خوندیتوب روغه سټه

د شري ناروغي؛ داسې یې باید درملنه وکړئ

لیکنه: مریم شریفي

لیکنه: مریم محمدي

د شري ناروغۍ په اړه به مو ډېر له پخوا اوریدلي وي، خو په دې وروستيو کې د دې ناروغي د مخنیوي لپاره د واکیسن کمپاین پیل شوی، د واکسين دوو څاڅکي کولی شي، چې په تنکيو ماشومانو کې د مړينې مخنیوی وکړي.

۱- شری څه ډول ناروغي ده؟
داکټران وايي چې شرى يوه ساري او سخته ناروغي ده چې د يو ويروس له خوا رامنځته کيږي.

۲- د شري ناروغۍ نښې نښانې دا دي:
– د شري ناروغۍ لومړنى نښه له ډيرې مودې لپاره لوړه تبه ده، چې دا تبه څلور او يا اووه ورځې دوام مومي.‏

– له پوزې څخه د اوبو بهيدل، ټوخيدل، د سترګو سوروالى او اوبلن والى، د ‏غومبورو په منځ کې کوچني سپين بخارونه (ګرمکې) کيدلاى شي چې په لومړي پړاو کې وده وکړي.‏ تر څو ورځو وروسته ګرمکې معمولاً په مخ او د غاړې پر سر څرګنديږي.‏

– دا ګرمکې د ٣ ورځو په ترڅ کې پراختيا مومي او په پايله کې لاسونو او پښو ته رسيږي.‏ دغه ګرمکې ٥ يا ٦ ورځې دوام کوي او بيا له منځه ځي.‏ سخت شرى ډير په هغو ماشومانو کې رامنځته کيږي چې سمو خواړو ته لاسرسى نه لري.‏

۳- څنګه په شري اخته کیږو؟
د شري ناروغي يوه دېره سرايت كوونكي ويروسي ناروغي ده. په دې ډول چې په شري آخته ماشوم د پرنجي او يا ټوخي په وخت كې د خپلې خولې او پوزې د ترشحاتو سره په خپل چاپيريال كې ډير شمير ويروسونه خپروي.

په دې ناروغي هغه وخت نور کسان اخته کیږي چې دا څاڅکي تنفس کړي او يا هغه ځايونه باندې لاس ووهي چې دا څاڅکې ‏هلته خپاره شوي وي.‏

۴- د شري د ویروس د مخنیوي لپاره دا کارونه وکړئ
– د شري د سرايت دوره د ناروغۍ د لومړنۍ نخښي درا پيدا كيدو ( تبه، ريزش او ټوخي) سره پيل كېږي او د دانو دراپيدا كيدو څخه تر پنځو روځو پورې ساري دى. په دې موده كې بايد ماشوم ښوونځي ته ولاړ نه شي او د نورو ماشومانو څخه بايد كاملآ جلا اوسي.

– د شري د ناروغې نه د وقايې په خاطر كه څه هم اخته ماشوم بايد د سرايت په مرحله د نورو ماشومانو څخه كاملآ جلا وساتل شي.

– مګر اخته ماشوم حتې د ريزش په مرحله كې هم نورو ته ناروغي ليږدولاى شي، نو په دې دليل ډير ښه كار د شري د واكسين پيچكاري كول دي چې بايد ټولو ماشومانو ته ورپيچكاري شي.

– اختلاطات د شرى يوه خطرناكه او په عذابوونكي ناروغي ده چې ماشوم نه يوازي د ناروغۍ په وخت كې په عذابوي او د هغه خوب او هوسايينه د دوه درې اونيو لپاره ورڅخه اخلي بلكه ښايي ماشوم د په يو شمېر اختلاطاتو لكه سينه بغل چې ښايې د ما شوم د مړينې لامل شي، يا د ماشوم د غوږ څخه زوې راشي او درد پيدا كړي او تر ټولو بده يې لا داده چې په دماغي اختلاطاتو اخته شي او هميشنى ( دايمي ) اختلاط را منځته كړي.

– د شري د ناروغۍ يو مهم اختلاط هم د دماغ او ذهن او فكري استعداد د فعاليت كمېدل دي په دې ډول چې : كله چې ماشون ښوونځي ته داخل شي ځان را ښكاره كړي او ماشوم په زده كړه كې د ستونزو سره مخ كړي. نو د مور اوپلار دنده ده چې خپل ماشوم په په خپل وخت كې د شري واكسين ورپيچكاري كړي.

۵- د شري درملنه څه ډول کېږي
څرنګه چې شری يوه ويروسي نارغي ده نو داسې درمل چې د ناروغۍ دوران را كم كړي نشته.

مور او پلار بايد د ماشوم تبه هر شپږ ساعته وروسته اندازه كړي او د تبې د راكمولو درمل كله چې د هغه تبه لوړه وي هغه ته وركړي.

په كوټه كې د اوبو بخار كول د ماشوم د وچ ټوخي په كمولو كې اغېزمن دي. په هغه وخت كې چې د ماشوم سترګې سرې او پړسېدلې وي نو ډيره رڼا هغه په عذابوي، نو ښه به دا وي چې د ماشوم خونه تياره وي او هغه د مايعاتو څكلو ته وهڅوو.

د انټيبيوټيكونو وركول د شري په ناروغۍ كې كومه ګټه نه لري او بايد ورنكړل شي. هغه ماشومان چې د شپږو مياشتو نه تر يوه كاله پورې عمر لري د ويټامين A ، ۱۰۰ زره واحده او د يوه كال نه د لويو ماشومان ته ۲۰۰ زره واحده ويتامين A بايد وركړل شي چې د ناروغې اختلاطات را كم كړي.

كه چېرې ماشوم اختلاطي شي باید درملنه يې په روغتون كې تر سره شي.

یاونه:
ډېره ناشوني ده چې واکسين شوى ماشوم په شري باندې اخته شي. ‏مشران بايد هرومرو خپل ماشومان يو روغتيايي کلينيک ته يوسي او يا هغوي د واکسيناسيون ټيمونه ته چې کور په کور ګرځي، د واکسين لپاره چمتو کړئ، ترڅو ماشوم له یادې ناروغۍ خوندي اوسي، په ټول هېواد کې يو شمير لنډ مهاله کلينيکونه او همدارنګه ګرځنده د واکسيناسيون ډلې د لاسرسۍ وړ دي.

په دې برخه کې باید عامه پوهاوی هم زیات وشي چې رسنۍ په کې ډیر رول لري، خصوصاً ټولنیزې رسنۍ. په ننګرهار او د افغانستان په نورو سیمو کې د یونیسیف نړیوالې همکارې ادارې هم په دې برخه کې عامه پوهاوی او نورو مرستندویه پروګرامونه پرمخ وړي، خو دا باید موږ یوازې هغوی ته پرینږدو، بلکې باید فردي مسوولیت وبولو چې خلک پوه کړو او ماشومان مو وژغورو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي