ټولنیز ژوند کورنی ژوند

هغه څه چې په ښه ماشوم روزنه کې اړین دي

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماشومان اړتیا لري، د هغه څه په اړه پرېکنده او قاطع واوسئ، کوم چې غواړي یې. قاطعیت هغوی ته د لید روڼتیا ور بښي، مبهم امرونه او دستورونه ټول په اروایي فشار اخته کوي او ماشومانو ته ډول ډول پیغامونه ورکوي.

په روزنه کې دا قاطعیت د رڼو او واضحو تمو په توګه پېژندل شوي دي، له خپلو ماشومانو څخه د ډېرو تمو او توقعاتو لرل، د دې سبب ګرځي، ترڅو غوره چلند وکړي، خو باید د خپلو هیلو په اړه رښتیني او جدي واوسئ او اړینه ده، چې ماشوم مو په دې راز باندې پوه شي.

ډېری والدین دا هېروي، چې په خپلو هیلو باندې خپل ماشومان پوه کړي او فکر کوي، چې خپله به پرې پوه شي. خپل مسوؤلیت په غاړه واخلئ، ماشومان دېته اړتیا لري، هغه څه چې ترې تمه کېږي، باید ورته وویل شي او ور وښودل شي.

ـــ د خپلو تمو او هیلو په اړه پرېکنده او عادل واوسئ.
ـــ هغه څه چې له خپلو ماشومانو څخه هیله لرئ، نو ورته وې وایئ، نه دا چې له هغوی څخه پوښتنه وکړئ. البته مؤدب واوسئ. خو دا جمله په داسې ډول مه وایئ، چې هغوی داسې فکر وکړي، چې ارزښت نه لري.

ـــ کله چې خپلې تمې بیانوئ، ( زه غواړم ) له عبارت څخه ګټه واخلئ. دا عبارت په واضحه توګه هغه څه بیانوي، کوم چې تاسو یې له خپل ماشوم څخه غواړئ.

ـــ د خپلې موخې د بیانولو لپاره، له خپلې څېرې او بدن څخه هم ګټه واخلئ.

ـــ کله چې ټول کارونه له ستونزو سره مخامخ کېږي، هماغه ډول چې کله وخت را منځته کېږي، خپله آرامتیا وساتئ او د دوهم ځل لپاره، هغه څه چې غواړئ ترسره شي، بیان کړئ.

ډاډه اوسېدل:
که چېرې په هغه څه باندې ډاډ لرئ، کوم چې له خپلو ماشومانو څخه یې غواړئ، خپل ډاډ څرګند کړئ، ماشومان مو داسې احساس کوي، چې موخه مو هغه څه دي، چې وایئ یې او د دې احتمال به ډېر کم وي، چې له تاسو سره بد چلند وکړي.

د والدینو په توګه د کورني ژوند د کنټرول احساس لاپسې زیات کړئ، دا کار مثبتې نښې لېږدوي، په دې کار سره ماشومان هم په نفس باندې تازه اعتماد زده کوي او مثبت غبرګون ښکاره کوي.

ټول خلک کله وخت اړ دي، داسې کارونه ترسره کړي، چې نه یې خوښېږي؛ خو زړور واوسئ. تاسو واقعاً په دې باندې پوهېږئ، چې ماشومانو ته مو کوم څیزونه غوره دي، ځکه لویان یاست او هغه څه چې وایئ، هماغسې کېږي.

متوجه اوسېدل:
متوجه اوسېدل، یانې خپلو ماشومانو ته غوږ نیول، له هغوی سره خبرې کول، له یو بل سره وخت تېرول، په غېږ کې نیول او د هغوی لپاره د خوندي او ډاډمن چاپېریال را منځته کول.
متوجه اوسېدل دغه راز د یوه ماشوم په توګه د څه ډول احساس کولو یادونه او ځیني وخت د ماشوم پرځای ځان ګڼل او دا یانې خوشحاله کېدل او خندېدل.

متوجه اوسېدل یانې د خپلو ماشومانو د اړتیاوو په اړه حساس اوسېدل او د هغوی له سترګو نړۍ ته کتل. دا تاسو ته یادونه کوي، چې د ماشومتوب دوران یو ځانګړی او جادویي وخت دی او باید د خندېدلو او خوشحاله اوسېدلو وخت وي. داسې وښیئ، چې تاسو د غېږ کې نیولو خندېدلو او یا یوې کیسې ته د غوږ نیولو لپاره، د یوه وخت په ځانګړي کولو سره، حتا که چېرې ستړي او ستومانه هم یاست، هغوی ته متوجه یاست.

ماشومانو ته باید له بریده زیات پام هم ونه شي، که چېرې ډېره زیاته توجه وښیئ، نو شونې ده، ښایي د ماشومانو لپاره له ځانه ډېر نرمښت ښکاره کړئ؛ دا نو هغه وخت دی، چې نه به ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي؛ نه به تاسو ته درنښت وکړي او یا به داسې چلند ونه کړي، کوم چې تاسو یې ترې غواړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران