افغانستان سیاست سیمه

نواز شريف دې تاريخ ولولي

اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي او سوځېدلي ته سپينې مستې هم سرې کروټې ښکاري.

له څو ورځو راهيسې د پاکستانيانو ستوری پر چپه خوا څرخېدلی دی، يو په بل پسې چاودنې، بريدونه، ځانمرګي او د ناامنيو بېلابېلې پېښې دي چې د پاکستانيانو خوب يې تښتولی دی.

دا به مو اورېدلي وي چې جګړې د سلګونو او زرګونو کالو متمدن ولس په ورځو او مياشتو کې د حماقت اوج ته رسوي، خو دا بيا اوس د پاکستانيانو حالت ته په کتو، په خپلو سترګو ووينئ چې ناامنۍ نه يوازې حافظه خرابوي، بلکې ذهني توازن هم له منځه وړي، ناامنيو ځپلی انسان په يوه وخت دوه ضد و تقيض خبرې کوي.

په پاکستان کې په وروستيو ورځو کې د ناامنيو تر هرې پېښې وروسته چارواکيو تور لګولی چې دا د افغانستان له لاسه، لارې يې بندې کړې، دروازې يې وتړلې، هلته يې پښتانه وځپل، خو په دې هر څه سربېره، بيا هم چاودنې په درز کې روانې دي.

دا وړمه ورځ د لاهور په ډيفينس او ګلبرګ سيمو کې دوه زوروې چاودنې وشوې، پاکستانيانو بيا د معمول مطابق لاس د افغانستان پر لمن پاک کړل، له هغه وروسته پاکستانۍ رسنۍ راپورونه خپروي چې پاکستاني عسکرو ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر څو نفرو ډزې کړې دي او د لاهور د حملې ماسټرماينډ يې وژلی.
دوی وايي، دغه کس د جماعت الاحرار غړی و، په افغانستان کې اوسېده او د لاهور بريدونه يې پلان کړي وو. بيا پسې وايي چې ترهګر په افغانستان کې دي او له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه کوي.

په عين حال پاکستانۍ رسنۍ د پنجاب د قانون د وزير رانا ثناوالله له قوله راپور خپروي چې د لاهور چاودنې ټروريسټي پېښې نه وې، بلکې د ګازو د ډبو او جنراټورونو چاودنې وې.

نو چې چاودنې پلان شوې ټروريسټي پېښې نه وې، ماسټرماينډ يې له کومه شو، په کوم دليل يې سړی وواژه او په کومو سترګو پاکستانيان وايي چې دغه پېښې په افغانستان کې مېشتو؟ ترهګرو پلان کړې وې؟

هلته بيا د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پنجشنبې په ماښام له ترکي صدراعظم بن علي يلدریم سره تر ليدو وروسته په انقره کې رسنيو ته خوله پرانيستې او د افغانستان له پښو يې خاورې ايستل پيل کړي دي.

د پاکستان د پوځ تر لوی درستيز وروسته، اوس دا دی د هغه هېواد د ملکي حکومت مشر هم تور پورې کړ چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

ښاغلي شريف ويلي؛

“موږ غواړو چې په افغانستان کې قراري وي، موږ غواړو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد و نه کارول شي، موږ غواړو په افغانستان کې چې کومې ترهګرې ډلې يا ترهګر دي هغوى له هغې خاورې په استفادې پر پاکستان بريد و نه کړي، خو له بده مرغه داسې کېږي او موږ په دې اړه افغان حکومت ته شکايت کړى، زه ډاډمن يم چې هغوى به يې ضرور محاسبه وکړي او مخه به يې ونيسي.”

بيا هماغه خبره چې غل مه نيسه، غل به تا ونيسي. د کوټې شورا چېرې ده، اسامه چېرته ووژل شو، پر ملا منصور په کوم ځای کې بريد وشو؟ ملا بردار يې چېرې ونيو، هغه ټول پرېږده دا اوس اوس د طالبان مير هبة الله خان چېرې ناست دی؟
په سترګو کې خاورې اچول هم حد لري. پاکستانيانو ځانونه غول اچولي دي، ناامنۍ او ځانمرګي دومره هم د چا ماغزه نه خرابوي، لکه نواز شريف چې تمثيل کوي. دا بې‌خونده تمثيل اوس د اوور ايکټينګ تر کچې هم واوښت.

نواز شريف به تاريخ نه وي لوستی، يا به ټنبل و، لوستی سبق به يې هېر وي، پاکستان په خپل شپېته کلن عمر کې دوه واره له هند سره مخامخ ښکرونه اړم کړل.

سره له دې چې پاکستان له زېږېدو سره سم د افغانستان پر ضد منافقت پيل کړ، خو د دغو دواړو جګړو پر مهال چې پاکستاني عسکر به پر وهاګه ورټول شول، افغان حکومت به پاکستان ته حال ولېږه چې دوستي او دښمني پر خپل ځای، د پاکستانيانو رزالت او منافقت پر خپل ځای، خو افغانان په بده ورځ پر دښمن بريد نه کوي.

هر وار پاکستانيانو ته وويل شول چې خپلې جګړې او سيالۍ په بې‌غمۍ وکړي، زموږ له شره خلاص دي، موږ د جګړې اصول لرو، پر دښمن په بده ورځ وار نه کوو، زموږ دښمني زر کلنه شي، خو اصول په‌کې نه ماتېږي.

نواز شريف خانه! هغه مهال چې ته تر اوس ډېر کمزوری وې او موږ تر اوس ډېر زورور، هغه مهال چې ستا کنډوکپر پوځ به لکه کوړيکې چرګې د جګړې په هر ميدان کې لسګونه لسګونه زره دښمن ته تسليمېدل او موږ د سيمې زورور وو. هغه مهال چې ستا وهل، ستا ماتول، ستا د هېواد نړول او خپله خاوره تر لاسه کول راته نسوار نه ښکارېدل، موږ درباندې لاس پورته نه کړ، زموږ خاوره دې پر ضد چا و نه کارولای شوای، اوس څنګه له موږ د وېرې احساس کوې؟

مالومه خبره دا ده چې غله ته د خپلې ږيرې وېښتان خس ښکاري. هر چا ته د ځان په هېنداره کې ګوري.

د دې پر ځای چې پاکستانی حکومت تور ولګوي، بايد خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړي، بېړۍ په نيت چلېږي، کوږ بار تر منزله نه رسېږي، پاکستان که خپله بقا غواړي، ملتونه په منافقت نه پايي. دا اوسنۍ پېښې دې عبرت کړي او رزالت ته دې شا واړوي.

موږ تر ملګرتيا هم د دښمنۍ له‌پاره لا ډېر او قوي اصول لرو، موږ دې څوک نه مجبوره کوي چې لاس پورته کړو، موږ چې تنګ شو، بيا جنګ هم کوو، موږ دې څوک دېوال ته نه دروي، که نه بيا به يې خپل اوسني وېروونکي خوبونه ټول رښتيا شوي وي.

نواز شريف دې تاريخ ولولي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */