سیاست

جرمني له خپلو متحدینو څخه د روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل په خپلو اروپايي متحدینو غږ کړی، چې د داعش په وړاندې جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي.

د مونیخ په کلني کنفرانس کې میرمن میرکل وویل: د داعش په وړاندې جګړه جلا اړخ دی او په دې برخه زموږ ټولو ګټې خوندې دي.

کنفرانس ته د میرکل د وینا پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر میک پینس هم حاضر و.

لومړۍ وزیرې د ډونالډ ټرمپ په هغې پریکړې هم سخت انتقادونه وکړل، چې له مخې امریکا ته د ۷ اکثریت مسلمانو هیوادونو په وګړو د ورتګ بندیز لګیدلی دی.

میرکل زیاته کړه، چې اسلام خپله د ترهګرۍ سرچینه نه ده او غوره دا ده، چې دې هیوادونو ته هم د افراطیت په وړاندې په ګډه جګړه کې د یوځای کیدو موقع ورکړل شي.

سره له دې چې روسیه او امریکا په سوریه کې د داعش په وړاندې خوا په خوا جنګیږي، خو ددوې داوړ هیوادونو اړیکې لا هم ترینګلې دي.

ددوې د اړیکو د خرابیدو علت هم د امریکا له لورې په روسیه د یو شمیر بندیزونو لګول دي. امریکا وروسته له هغې په روسیې بندیزونه ولګول، چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې په کریمیا حمله وکړه او د خپل هیواد برخه يې وګرځوله. امریکا دا کار د نړیوالو اصولو څخه د روسیې ښکاره سرغړونه وبلله.

د متحده ایاالاتو او روسیې اړیکې لا پسې هله خړې پړې شوې، چې د امریکا د تیرکال په ولسمشریزو ټاکنو کې روسیه په لاس وهنه او سایبر حملو تورنه شوه. په روسیه تور دی، چې په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ لاس وهنه کړې ده. روسیې دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */