بریتانیا: که افغان حکومت مات شي میلونه کډوال به اروپا ته راشي

د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون وايي، که چیرې په افغانستان کې د لویدیځ ملاتړ لرونکی نظام ونړیږي میلونونه ځوان افغانان به لکه سیل اروپا ته ورمات شي.

فالون د مونشن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل” که د افغانستان حکومت ونړیږي د څلورو میلونو په شا او خوا کې افغانان به اروپا ته کډه شي چې له ځان سره به دغلته د ترهګرۍ خطر هم یوسي.“

د بریتانیا د دفاع وزیر د ناټو پر غړیو ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه دې سرتیري نه باسې کنه ناوړه اغیزې به یې په مستقیمه توګه پر اروپايي هیوادونو پریوزي.

هغه وویل” که چیرې دا هیواد ( حکومت) ونړیږي موږ به یې په ډیره مستقیمه توګه عواقب احساس کړو. د درې میلونو څخه تر څلور میلونو پورې ځوان افغانان به خپلي کلي پریږدي او لویدیځ ته به د کډه کیدو هڅه وکړي.“

نوموړې د بریتانیا د وسلوالو ځواکونو د وزیر مایک پینینک هغه خبرې تکرار کړې چې بریتانوي ځواکونه ښايي بیا افغانستان ته واستول شي.

مایک پینینګ د فیبرورۍ په لسمه نیټه ویلي وو ” موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو چې له یو داسې وضیعت سره په یوازې ځان مقابله وکړي چې موږ تر دوی په لس چنده زیاتو سرتیرو او وسایلو ورسره مقاومت کاوه. “

نوموړې اونۍ مخکې د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمیټې ته وویل، موږ افغانستان کې سرتیري نه کموو بلکې ددې امکان شته چې زیات یې کړو.

پینینګ چې د افغانستان څخه له یو سفیر راستون شوی و دا خبرې هلته د خپلو ارزونو پر بنسټ کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */