کلتور او هنر

مایکل جیکسن هغه سندرغاړی چې د مرګ خبر یې ګوګل د څو دقیقو لپاره بند کړ

د شمس الرحمن هاشمي لیکنه

په اوسني دور کې په نړۍ کې لا هم په میلینونو وګړي شته چې د لوږې او بې چارۍ سختې ورځي شپې سبا کوي؛ خو بل لور ته بيا داسې خلک هم شته چې پس له مرګه هم په میلونونو روپۍ ګټي او په دې خبره کې هیڅ شک او شبه نشته چې له مرګ نه وروسته د دنیا دولت او اسباب په دنیا کې پاتې کيږي او انسان بلې دنیا ته يوازې او يوازې خپل اعمال له ځانه سره وړي.

نن تاسو سره زه د یو داسې شخصیت په اړه مالومات شریکوم، کوم ته چې د پاپ موسیقۍ (Pop Music) بادشاه هم ویل کیږي، نوموړی اته کاله کیږي مړ شوی خو له مرګ نه وروسته یې هم په تیرو څو کلونو کې میلونونه ډالر ګټلي دي.

مايکل جيکسن په ۱۹۵۸ زيږديز کال د اګست په ۲۹ مه نېټه د امريکا په انډينا ايالت کې زېږېدلی دی، مایکل جیکسن ته امریکايي سندرغاړی، پروډوسر، ایکټر او ډانسر هم ویلی کیږي.

مایکل جیکسن په نړۍ کې د ګوتو په شمیر هغو شخصیتونو په کتار کې راځي چې په ډیره کمه موده کې یې نوم او شهرت ترلاسه کړ.

مایکل جیکسن داسې یو له کمال نه ډک سندرغاړی و چې ددنیا هر ګوټ کې د هغه سندرې په شوق سره اوریدل کیږي. د نوموړې ژوند له لوړو ژورو ډک و.

مایکل جیکسن یو غریبې او تورپوستي کورنۍ کې زیږیدلی و. د هغه په اړه ویل کیږي چې له پيل څخه یې له تور رنګ څخه کرکه کوله، کله به ېې هم چې په هينداره کې خپل مخ ته کتل ؛ نو ځان ته به ېې بد رد ویل.

په وړوکوالي کې مایکل جیکسن یو نجومي ته خپل لاس ورښکاره کړ هغه ورته وویل چې ته به ټول ټال اویا کاله عمر ولرې ؛ خو مایکل جیکسن هغه ته ډیر ستغ ځواب ورکړ او ورته يې وویل چی زه به تر ۱۵۰ کاله پورې ژوندی اوسم.

مایکل جیکسن د یو تور پوستی پلار اووم زوی و او و ده په هغه وخت کې د خپلو وروڼوسره په ګډه د موسیقۍ یو وړوکې بانډ جوړکړ چې د اورګاډو په تم ځایونو او د کلیساګانو مخې ته یې سندرې ویلي او پیسې به یې ټولولې.

دوی په ۱۹۶۹ کې یو وړوکی د موسیقۍ البوم هم جوړ کړ چې کامیاب نه شو.

مایکل جکسن له خپلو وروڼو سره

مایکل جیکسن په ورونو کې تر ټولو کشر و او دهغه کار د دمبورې وهل و. دده د هغه پلار به په ده سخت تشدد کاو او هغه به ېې خپل شخصي نوکر ګاڼه، نو په همدې اساس هغه دخپلې کورنۍ څخه جلا شو.

نوموړې وروسته له یو بل امریکايي سندرغاړي سره په شریکه په 1978 کې یو د سندرو یو البم خپور کړې چې لس میلونه کاپیانی یې وپلورل شوې او له دې سره هغه د موسیقۍ د نړۍ یو لوی ستوری شو.

د قسمت او دولت دواړه لارې ورباندې راخلاصې شوې او په کمو ورځو کې یو لوی سلیبریټي بدل شو.

د هغه دغه کامیابي په غرور او تکبر بدله شوله ، او هماغه وخت و چې ده نجومی ته د ۱۵۰ کاله ژوندي پاته کیدو ننګونه ورکړې وه.

مایکل جیکسن له څلور شیانو سخت نفرت درلود، د خپل تور رنګ څخه هغه غوښتل چې د سپینو او سرو خلکو غوندې ولیدل شي. هغه د ګمنامۍ څخه ډیر نفرت درلود هغه غوښتل چې د دنیا شهرت لرونکی انسان وپیژندل شي. هغه د خپل تیر وخت څخه نفر ت و او غوښتل ېې چې هغه له یاده وباسي، همداسې هغه د عامو خلکو پشان ۶۰ او ۷۰ کالو عمر کې مړه کیدل نه خوښیدل او غوښتل ېې چې تر یو نیم سلو کالو پورې ژوند وکړي.

مایکل جیکسن په ۱۹۸۲ کال کې خپل دوهم البوم (Thriller) خپور کړ دغه البوم په نړۍ کې تر ټولو زیات پلورونکی البوم و فقط په یو میاشت کې ددې البوم شپږ نیم کروړه کاپیانې وپلورل شولې. او نړیوالو ریکارډونو کتاب کې تر ټولو زیات پلورل شوی البم ثبت شو.

مایکل جیکسن اوس د ګمنامۍ څخه وتلی و نو هغه د خپل تور رنګ د بدلولو نیت وکړ. هغه د اروپا او امریکا د ډاکټرانو په وسیله په درجنونو پلاسټیکی جراحيانې وکړلې تر دې چې ۱۹۷۸ کې د مایکل جیکسن شکل او صورت او حرکات په بشپړه توګه بدل شول او هغه له یو تورپوستي څخه په یو سپین پوستې بدل شو.

هغه په ۱۹۷۸ کې د (BAD) په نوم یو بل البوم ریلیز کړ دا د بدل شوي مایکل جیکسن لومړنی البوم و چې درې کروړه کاپیانې ېې وپلورل شولې، پس له هغې ده د لوی لویو هیوادونو او ښارونو ته د کنسرټونو لپاره سفرونه پیل کړل چې په دې سره ېې په میلونونو ډالر لاسته راوړل .

مایکل جیکسن په نړۍ کې داسې محبوبیت تر لاسه کړ چې په کوم ځای کې به د خپله کارکردګي ښودله نو هلته به خلکو خپل سرونه له دیوالونو سره وهل اوماتول به ېې او یا به ېې ځانونو ته اور اچاوه.

همدغه وجه وه چې په کوم ځای کې به دده کنسرټونه جوړیدل هلته به خامخا امبولانسونه او د وروژنې عمله موجوده وه.

ویل کیږي چې مایکل جکسن له خپلې ماضي څخه کرکه درلوده او ددې لپاره هغه د خپلې کورنۍ سره هر قسم روابط ختم کړل، هغه په کرایه باندې سپین پوستي مور او پلار هم واخیستل، خپل پخواني دوستانو سره ېې اړیکې هم ختمې کړلی او د لازیات شهرت لپاره یې نامتو امریکايي پاپ سندرغاړې لیزا ماري پریسلې سره واده وکړ. اوس نوبت د زیات عمر لپاره د ژوند کول و چې هغه غوښتل د ۱۵۰ کالو پورې ژوند وکړي.

مایکل جیکسن د زیات عمر حاصلولو لپاره په زړه پورې حرکتونه کول د شپې به اکسیجن لرونکې خیمه کې ویده کیده هغه د جراثیم او مکروب نه ژغورنې لپاره دستانې په لاس خلکو سره مخ کیده هغه به خلکو ته په ورتګ سره په خپله خوله ماسک اچولو، هغه به یو مخصوص خوراک کاوه او احتیاطاً یې څو ډاکتران درلودل چې په ورځنۍ توګه به یې دده روغتیا څارله.

ورځنی ورزش یې کاوه ، ده د خپل ځان لپاره د اضافه سږو، ګردو، زړه، جګر او سترګو بندوبست هم کړی و، دا ډونران ول چې منلې یې وه د اړتیا په وخت مایکل جکسن ته د خپل وجود اعضا ورکوي.

هغه اوس له زړه منلې وه دده زړه منلې وه چې هغه اوس ۱۵۰ کالو پورې ژوندی پاته کیدلی شي؛ خو بیا د ۲۵ جون ۲۰۰۹ شپه هم راغله چې نوموړې ته د په سا اخیستلو کې ستونزه پیدا شوه.

د نوموړې شخصي ډاکترانو د پرلپسې هڅو سربیره د هغه وضیعت کې بهبود رانغی او روغتون ته یوړل شو.

هغه شخص چې د یو نیم سل کالو ژوند کولو پلان ګذاري ېې کړې وه کوم چې به يبله پښې په زمکه نه ګرځیده، کوم کس چې به ېې چاسره روغبړ کولو نه مخکی دستنې په لاس کولې ، دکوم چا په کور کې چې به د جراثیم کش دواګانې شیندل کیدلی او کوم چا چې تر ۲۵کالو پورې داسې خوراک نه وي کړی چې ډاکټر منع کړی وي ، نو هغه شخص د ۵۰ کالو په عمر فقط ۳۰ دقیقو کې ساه ورکړله.

د مایکل جیکسن د مرګ خبر په ګوګل باندې په لس دقیقو کې اته لکه خلکو و پلټه چې دا دګوګل سرچ یو تاریخي ریکارډ و، او په دومره زیات لټون د ګوګل ویبپاڼې د څه وخت لپاره کار پرېښود، او اړه شول چې پنځه ویشت دقیقې وروسته له خلکو بښنه وغواړي.

د مایکل جکسن د مړینې علت لا هم څرګند نه دی خو د نوموړې پر جسد شوې طبې معاینې ښيي چې ښايي ډیر دده د ژوند عجیبه غریبه بڼه او د درد د درملو ډیر کارول یې د مرک سبب شوې وي.

مایکل جکسن د ژوند په وروستیو کې د ماشومانو د جنسي ځورونو په تورونو هم تورن و.

د نوموړې په اړه دا هم ویل کیدل چې ګوندې د ژوند په وروستیو کې مسلمان شوی خو داسې کوم کره او باوري ثبوت نه شته چې دا خبره تایید شي.