ټولنیز ژوند له نړۍ

جاپان د چورت وهلو خونې جوړوي

لیکنه: بشر درویش

چورت وهلو ته په افغانستان کې معمولاً خلک په ښه سترګه نه ګوري. په کورنیو کې هغه اولادونه رټل کیږي، چې کله چورت وهي.

داسې هم كیږي، چې ځينې خلک چورت وهونکي ریشخندوي یا یې رواني او عصبي ناروغان ګڼي.

د چورت وهلو شدت ممکن له دغو ناروغیو سره تړاو ولري، خو واقعیت دا دی چې چورت وهل له اندیښنو، رواني فشارونو او نارامیو سره ځینې توپيرونه لري.

له چورت وهلو د جاپانیانو تعبیر
جاپانیان، چې د نړۍ له مخکښو خلکو دي زموږ په شان چورت وهل نه یوازې ریشخندوي نه؛ بلکې په ښه سترګه ورته ګوري.

په تازه ګام کې د جاپان یو شمېر شرکتونو د خپلو کارکوونکو د روغتیایي وضعې د ښه والي لپاره د چورت وهلو د خونو د جوړولو خبر ورکړی.

دغو شرکتونو دا پریکړه تر هغې وروسته کړې، چې په یوشمېر څېړنو کې چورت وهل ګټور کار ثابت شوی.

ولې په ادارو کې چورت وهل؟
د جاپان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې جاپاني شرکتونو د چورت وهلو لپاره په ادارو کې د خونو جوړولو دلایل داسې بیان کړي.
ـ خصوصي ادارې ورځ تربلې د نویو مفکورو د لاسته راوړلو لپاره مجبور دي، چې آرامه ماحول ولري.
ـ د چورت وهلو خونې د شرکتونو د کارکوونکو وخت نه ضایع کوي، دوی آراموي او د خلاقیت یا نوښتونو لپاره غوره زمینه سازي ورته کوي.

د ټېکنالوژۍ بد اغېز
په وروستیو کې ټوله نړۍ په چټکۍ سره له نوې ټېکنالوژۍ ګټه اخیستل زیات کړي.
سمارټ فونونه د دې ټېکنالوژۍ له ترټولو زیاتو کاریدونکو وسایلو څخه دي.
دغو وسایلو که له یوې خوا د اړیکو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي، له بلې خوا یې د انسان بوختیا او ذهني نارامي زیاته کړې ده.
د څېړونکو په حواله نوې ټېکنالوژۍ د خلکو خوب او ارام کم کړی او سبب شوی، چې د ذهني نارامیو له وجې د ایډیاوو او خلاقیتونو د تولید سطحه را کمه شي.

د چورت وهلو د خونو جوړښت
د جاپان نکست بیت شرکت، چې پخپل دفتر کې یې د چورت وهلو لپاره دوه ډوله خونې جوړې کړي، چې یو ډول یې ښځینه کارکوونکو او بل نارینه وو ته ځانګړی دی.
په دغو خونو کې د شورماشور د مخنیوي دستګاه نصب شوې او ورته راتلونکي کارکوونکي کمپیوټر او سمارټ فونونه له ځان سره نه شي راوړلی.

د ورځې نیم ساعت چورت وهل
د شرکت د مدیره پلاوي یوه غړي امیکو سومیکاوا له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې د کاري ورځې نیم ساعت چورت وهلو ته ځانګړی او په نوبتي ډول دغې خونې ته لاړشي.

پر کارونو مثبتې اغېزې
د شرکت د بشري سرچینو مدیر ویلي، چې کارکوونکو یې په لومړیو ورځو کې د دغو خونو کارونې ته زیات زړه نه ښه کاوه، خو اوس یې د پایلو له محسوسولو سره علاقه مندي زیاته شوې او هره ورځ په لېوالتیا سره دغو خونو ته ورځي.
هغه د چورت وهلو د خونو تر جوړیدو وروسته پر خپلو دفتري کارونو د مثبتو اغېزو خبرهم ورکړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي