ټولنیز ژوند له نړۍ

میا خلیفه: په ماضي مې پيښمانه یم؛ ټوله ګټه يې یواځې ۱۲ زره ډالره وه

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د بربنډو فلمونو پخوانۍ لوبغاړې میا خیلفه وايي، په ماضي باندې ویاړ نه کوي، او اوس هم ځان ته په ګرانه قناعت ورکوي.

په یوه تازه مرکه کې چې میا خلیفه په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، ویلي، خلک به فکر کوي، چې په بربنډو فلمونو کې ډیرې پیسې دي؛ اما هغې یواځې ۱۲ زره ډالر وګټل او نور يې یوه پیسه هم په سترګو ونه لیده.

میا خلیفه د ۲۰۱۴ کال په اخر کې د لوڅو فلمونو برخې ته راغله او درې میاشتې وروسته يې بیرته پریښوده؛ خو په دومره کمه موده کې هم د لوڅو فلمونو د لوبغاړو د نوملړ په سر کې ځای ونیوه.

میا خلیفه چې تر دې وړاندې يې د خپلې ماضي په اړه هیڅ خبرې نه وې کړې، په تازه مرکه کې ویلي، چې پورن سینما ته د نجونو ورتګ او هلته کار کول یو ډول قانوني دام (لومه) ده، چې بې څوکه میرمنې پکې نښلي.

هغه وايي:

“ما ته تر هغې په (پورن) کې کار کول، یو ډول جعلي ښکاریده، تر هغې چې فلم مې جوړ کړ. ما فکر نه کاوه چې دومره دې خبره رسوا شي. ما لومړی پورن فلم په حجاب کې جوړ کړ او هغه په ټوله نړۍ کې ډیر مشهور او خور شو. بیا نو شاتګ نه کیده؛ په بله اوونۍ کې مې بله ویډو جوړه کړه او همداسې يې دوام وکړ.”

میا خیلفه وايي، د خپل کار له امله ورته د مرګ ګواښونه شوي او داعش يې د وژلو هوډ کړی. هغه وايي:

“داعش د ګوګل نقشې په مخ زما د اپارتمان عکسونه راته ولیږل او راته وویل، چې ځای دې رامعلوم دی. بیا زه دوه اوونۍ په یو هوټل کې اووسیدم. داعش زما عکسونه فوټاشاپ کړي ول او راته يې ولیږل چې پکې يې زما سر پری کړی و.”

خلیفه وايي، خلک ورپسې بد رد وايي او سپک پیغامونه ورته لیږي؛ خو په ټکو يې د بې اهمیته خبرو په  کیسه کې نه ده.

میا زیاتوي، په خپل ماضي افتخار نه کوي او نه هم ورته د منلو وړ ده؛ خو چاره يې نشته او اوس هم ځان ته په هاغه او دغه قناعت ورکوي.

میا خلیفه وايي، هیڅ یوه اداره ورته کار نه ورکوي او ټول خلک د هغې د ماضي له امله له هغې سره ښه چلند نه کوي. نوموړې زیاتوي، یواځې نامزاد يې د هغې د هر کار ستاینه کوي.

د یادونې ده، چې میا خلیفه څو میاشتې وړاندې د خپل پخواني ملګري روبیرټ سنډبرګ سره کوژده وکړه. د میا خلیفه نامزاد د ډنمارک دی او یو مسلکي او مشهور اشپز دی.

میا خلیفه ۲۶ کلنه ده او د لبنان په بیروت کې زیږیدلې. هغه په ۲۰۱۱ کې امریکا ته ولاړه او د ۲۰۱۴ کال په اخر کې پورن فلمونو ته راغله؛ نوموړې د ۲۰۱۵ کال په سر کې بیرته پورن فلمونه پریښود؛ خو هغه په دریو میاشتو کې د پورن سټار د نوملړ په لومړۍ درجه کې راغله.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین