خواړه روغه سټه

ماشومان او پنیر؛ په کوم عمر یې خوړل ورته ښه دي؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

پنیر له کلسیم څخه ډک لبنیات دي. دا لبنیات د نورو انسانانو ترڅنګ ماشومانو ته هم ګټور دي.
د پنیر له خوراک سره د ماشومانو هډوکي او غاښونه پیاوړي کیږي.
خو دوی ته په کوم عمر او شرایطو کې پنیر ورکول ضرور او ګټور دي.
په دې مطلب کې به په همدې اړه معلومات درکړو.

لومړی د پنیرو په اړه
پنیر خوندور لبنیات دي، پروتین، کالري، ویټامین A، ویټامین D ا و B12 پکې شته.
ستاسې ماشومان، چې هرڅومره لوییږي؛ هغومره یې پنیرو ته اړتیا زیاتیږي.
پنیر هم د غذا د یوې بڼې او هم د وجود د تقویې او پیاوړتیا د موادو په توګه خپلو ماشومانو ته ورکولای شئ.

د ماشومانو د پنیر خوړلو عمر
ماشومانو ته د زوکړې په شپږمه او نهمه میاشت معمولا د پنیرو د ورکړې پیل ښه وخت دی.
دلیل یې دا دی، چې معمولا په همدغه وخت کې دوی په ژوولو راځي. یانې خوراک کولای شي.
د ماشومانو ځینې متخصصین بیا وایي، چې که داموده د دوی د زوکړې له اتمې میاشتې یا یو کلنۍ څخه پیل شي، ډېره ګټوره به وي.
ماشومانو ته په کم عمر د پنیرو له ورکړې سره یو شمېر متخصصین مخالف دي.
دوی وایي، پنیر له شیدو جوړیږي او شیدې د ماشومانو خیټې خرابوي.

یوه ډله نور متخصصین بیا دا نظر نه تاییدوي. دوی وایي سمه ده، چې پنیر شیدې لري او شیدې د ماشومانو خیټې خرابوي؛ خو په پنیرو کې کارول شوې شیدې خپل هغه مواد له لاسه ورکوي، کوم چې په ماشومانو کې د خیټې د درد سبب کیږي.
د یو شمېر ډاکټرانو نظر بیا دا دی، چې په ماشومانو کې یوازې یو ټاکلی عمر د پنیر خوړلو لپاره نه شي مشخص کیدای.
د دوی په باور کورنۍ دې خپلو ماشومانو ته په ازمیښتي ډول پنیر ورکړي. ډاکټران وایي، چې کله ډاډه شوئ پنیر مو ماشومانو ته جانبي عوارض نه لري، بیا یې زیات ورکړئ.

کوم ډول پنیر ماشومانو ته ورکړو؟
پنیر مختلف ډولونه لري، هر ډول یې ماشومانو ته ښه نه دی.
په دې کې داسې ډولونه هم شته، چې له خالصو شیدو نه دي جوړ او نور مواد هم پکې کارول شوي.

ماشومانو ته له خالصو پنیرو پرته نور پنیر مه ورکوئ. د خالصو او ناخالصو پنیرو په معلومولو کې د پنیرو څکل مرسته درسره کوي.
که پوه شوئ، چې کوم پنیر طبیعي نه دي، ماشومانو ته یې مه ورکوئ. هغه پنیر هم ماشومانو ته مه ورکوئ، چې تریخ یا تروش خوند لري. دوی ته خواږه وزمه پنیر ورکول ښه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي