ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ماشومانو تر منځ تبعيضي چلند کول، دا ستونزې زیږولی شي

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

تبعيض د سپک ګڼلو او د خلکو يا د بشريت د بېلابېلو ډلو د حقوقو نه مساويتوب په مانا دی. د تبعيض يوه ښکاره بېلګه د مور او پلار له خوا د خپلو زامنو سره ګڼلی شو.

په دې کې ماشومان چې په ټوله کې له هر لحاظه کمزوري دي؛ په کورنۍ د غلطو اخلاقياتو د حاکمېدو له وجې د نورو خويندو او ورونو په نسبت له يو ډول حقوقو، نه برخمن کېږي.

دا ناسم چلند د خلکو انساني او ټولنيز شخصيت تر پښو لاندې کوي او په ځانګړي ډول ماشومانو کې د مور او پلار په وړاندې د کينې او کرکې تخمونه شيندي.

اصولاً کله چې په کور کې نوی ماشوم وزېږېږي؛ نو په لاشعوري ډول د مور او پلار ټوله پاملرنه نوي زېږېدلي ته راګرځي او کورنۍ خپل ډېر وخت له دويم ماشوم سره تېروي چې دا کار په لومړني ماشوم کې د ژور خفګان د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

هغه فکر کوي چې دويم ماشوم د هغه ځای نيولی او دی نور د کورنۍ تر منځ ځای نه لري؛ نو په پايله کې د نوي ماشوم او مور او پلار په ځورولو لاس پورې کوي. په داسې وختونو کې بايد مور او پلار هڅه وکړي چې د دويم ماشوم د پالنې ځينې دندې لومړني ماشوم ته وسپاري؛ تر څو دا حس چې نوي ورور يا خور يې د هغه ځای نيولی؛ په هغه کې رامنځته نه شي.

د تبعيض ډولونه کومه ځانګړې علمي ډلبندي نه لري؛ ډېری وختونه کورنۍ د کوچني او لوی زوی، زوی او لور او د ډېر لوستي او لږ لوستي زوی تر منځ توپير کوي.

تبعيض يو لاشعوري چلند دی چې ډېرې زيانمنوونکې پايلې لري او د هغه چا چې رټل کېږي؛ د بې باورۍ او کمې مينې او نه پرمختګ سبب ګرځي.

دا چلند خپله د مور او پلار په کوچنيوالي کې هم ريښه درلودلی شي؛ د دې يو بل دليل زمونږ په ټولنه کې د تعصب او ناسمو باورونو شتون هم دی چې د دې په اساس ځينې کورنۍ زوی ته تر لور ډېر ارزښت ورکوي.

د خلکو ظاهري شکل د دې چلند د رامنځته کېدو يو بل دليل دی؛ په دې برخه کې د ځينو والدينو دا ادعا چې د زامنو تر منځ هيڅ توپير نه شته؛ تر ډېره ځان ښودنه ده او له بده مرغه د کورنيو په منځ کې ډېر تبعيض تر سترګو کېږي.

په خاص ډول ښايسته او روغ ماشوم ته غير عادلانه پاملرنه؛ د هغه ماشوم په زړه کې چې دا ځانګړنې نه لري؛ د کينې او کرکې حس راپورته کوي او د دې سبب ګرځي چې په راتلونکي کې هغه يو ټولنيز شخص نه شي.

دا چلند په ماشومانو ډېرې روحي ضربې راوړي. هغه کس چې ټيټ ساتل کېږي؛ د ځان سپک او بې ارزښته ګڼلو په احساس اخته کېږي.

هغه په ځان باور له لاسه ورکوي او د ماتې احساس کوي.

برعکس هغه خلک چې ورته ډېره پاملرنه شوې ده؛ په ځان کاذب باور پيدا کوي او همدا د دې سبب کېږي چې ځينې داسې کارونه وکړي چې د شاوخوا خلکو په سترګو ښه نه ښکاري او په پايله کې په ټولنه کې له ډېره احترامه برخمن نه شي.

تر دې چې ممکن د مور او پلار د بې ځايه طرفدارۍ له وجې هغوی په ټولنه کې په ځان متکي اوسېدل او په راتلونکي کې له ځانه دفاع هم ونه شي کولای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.