سپورټ فوټبال نړۍ

لیونل میسي د ډیرو ګولونو وهلو ریکارډ جوړ کړ

د ارجنټاین تکړه فوټبال لوبغاړي لیونل میسي د جنوري په ۱۳ مه نېټه خپل ګولونه ۴ سوو ته ورسول او د نړۍ په کچه لومړی فوټبال لوبغاړی شو، چې ۴۰۰ ګولونه کوي.

هغه د نړۍ په کچه په لیګونو کې ۴۳۵ لوبې کړي، چې په دغو لوبو کې یې ۴ سوه ګولونه پوره کړل.
لیونل میسي د هسپانیا په لالیګا فوټبال لیګ کې د بارسلونا لوبډلې په ګټه لوبېږي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۳ مه نېټه د اېبر لوبډلې پر وړاندې د لوبې دوهم ګول وواهه او په دې ډول یې خپل ګولونه له ۳۹۹ څخه ۴ سوو ته ورسول.

اېبر لوبډلې په دې لوبه کې له بارسلونا لوبډلې څخه درې د صفر ګولونو پر وړاندې ماته وخوړه.

د لالیګا لیګ د شل لوبډلو په ګډون پیل شوی دی، چې بارسلونا لوبډله د نومرو به جدول کې لومړی مقام لري.

د لالیګا لیګ د ۲۰۱۸ م کال د اګسټ په ۱۷ مه نېټه پیل شوی دی، دغه لیګ د ۲۰۱۹ م کال د می تر ۱۹ مې نېټې پورې دوام کوي.

په دغه لیګ کې ټولې ۱۷۹ لوبې کېږي.

د هسپانیا لیګ او لوبډلې یې
بارسلونا، اټلیکو ماډرېډ، سېویلا، ریئل ماډرېډ، الافز، ګېټېف، بېټېس، جېرونا، اېسپانول، ولېنسیا، لېوانټ، ريئل سوسیاډېډ، لېګېنز، ولاډولېډ، بېلباو، اېبر، سېلټا وېګو، ولېکانو، وېل ريئل او هوېسکا لوبډلې لوبېږي.

میسي چې د نړۍ په کچه خورا مشهور او پیاوړی لوبغاړی دی، د نړۍ په کچه لیګونو کې د فوټبال لوبې کوي او په بدل کې یې میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

سږ کال نوموړی له ټولو فوټبال لوبغاړو څخه په ګولونوکې مخکښ شو او په ټولو سوداګریزو فوټبال لیګونوکې یې په ۴۳۵ لوبوکې ۴۰۰ ګولونه پوره کړل، چې تر اوسه د ده انډول او سیال پُرتګالي رونالډو هم نه ۴۰۹ ګولونه کړي.

د لیونل میسي پېژندنه
د لیونل میسي بشپړ نوم لیونل انډرېس میسي کوکسېټېني دی، چې په ۱۹۸۷ م کال کې د جون په ۲۴ مه نېټه ارجنټاین کې زېږېدلی دی او اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري.

ارجنټاین په جنوبي امریکا کې موقیعت لري او میسي هم په ارجنټاین هېواد کې زېږېدلی دی.

په اروپا کې پنځه ستر لیګونه ترسره کېږي، چې په جرمني، فرانسه، هسپانیا، انګلستان او بیلجیم کې ترسره کېږي.

میسي او د هغه مېرمن انټونېلا رکوزو

په دغو پنځه سترو لیګونو کې میسي لوبېدلی او دغه ۴۰۰ ګولونه یې پکې وهلي دي.

میسي په ۲۰۰۵ م کال کې د هسپانیا په فوټبال کې په ۲۰۰۵ م کال کې د الباسېټ لوبډلې پر وړاندې د لیګ لومړی ګول وواهه، دا مهال میسي ۱۷ کاله عمر درلوده.

لیونل میسي ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې یو ځوان لوبغاړی و او دومره مشهور نه و، خو په ۲۰۰۱ م کال کې له بارسلونا لوبډلې سره یو ځای شو او تر اوسه پورې ورسره لوبېږي.

د دې سربېره هغه لومړیو د ارجنټاین له نولس کلنو فوټبال لوبډلې سره لوبېده او له دې وروسته یې ملي لوبډلې ته لار وموندله.

لیونل میسي واده کړی ؛ د نوموړي مېرمن انټونېلا رکوزو نومېږي، چې یوه موډله ده.

دواړو په ۲۰۱۷ م کال جون میاشت کې واده وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي