ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د مېلمستیاوو لګښتونه مو په دې ډول کم کړئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشیر درویش

په مېلمستیاوو کې موږ افغانان نوم لرو، مېلمستیاوې ښه شی دی، مخالفت یې نه دی په کار.

ځینې وایي: مېلمه د خدای دوست دی. په اسلامي لحاظ هم مېلمه ته قدرکول ښه دي او په انساني او ټولنیز لحاظ هم.

یو شمېر خلک بیا د مېلمستیاوو مخالفت کوي، وایي د کور ښځمنو ته سرخوږی جوړوي او زیات لګښتونه پرې راځي.

د مېلمستیاوو په برخه کې معقوله لاره همدا ده چې نه پکې افراط او نه تفریط وشي.

د مېلمستیاوو لوی مشکل چې تکلیف او تاوان دواړه پېښوي، په مېلمستیاوو کې تکلف او زیات مصرف دی.

دلته به هغه لارې چارې بحث کړو، چې مېلمستیاوې له دې ستونزو، په خاص ډول له زیاتو لګښتونو ژغوري.

یو بار مصرفه توکي مه اخلئ
ځینې د دې لپاره، چې په مېلمستیاوو کې ډېر عصري او سهولت خوښونکي ښکاره شي، یو بار مصرفه شیان اخلي.

په خاص ډول له هوټلونو څخه په دې توکیو کې خواړه راغواړي.

هوټلیان، سربېره پردې چې ډوډۍ درباندې په ګرانه پلوري، د یک بار مصرفه لوښو قیمت هم له اصلي بیې څخه څو چنده لوړه ټاکي.

خواړه د بخار په دېګ کې پاخه کړئ
د بخار دېګ کې پخلی د غوړیو د کم استعمال سبب کیږي او خواړه هم په ښه ډول پخوي.

کوښښ وکړئ، چې تیاریدونکي خواړه مو د بخار په دېګ کې برابر او پاخه کړئ.

قیمتي خواړه مه اخلئ
مېلمانه یوازې په قیمتي خوړو نه پالل کیږي. که فکر کوئ، چې خلک به یوازې تاسې نه قیمتي خواړه وغواړي، تېروتي یاست.

مېلمنو ته ډېرقیمتي خواړه پخول هغه ته د پردیتوب احساس ورکوي او هم یې ملکفوي، چې تاسې باید په متقابله مېلمستیا کې همدومره تکلف ورته وکړئ.

له مېلمنو او ملګرو سره ښه ده چې وار د مخه یې ذوق وپوښتئ. پردې هم فکر وکړئ، چې مېلمانه څو تنه دي او په څومره خوړو یې کار کیږي.

له حده زیات شیان پخول مېلمنو ته له هغوی هم لاره ورکوي، چې څه وخوري او څه پریږدي.

څو ډوله خواړه پاخه کړو؟
تر څه موده مخکې پورې دا دود و، چې خلکو به په مېلمستیاوو کې څو ډوله خواړه پخول. اوس دا دود په کمیدو دی، اکثره هغه خلک اوس ښه ښکاري چې لږ خو مناسب او با ذوقه خواړه پاخه کړي.

اوس دود دا دی، چې له دوو ډولونو څخه ډېر خواړه څوک نه پخوي.

تاسې هم که غواړئ مناسبه مېلمستیا ولرئ،تر دوو ډولونو ډېر خواړه مه پخوئ.

له غوښې څخه لږه استفاده وکړئ
ځينې په مېلمستیاوو کې یوازې د غوښې څلور پینځه ډوله خواړه پخوي، تاسې داسې مه کوئ.

ځکه غوښه په ټوله کې یو ډول خواړه دي، هم د نورو شیانو په پرتله قیمته دي، هم یې ذایقه یوه ده او هم یې څو ډوله پخول زیات وخت او امکانات ضایع کوي.

د دې لپاره، چې متوازنه مېلمستیا ولرئ، باید یو ډول غوښه په مناسب ډول پاخه کړئ.

پخلی خپله وکړئ
د هوټل په اړه مخکې وویل شول، چې خواړه یې نه په سهي مانا صحي دي، نه لکه چې څنګه غواړئ هغسې یې تیاروي او نه هغومره مناسب قیمت لري، چې ستاسې اقتصاد ونه ځپي.

د دې لپاره غوره ده، چې پخپل کور، دفتر یا بل دمه ځای کې خواړه خپله تیار کړئ، یا کوم ماهر ملګری مو پخلي ته دروغواړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي