له نړۍ

اسرائیلي عسکر په زور مسجد الاقصی ته ننوتي

لیکنه: یونس تسکین

د الجزیرې د راپور په حواله، د اسرائیلو عکسر او یهوديان نن په زور مسجد الاقصی ته ننوتي او هلته يې د اسرائیلو د “بیت المقدس” د اشغال ورځ لمانځلې.

اسرائیل نن په ختیځ بیت المقدس د اشغال ۵۲ مه کلیزه لمانځي. د پروتوکول له مخې، د روژې په وروستیو کې اجازه نه وه، چې د اسرائیل عسکر او یهودیان دې مسجد الاقصی ته ننوځي او هلته دې د فلسطیني مسلمانانو عبادت ګډوډ کړي؛ خو اسرایئلي پوځیانو له تمې خلاف اسرائیلو ته اجازه ورکړې، چې مسجدالاقصی ته داخل شي.

په ټویټر ځینې داسې ویډیوګانې او تصویرونه هم خپاره شوي، چې پکې د اسرائیلي پولیسو او فلسطیني عبادت کوونکو ترمینځ په مسجد کې اخ و ډب ښکاري.

پولیسو د قهریدلو مسلمانانو د تیت و پرک کولو لپار اوښلن ګاز شیندلی او ځينې فلسطیني مسلمانان يې نیولي دي.

دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د اسرائیلو د بیت المقدس د اشغال ورځ او د روژې وروستۍ شپې ورځې سره یوځای راځي او اسرئیلي وګړي او عسکر په داسې یو حساس وحت کې مسجدالاقصی ته داخلیږي.

د الجزیرې خبریال وايي، په لوموړي سر کې داسې پریکړه شوې وه، چې د روژې مبارکې میاشت په دې حساس پړاو کې به یهودیانو ته اجازه ورنکړل شي، چې مسجدالقصی ته داخل شي، خو وروسته پولیسو د نامعلومو دلایلو له مخې خپله پریکړه بدله کړه.

د روژې په وروستۍ لسیزه کې، اسرائیلو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې مسجدالاقصی ته داخل شي.

د الجزیرې انځور؛ مسجد الاقصا

په ټویټر يوه ویډو کې ښکاري، چې مسجد کې مسلمانان د اسرائیلي عسکرو په لور چې په دروازه کې دي، څوکۍ او د قران پاک د لوست رائیلونه (میزونه) ورغورځوي؛ خو وروسته پولیس پر دوې اوښلن ګاز پاشي او دوی تیت و پرک کوي.

په ۱۹۸۸ کال کې هم همداسې تصادف شوی و، چې د اسرائیلو د بیت المقدس د اشعال ورځ او د روژې وروستۍ لسیزه یوځای راغلې وه؛ خو هغه وخت اسرائیلو ته اجازه نه وه ورکړل شوې، چې مسجد الاقصی ته داخل شي.

د یادونې ده، چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ م کال کې په ختیځ بیت المقدس حمله وکړه او هغه يې تر خپلې ولکې لاندې راوست. وروسته یهودو مسجد الاقصی بیرته مسلمانانو ته پریښوده.

اسرئیل او بهرني سیلانیان مسجد الاقصی ته د رمضان مبارک میاشت پرته، نور هر وخت له لودیځې دروازې څخه ننوتلای شي.

په ۲۰۱۴ کال کې اسرائیلو کوښښ وکړ، چې مسجدالقصی د مسلمانانو په مخ وتړي، خو ونه توانیدل.

مسجدالاقصی

دا د اسلامۍ نړۍ دریم سپيڅلی ځای دی، چې د مسجد الحرم او مسجدالنبوي څخه وروسته پکې لمونځ تر بل هر ځای ۱۰۰۰ ځلې بهتر دی.

مسجدالقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله هم بلل کیږي.

دا مسجد په ۱۴۴ زره کیلو متره مربع ځمکه ودان شوې، چې په یوه وخت پکې ۵۰۰ رزه لمونځ کوونکي ځایږي. ددې مسجد تاریخي سیر ان ځیني تاریخ پوهان تر ادام ع پورې رسوي، خو د تاریخ په اوږدو کې په بیا بیا ځل رغول شوی دی.

د مسجد القصی تر ټول بل لوی کرامت دادی، چې د رسول الله ص د معراج سفر له همدې مسجد څخه پیل شوی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین