سپورټ فوټبال

لیونل میسي ۶۰۰ ګوله، لېورپول ته په ماتي ورکولو پوره کړل

اعلان

تېره شپه د اروپا د اتلانو لیګ د تګ پړاو په نیمه پایلوبه کي بارسلونا لوبډلي لېورپول کلب ته ۳ پر صفر ماته کړه.

د بارسلونا لپاره لومړی ګول لیوس سوارز په ۲۶ دقیقه کي وواهه او پاتي دوه ګولونه د يادي لوبډلي بریدګر لوبغاړي لیونل میسي په ۷۵ او ۸۲ دقیقو کي ووهل.

د لېورپول لوبډلي که څه هم د بارسلونا خلاف بهترینه لوبه وکړه، خو بیا یې هم د محمد صلاح په شتون کي ماته وخوړه.

ياده لوبه د تګ پړاو لوبه وه، چي د بارسلونا په کوربتوب په نیو کمپ لوبغالي کي ترسره سوه، د راتګ پړاو لوبه د لېورپول په کوربتوب د رواني می میاشتي پر ۷ نېټه ترسره کیږي.

په یاده لوبه کي لیونل میسي د بارسلونا کلب لپاره ۶۰۰ ګولونه او په نیو کمپ لوبغالي کي یې ۳۵۰ ګولونه پوره کړل.

د يادي لوبي لیدو ته ۹۸.۲۹۹ تنه تماشاچیان ورغلي وه، چي دا په دې فصل کي د دوی له پاره نوی ریکارډ سو.

په بل اړخ کي د ياد لیک پایلوبي ته د رسېدو لپاره بیا اجاکس و ټاټهانام ته په خپل کور کې ۱ پر صفر ماته ورکړې.

د دواړو لوبډلو د راتګ پړاو لوبه د اجاکس په کوربتوب د رواني می میاشتي پر ۸مه نېټه ترسره کیږي، چي پایلوبي ته د وتلو لپاره ټاتهانام باید ۲ پر صفر اجاکس مات کړي.

په یاد لیګ کي تردې دمه ۱۲ ګوله لیونل میسي وهلي، لومړی دی او دوهم لوبغاړی د اجاکس لوبډلي ډوسن ټا‌ډیک دی، چي ۹ ګولونه یې وهلي دي.

خو د ياد لیګ غوره لوبغاړي کریسټیانو رونالډو دی، چي خپله (جیونټوس) لوبډله یې نیمي پایلوبې ته د تګ څخه اجاکس لوبډلي راوګرځول.

اجاکس لوبډله پسله ډېره وخته وروسته د اروپا د اتلانو لیګ تر نیمه پایلوبو رارسېدلي او د ریال مایډریډ ترڅنګ یې نورو پیاوړو لوبډلو ته ماتي ورکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې