر مقدار ښه اغیزه کوي، ځکه څوک چې سهار شيدې وڅښي ټوله ورځ یې په وينه کې د شکرې اندزاه ټيټه وي.

روغتیا پوهان وایي، شیدې د زیاتو ویټامینونو درلودونکې مایع ده چې د انسان صحت ته بې شمېره ګټې رسوي.

شیدې د ویټامین( اې )او ویټامین (ډي )تر څنګ د کلسیم او پروتین مهمه سرچینه بلل کیږي.

څيړونکو موندلې چې په شيدو کې ځيني ځانګړي پروتين په کولمو کې هارمون خارجوي چې دا هارمون بيا د هضم پروسه سستوي چې پايله یې د موړوالي احساس رامنځته کیږي، یعني انسان تر ډیره د لوږې احساس نه کوي.

څيړونونکي د شکرې ناروغۍ د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي، چې د سهار د ناشتې پر وخت د شيدو څښل ډېر مهم دي، څو د نشایستې هضميدل ډير وخت ونيسي او په دې توګه په وينه کې د شکرې کچه ټيټه وساتله شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي