افغانستان سیاست

د ماسکو غونډه؛ د بین الافغاني مذاکرې پیل، پر افغانستان معامله که د افغانستان دفاع؟

لیکنه: بشر درویش

په پام کې ده، چې سبا سې شنبه د روسیې پلازمېنه ماسکو د افغان سولې په تړاو د طالب استازو او افغان سیاستوالو د لومړۍ مخامخې ناستې کوربه وي.

ناستې ته ورتلونکي سیاستوال او په کابل کې د روسیې سفارت ادعا لري، چې دغه ناسته هلته د مېشتو افغانانو یوې ټولنې رابللې.
خو حکومت او د ماسکو ناستې نور منتقدین دا ناسته غندي او مخالفت یې کوي.

د بین الافغاني مذاکراتو پیل
ناستې ته ورتلونکي سیاستوال دا ناسته له وسله والو طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته ګڼي.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د تاریخي مسولیت له مخې دغې ناستې ته ورځي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی په دې موخه دغې ناستې ته ورځي:
– د مذاکراتو له پیل سره د اوربند غوښتنه کوي.
– د افغانستان د جمهوري نظام، ارزښتونو او لاسته راوړنو دفاع کوي.
– د امریکا د پیل شویو سوله ییزو هڅو ملاتړ به کوي.
– د کوم هېواد خلاف به د افغان خاورې د نه استفادې ډاډ ورکوي.

پر حکومت د غونډې د ګډونوالو نیوکې
ولسمشریز نوماند حنیف اتمر، چې د غونډې له ګډونوالو به وي، پخپله اعلامیه کې پر حکومت نیوکه کړې، چې د سولې هڅو ته د حکومت له واړه چوکاټه ګوري او له محدودولو سره یې شرایط ستونزمنوي.

د ټولو ګډونوالو په ګډه اعلامیه کې، چې د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې، پر حکومت غږ شوی، چې خپل یو با صلاحیته پلاوی دغې ناستې ته ولېږي.

د ۲۰۱۹ معما
ولسمشریز نوماند او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل، چې د طالبانو له سرسخته مخالفانو څخه ګڼل کیږي، د ماسکو ناسته د ۲۰۱۹ کال معما ګڼلې.
د نبیل په وینا د روسانو په هڅو د پخوانیو مجاهدینو ناسته د طالبانو له هغه استازي سره، چې د افغان ځواکونو انحلال غواړي، حیرانوونکې ده.
نبیل دا هم ویلي، چې نور هغه وخت رسیدلی، چې جهادي مشران ډاکترنجیب د شهید په توګه وپېژني.

پر افغانستان معامله
د ولسمشرغني یوه نیږدې سلاکار ډاکټرفضل محمود فضلي وایي، د ماسکو ناستې ګډونوال د افغانستان پر نظام، ارزښتونو او ملي بنسټونو له بهرنیانو سره هر ډول معاملې ته حاضردي.
هغه پرخپل فیسبوک لیکلي، چې دغې ناستې ته د حکومت ورتلونکو سیاسي مخالفینو وښوده، چې دوی ته هیڅ ایډیالوژي او برنامه مهمه نه ده او یوازې د خپلو ګټو پیروي کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یاده ناسته بې ګټې ګڼلې او ویلي، حکومت به پکې برخه وانخلي.

د ناستې ګډونوال
حامد کرزی، حنیف اتمر، عطامحمد نور، محمد محقق، یونس قاتوني، اسماعیل خان، پاچا خان ځدران، شیرمحمد اخند زاده، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کریمي، شهزاده مسعود، حاجي دین محمد، مولوي قلم الدین، ډاکټر احمد مشاهد، زلمی هېواد مل، حکیم مجاهد، داود علي نجفي زاده، مولوي عبدالسلام ضعیف، عبدالکریم خرم، یوسف پښتون، عبدالجبار تقوا، ضرار احمد عثماني، رنګین دادفر سپنتا، زلمی رسول، قاضي ګل رحمان، وحیدالله شهراني، عمر زاخېلوال، فضل الله وحیدي، عبدالسلام عابد، قطب الدین هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داودزی، محمد عزیز هلال، محمد زمان مزمل، احمدالله علیزی، ریحانه ازاد، فوزیه کوفي، وکیل احمد متوکل، شعیب وکیل احمد، سید الرحمان حقاني، نظر محمد ډاډمن او وحید مژده هغه کسان دي، چې ویل شوي یادې غونډې ته بلل شوي.

طالب لوری
ویل شوي، په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر مولوي شېرمحمد عباس ستانکزی کوي.
ستانکزي په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې له افغان حکومت سره به مذاکرات نه کوي، خو له نورو سیاسي لوریو سره یې پخوا هم اړیکې او مذاکرات لرل او هم به بیا ورته دوام ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي