سپورټ نړیوال کرکټ

د مزانسي پایلوبه: د لیګ دویمې لوبډلې، د لیګ لومړۍ لوبډله د اتلولۍ په ارمان کړه

د افریقا مزانسي کرکټ لیګ چې د نومبر په ۱۶ مه نېټه پیل شوی و، د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته ورسېد.

په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې ولوبېدې، چې یوه لوبډله کې یې یواځې یو افغان لوبغاړی شامل و. هغه افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان و چې په ډوربېن هیټ لوبډله کې ولوبېد.

په دغه لیګ کې ، کپټاون بلېټز، جوزي سټارز، نېلسن منډېلا، پارل راکس، ټي شوېن سپرټنز او ډوربېن هیټ لوبډلې ولوبېدې.

دغه لیګ کې ټولې ۳۲ لوبې وشوې، د ټول لیګ په کچه مخکښه لوبډله د کپټاون لوبډله وه، دې لوبډلې ۳۰ نومرې درلودې او له لومړي سره تر پایه د جدول په سرکې وه؛ خو د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یې بخت چپه شو، دا لوبډله له اوږده بریالي مزل وروسته تر پایلوبې ورسېده، چې پایلوبه کې یې د بریا او اتلولۍ خوبونه لیدل؛ خو کرکټ داسې یوه لوبه ده، چې ځېنې وختونه پکې خورا ښې لوبډلې لاندې کېږي او بیا یې لوبغاړي په لوبغالي کې سر ځوړوند وي.

نړیوال پنځوس اوریز جام؛ د افریقا او نیوزیلېنډ نیمه پایلوبه ښه مثال:
تاسې به ډېر لیدلي وي، چې یوه لوبډله له لومړي سره خورا ښه روانه وي؛ خو په نیمه پایلوبو او پایلوبه کې بیا له ماتې سره مخ کېږي؛ لوبغاړي یې بیا د خفګان اوښکې تویوي او ژاړي.

همداسې یوه چاره د ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز جام کې هم وشوه، چې مونږ یې د لیدلو شاهدان وو.

کله چې په نړیوال پنځوس اوریز جام کې سهیلي افریقا له نیوزیلېنډ سره نیمه پایلوبه کې مخ شوه؛ نو د سهیلي افریقا له ماتې سره د دې لوبډلې لوبغاړو مورني مورکل، ډيل سټین، ای بي ډیویلیئرس او نورو سخت وژړل.

په هغې لوبه کې د نیوزیلېنډ منځني توپ وهونکي ګرېنټ ایلیئټ په ډيل سټین شپږیزه ووهله او نیمه پایلوبه یې وګټله.
خو په پایلوبه کې بیا نیوزیلېنډ ته اسټرالیا ته ماته ورکړه او اتلولي بیا اسټرالیا وګټله؛ چې دا مهال اسټرالیایي لوبغاړو خندل او نیوزیلېنډي لوبغاړي خواشیني وو. تر پایلوبې نیوزیلېنډۍ لوبډلې یوه لوبه هم نه وه بایللې او په لوبو کې خورا مخکښ وو.
نو په کرکټ کې ډېری وخت د توقع خلاف چارې رامنځته کېږي.

په ۲۰۱۸ م کال می میاشت کې د نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې مونږ د توقع خلاف کړنې سره مخ شو، افغان لوبډلې په لومړي پړاو کې ډېرې لوبې وبایللې؛ خو دوهم پړاو په تګ سره یې ټولې لوبډلې ماتې کړې او افغان لوبډلې په پایلوبه کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او په اتلولۍ سره یې نړیوال پنځوس اوریزجام ته لار وموندله، دا مهال ډېری افغانانو ویل، چې لوبډله یې نور نړیوال جام ته نشي وتلی؛ خو د توقوع خلاف افغان لوبډله اتله شوه او نړیوال جام ته یې لار وموندله.

افغان لوبډله به نړیوال جام کې له ۹ لوبډلو سره لوبې ولري.

د افریقا مزانسي کرکټ لیګ پایلوبه:
همداسې کانه په مزانسي سوپرلیګ کې په کپټاون بلېټز لوبډلې هم وشوه، دې لوبډلې په لس لوبوکې شپږ ګټلې وې، درې یې بایللې وې او یوه لوبه یې باران له امله مساوي شوې وه؛ د کپټاون لوبډله په لومړي مقام کې وه.

د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه د جوزي سټارز لوبډلې سره پایلوبه کې مخ شوه، چې کپټاون لوبډلې د پچې په ګټلوسره لومړی توپ وهنه وکړه؛ دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۳ منډې وکړې او جوزي سټارز لوبډلې ته یې ۱۱۴ منډې هدف ورکړ.

د کپټاون لوبډلې په پاڼۍ کې د توپ وهونکي لوړې منډې ۲۳ وې او نور ټول توپ وهونکي په لږو، لږو منډو وسوځېدل.

جوزي سټارز لوبډلې دا هدف په ۱۷ اعشاریه ۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او مخکښې لوبډلې کپټاون ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

په دې ډول مخکښې لوبډلې د مزانسي لیګ اتلولي له لاسه ورکړه او جوزي سټارز لوبډلې ترې اتلولي یوړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې