ټولنیز ژوند

نجونې دې له دا ډول هلکانو سره واده نه کوي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د نوی ژوند لپاره د ملګري ټاکل اسانه کار نه دی، ډېر داسې مسایل شته چې باید ورته کورنۍ او نجلۍ ورته پام وکړي.
نن په ټولنیزو اړیکو او بې کارۍ برخې څو ټکي لیکو، ممکن د ځینو خلک لپاره دا دومره اړین ښکاره نشي خو همدا وړې خبرې بیا وروسته ژوند له ستونزو سره مخ کوي:

۱- هغه کسان چې ټولنیزو اړیکو ته احترام نه لري، ورسره واده مه کوئ
هرهغه څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي؛ د ټولنې د غړو سره ښې او مثبتې اړیکي باید ولري، ځکه د ښو اړیکو پالل پر شخصیت مثبته اغېزه کوي.

بلخوا بیا یو شمېر خلکو ته خپل ځان ډېر مهم ښکاري له نورو سره په اړیکو بې باوره دي، دا ډول خلک د واده وړ هم نه دي، دا کسان تل د خپلې میرمنې او اولادنو د ژوند له تنګوالو خوند اخلي.

دوی نورو ته په فریب یا تیرایستلو کې ډير مهارت لري، خپله هم په ټولنه ښه شخصیت نه لري.

دا ډول خلک تل خپله میرمنه څاري، له نورو سره یې له تګ راتګ یې بندوي، په اصل کې دوی خپله بې باوره خلک دي، نو ځکه خپل اولادونه او میرمن د ټولنیزو اړیکو له پاللو منع کوي.

دا ډول خلک ذهني ناروغي لري، ټولنیزې اړیکي ورته ښې نښکاري، دوی په دې اند دي که چیرې میرمنې یې له خپلو خپلوانو سره تګ راتګ ولري له خاوند او کور سره به یې مینه کمه شي.

۲- بې کاره خلک د واده وړ نه دي
کار کول نه یوازې دا چې ژوند اسانه کوي، په ورته وخت کې د انسان شخصیت هم ښه ښکاره کوي.

تاسو به هم په خپل چم ګاونډ کې داسې کسان لیدلي وي تل دوی کار یا دنده نه لري، یا هم که لري بیا دوامداره نه وي، په اصل کې دوی د نورو ته په تمه ژوند تیروي.

د دا ډول خلکو دا کار دا وي چې له نورو سره تل کینه وکړي، د خلکو په نیمګړتیاوو پیسې وګرځي، په کور کې وخت ناوخته له میرمنې او اولادونو سره شخړې وکړي.

هغه کسان چې کار نه لري په دې معنا نه ده چې دوی جسمي توان نه لري، بلکي دوی د زخمت تیرولو لپاره هیڅ زړه نه ښه کوي، نو ځکه ورته هر کار سخت ښکاري.

دا خلک ډېرې خبرې کوي مګر په عمل کې څه نه شي ثابتولی، په اصل کې دا خلک هغه ماشومان دي چې هیڅ نه لویږي.

له بې روزګاره خلکو سره چې هر څومره ښه وکړې، بې ګټې دي، ځکه دا خلک د اوږو بار وي.

بې دندې خلک په کور او له کوره بهر له نورو سره ښه اړیکې نه لري، ټول خلک ورنه ځان ساتي، نو ښه ده چې له واده وړاندې، د هلک د کار او دندې په اړه معلومات واخلئ بیا پریکړه وکړئ.

سرچینه: نمناک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي