سپورټ نړیوال کرکټ

ملبرن رینیګیډز او سډني سیکرز لوبډلې په برخلیک ټاکونکې سیالۍ کې مخ دي !

په اسټرالیا کې د بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ لوبو په روانه لړۍ کې نن دوه لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو پریکړه کونکې لوبې کې مخامخ دي.

 د هوبرټ هریکنز او ملبرن سټارز لوبډلو ترمنځ د لمړۍ نیمه پای لوبې وروسته نن په دویمه نیمه پای لوبه کې ملبرن رینیګیډز لوبډله د سډني سیکسرز خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي، چې ترې ګټونکې لوبډله د سږ کال بیګ باش سیالیو پای لوبې ته رسیږي.

 په لمړۍ نیمه پای لوبه کې ملبرن سټارز لوبډلې هوبرټ هریکنز ته په ماتې ورکولو سره پای لوبه کې ځای کره کړ، خو د نن ورځ دویمې سیالۍ کې بلې لوبډلې ته انتظار کیږي.

 د اسټرالیا د کورني کرکټ (BBL) بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو اتم پړاو لوبې د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د اسټرالیا په بریسبان کې پیل شوې، چې اوس مهال یې یواځې دوه نورې لوبې پاتې دي.

 هوبرټ هریکنز، ملبرن رینیګیډز، مبلرن سټارز او سډني سیکسرز لوبډلې نیمه پای لوبو ته ورسیدې، خو د تیر کال اتلې آډلایډ سټرایکرز په شمول بریسبان هیټ، پرت سکارتچرز او سډني تندرز لوبډلې په مسلسل ماتو له مخکې تګ څخه پاتې شوې.

 په ترسره شویو ۷ پړاونو کې ۳ ځل پرت سکارچرز او یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی