بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ګټه وټه

که غواړئ په خپل مسلک برلاسي شئ، نو دا ځانګړنې بايد ولرئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

زده کړه د ژوند له اړتياو څخه ګڼل کېږي چې هرڅوک اړ دی تجربه يې کړي.
بريالي کسان يوازې د د تحصيلي سند په اخېستلو بسنه او باور نه کوي، بلکې هغوی چې کله له خپلې اړوندې څانګې څخه فارغ شي، نه يوازې دا چې تحصيلي سند لري؛ بلکې په خپله برخه کې ځانګړی تخصص او ډېره مطالعه لري. همدارنګه وروسته له فراغت څخه هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، خپلې نيمګړتياوې پوره کوي، تجربې ترلاسه کوي او تر خپل وسه پورې اضافي مطالعه کوي.

د دې لپاره چې په هرې کاري، علمي او تجربوي برخه کې بريالي اوسئ، باید:

– د خپلې برخې، مسلک يا څانګې اړوند ټوليزه او بشپړه مطالعه ولرئ.

– په نورو هېوادونو کې د خپل مسلک اړوند کاري روش په اړه بايد لازم او اړين مالومات ولرئ.

ـ د خپل مسلک د تاريخچې او اوسني پرمختګ په اړه بايد پوه شئ او هڅه وکړئ چې د خپلې څانګې نومتو کسانو د ژوند، اند او کاري طرز په اړه لازم مالومات ولرئ.

ـ د خپل مسلک اړوندې ګړنې او تخصصي لغاتونه بايد په نړيوالې او مورنۍ ژبه زده کړئ او په مناسبو وختونو کې ترې ګټه واخلئ.

ـ په جديت سره بايد هڅه وکړئ چې په خپله څانګه کې نوښت او خلاقيت ولرئ.

– د انټرنېټ له لارې د خپل مسلک اړوند تازه او نوي مالومات مطالعه کړئ.

– دا معمول ده چې هېڅ مسلک او څانګه اسانه نه ده؛ خو صداقت، هڅه، کوښښ او پراخه مطالعه مو په دې برلاسي کوي چې خپل مسلک کې تخصصي شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی