سپورټ فوټبال

لیونل میسي د ۲۰۱۸ کال غوره ګول وهونکی ونومول شو

د فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړی لیونل میسي د ۲۰۱۸ کال د فوټپال غوره ګول وهوونکی ونومول شو.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو فوټبالرانو زیات ګولونه ووهل او د غوره ګول وهونکي لقب یې واخیست.

د (ورزش سه) ویبپاڼې د رپوټ له مخې لیونل میسي په دغه کال کې ټول ۵۱ ګولونه وهلي او خپل سیالان یې شاته کړي دي، د رپوټ له مخې میسي ۵۱ ګولونه ټول د بارسلونا او ارجیټاین په ګټه وهلي دي.

د معلوماتو له مخې، نوموړي په دې ګولونو کې ۴۷ ګولونه د خپلې لیګ لوبډلې بارسلونه او پاتې څلور یې د خپلې ملي لوبډلې ارجنټاین په ګټه وهلي، میسي ۴۷ ګلونه د بارسا لپاره په ۴۸ سیالیو کې په خپل نوم ثبت کړي.

که په اوسط ډول سره ولیدل شي نو لیونل په هرو ۸۲ دقیقو کې یو ګول وهلی، نوموړي خپل وروستی ګول د سلتا په خلاف ترسره کړ او ورسره په ۲۰۱۸ کال کې د ګولونو دروازه بنده شوه.

له میسي وروسته د نوموړي نژدې سیال رونالډو دی چې په ټوله کې ۴۹ ګولونه وهلي دي، نوموړي نن سیالي لرله او فکر کېده چې ممکن د کال غوره ګول وهونکی شي خو په پرون ورځ سیالۍ کې رونالډو د دوو ګولونو په وهلو سره خپل ټول مجموعي ګولونه ۴۹ ته ورسول، خو د غوره ګول وهونکي مقام یې له لاسه ورکړ.

د یادولو ده چې میسي او رونالډو دواړو د راتلوونکي نړیوال جام تر لوبو وروسته پرېکړه کړې چې هر ډول دوستانه او د خپل هېواد په ګټه به له لوبو کولو سره مخه ښه کوي.

تر میسي او رونالډو وروسته محمد صلاح او لواندوفسکي د ۴۳ ګولونو په وهلو سره په ترتیب دریم او څلورم ځایونه لري خو صلاح د ۲۰۱۸ کال د پای ته رسېدو وړاندې یوه سیالۍ د ارسنال سره لري چې ممکن ځان تر رونالډو او حتی تر لیونل میسي ورسوي.

میسي د ۲۰۱۰ کال راهیسې اته ځله توانېدلی چې تر ۵۰ زیات ګولونه ولوبوي او تر ټولولو غوره ګول وهنه ریکارډ یې هم په ۲۰۱۲ کال کې ده چې په دغه کال کې یې ټول ۹۱ ته شمېر رسولی و.

مګر رونالډو کال ۲۰۱۱ راهیسي د لومړي ځل لپاره ونه توانېد چې په دغه کال کې خپل ګولونه تر ۵۰ ورسوي، دغه فوټبالر غوره ریکارډ د ۲۰۱۳ کال دی چې په کې یې ۶۹ ګولونه وهلي وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی