سپورټ فوټبال

لیونل میسي په تېرو ۱۴ کلنو کي د خپل هیواد لپاره ۱۳ ګولونه لګولي.

نړیوال مشهور فوټبال لوبغاړی لیونل میسي د خپل هیواد ارجنټاین لپاره په تېرو ۲۴ کلنو او اوو جامونو کي ۱۳ ګولونه وهلي دي او یو جام یې هم خپلي لوبډلي ته نه دئ ګټلئ.

لیونل میسي د ۲۰۱۹م کال په کوپا امریکا سیالو کي هم ارجنټاین لوبډله مخکي نه بوتله او په نیمه پایلوبه کي یې د کوربه برازیل څخه ۲ پر صفر ماته وخوړه.

میسي په ۲۰۰۶، ۲۰۱۰، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ میلادي کلنو کي د ارجنټاین لپاره د فوټبال په نړیوال جام کي لوبېدلی دئ.

نوموړي په ۱۳ کلنو او ۴ نړیوالو جامونه کي د خپل هیواد لپاره فقط ۶ ګولونه وهلي دي.

همداراز میسي په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ عیسوي کلنو کي د کوپا امریکا جام سیالیو کي هم یو کپ خپلي لوبډلي ته نه دئ ګټلئ.

نوموړي په دې درو جامونو او ۱۶ لوبو کي ۷ ګولونه د ارجنټاین لپاره لګولي دي.

لیونل میسي ټول ټال دا ۱۳ ګولونه په ۳۵ لوبو کي لګولي وي، چي بلخوا د بارسلونا لپاره یې بیا له تېر ۲۰۱۵ کال راهسي ۲۵۴ ګولونه وهلي دي.

نوموړي دا ۲۵۴ ګولونه د بارسلونا لپاره په اتو لویو جامونو کي وهلي دي.

لیونل میسي اوس مهال د نړۍ دوهم پیاوړی فوټبالر بلل کیږي.

نوموړي تر دې مهال ۳۰ نړیوالي او کورنۍ جایزې او جامونه ګټلي دي، چي د رونالډو په پرتله ۴ جایزې ډېري لري.

نوموړي په ۱۹۸۷ عیسوي کال په ارجنټاین کي وزېږېدئ، چي اوسمهال ۳۲ کلن دئ، واده یې کړی او درې اولادونه لري.

د میسي کلنی معاش له تېر ۲۰۱۶م میلادي کال راهسي ۴۰ میلیونه یورو دئ.

لیونل میسي لسم نمبر لباس د خپل هیواد او بارسلونا هسپانوي کلب لپاره په تن کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.