افغانستان ټولنیز ژوند

وجدان لړزونکې نڅا او وحشتناکه جګړه ؛ افغان ماشوم ولې مصنوعي پښې سره ونڅیده؟

لیکنه: بشر درویش

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه افغان ماشوم د نڅا ویډیو د ډېر بحث وړ ګرځیدلې ده.
دا ماشوم احمد رحمان نومیږي او له مصنوعي پښې سره له خوشالۍ نڅیږي.

کیسه څه ده؟
احمد رحمان د لوګر ولایت اوسیدونکی دی. هغه اته میاشتینی و، چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د یوې نښتې پر وخت یې یوه پښه له منځه لاړه او معیوب شو.
دی په وروستیو کې کابل ته راغلی او د سره صلیب نړیوالې ادارې د اورتوپیدۍ په مرکز کې ورته مصنوعي پښه جوړه شوې ده.
احمد رحمان اوس پینځه کلن دی.
هغه تردې وروسته، چې مصنوعي پښې سره یې تګ ممکن شو، سمدستي له ډېرې خوشالۍ ونڅیده.

وجدان لړزونکې نڅا

د احمد رحمان خوشالي ده ته خوشالي وه، خو ډېر نور خلک یې وژړول.
د دغه ماشوم نڅا، چې ویډیو یې د سره صلیب د نړیوالې ادارې له لورې خپور شوی؛ ګڼ ویښ وجدانونه ولړزول.
په ټولنیزو رسنیو کې د جګړې ضد افغان فعالانو او ان ځینو بهرنیانو دغه ویډیو ډېره بحث کړه او د جګړې وحشتناکه او بده پایله یې وګڼله.
د دغه ماشوم د نڅا یو تصویر هم رسامي شوی، چې په ټولنیزو شبکو کې زیات خپور شوی.

د یوه روڼ اندي چارواکي تبصره

په قبایلي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار او وتلي افغان لیکوال عبدالغفور لېوال، چې په وروستیو کې په ایران کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی، پرخپلې فیسبوک پاڼې د دغه ماشوم په اړه یوه تبصره لیکلې.

هغه د ماشوم له یوه تصویر سره افغان روڼ اندو او جګړه ضد فعالانو ته خطاب کړی او په یوه برخه کې یې داسې ویلي:((په جګړو معتادو ترهګرو او د دوی بادارانو ته منطق او دلیل مه وایاست، دوی استدلال و منطق کفر ګڼي، د عواطفو راپارولو هڅه یې مه کوﺉ، دوی عاطفه نه لري، دیني دلایل مه ورته شاربﺉ، دوی ته یې ځانګړې عقیده انېستال کړې ده. ښېرا هم مه کوﺉ، ځکه خدای ج هم تاسوخپله په بدلون مکلف کړي یاست…))

مشت نمونه خروار
افغان جګړه تر هغه څه خورا ډېره وحشتناکه او لړزونکې ده، چې تصور یې کیږي.
دا جګړه دې ته ورته زرګونه او حتا میلیونونه تراژیدۍ لري.
که رسنۍ او قلموال په یوه ـ یوه افغان پسې شي او زړونه یې وسپړي، ممکن د هر یوه جګړه ځپلی ژوند د احمد رحمان په شان داسې لړزونکې کیسې ولري.
دا چې دا تراژیدۍ به ترکله دوام لري، معلومه نه ده.
خو د سولې وروستیو هڅو ته یوه لویه برخه افغانان خوشاله دي او هیله لري، چې له اوږده ناورین وروسته به یې له هېواده د ویر ټغر ور ټول کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي