ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه

مرګوني لار؛ د یوه نوي واده شوي زلمي د ژوند کیسه

لیکنه: ياران

لیکنه: عزیزالله عزیز

غرونه خاموش دي، په څیرو یې خړ ګردونه پراته دي،هغه دنګ اوتازه نښترد باروتوپه لوګو سوي، د بم تېرو برچویې له تنې نه تنکۍ څانګې پري کړې، د څیړیو له ونو تور لوګي پورته کیږي، فضا خاموشه ده، د هوسۍ له سترګو اوښکې روانې دي، اسمان ته ګورې، په خپلې بې وسۍ او د غره په سوځيدوغمجنه ده، څو ښایسته مرغان راغلل، له ځالو یې لوګي خیژي، بچیان یې په لمبو کې سوي، ډېرې چغې یې ووهلې، ستړې شوې، مرغان د چینې پرغاړه کیناسته، په اوبو کې وینې راروانې دي، د غره هغه زړه راښکوونکې ونې راوغورځيدې، الوتوونکي اوحیوانات بې ځالې شول، هغه جنتي منظرې لولپه شوې، اوس هلته انسان ډاریږي، ما هم له ډاره خپلې سترګې او شونډې وګنډلې، اففف الله !!‎
د دې ولس په کومه بې وسۍ وژاړم .
دې جنګونورانه هغه امن او مینه واخیسته، کلیوال ښارونو ته کډه شول، یوزیات شمېرځوانان مود بهرنیوهیوادونو په هوس په قاچاقي لاروبهرته روان دي.

ته رانه لاړې دلندن په سفر
ماستاهمدې مزل ته ډیر وژړل

تیره ورځ د یودوست سره مخ شوم چې، د چپ لاس کوچنۍ ګوته یې لاهم په نکرېزو سره وه، له رنګه مایوسه ښکاریده، پیکه خندا یې له درد ډکه وه، مجبوري به یې وخورې، هۍ، هۍ!

د ژوند ترټولو ښې ورځي په مسافرۍ کې تیروي، کلونه ،کلونه انتظاربه یې کړی وو،چې واده به مي وشي، سپینې جامې به مي په تن وي، خواږه ملګري، د کلي شنه پټي، د رنګونو او کیفونو دنیا به وي…

هغه شپې راورسیدې، زلمي واده وکه، ارمان یې پوره شو، نن یې د واده څلورمه ورځ ده، هغه د حالاتوپه سره تبۍ وسوځيده، کلي یې پریښود اوس د جلال اباد په ښار کې د یوګنډوونکي سره جامې ګنډي،هره شیبه به پرې خدای خبر چې څه ډول تیریږي، په خوله خاندې، له زړه یې وینې څاڅي، نن مي ورسره خبرې وکړي، خپه یې کړم، ویل یې :((هو خپه یم، خو کلي کې هم خیاطي نشم کولای، حالات ښه نه دي، که لږه ارامي شي، نو کلي ته به لاړ شم، تر هغه وخته پوري به دلته کاروکړم، زړه مي وو چې خارج ته لاړ شم، خوکورنۍ مي اجازه رانکړه…))

دا څه اورم، د ده په زړه به څه تیریږې، هغه ناوکۍ به هر ماذیګر وره ته ګورې، چې شاید نن راشي، لمر به ولویږي، هغه خوارکۍ به په سوچونو او دردونو کې ویده شي، سبا، بل سبا… ورځي او شپې به په یو تریخ انتظار کې تیروي!

نن شپه مي د همدغه زلمي څیره مخې، مخې ته کیږي، کاشکې چې د ده خبرې مي نه وای اوریدلې، د همدغه ځوان نه یو بل دوکاندار وپوښتل:
ـ د ورځي څوجوړه جامې ګنډې؟
– پنځه یا شپږجوړه.
– د ورځي څو روپۍ ګټې؟
_ زر یا یونیم زر روپۍ.

راشه، د دې خلکوپه مخ کې، د دوه ورځو روپۍ زه درکوم، خو ته کور ته لاړ شه او بیا دې بیرته کار ته راشه…

دوی خپلو کې خبرې کولې، خو زه ډېر خپه شوم، هۍ، هۍ دنیا، ولي نه راورانیږې؟
دې نا امنۍ له موږنه هرڅه وخوړل، بې کارې زیاته شوه، د خلکو سرونه په امن کې نه دي، د ژوند هرشېبه مود ګواښونو سره مخ ده، همدا وجه ده چې ډیری ځوانان مو په مرګوني لارو نورو هیوادونو ته زړه ښه کوي، خپل کور، کلی، خواږه مور او پلار، دا ټول پریږدي او دا کارد دي لپاره کوي که چرته یې د ژوند څو شیبې په خوښۍ او امن کې تیرې شي، په دغه سختو لارو تلنه اسانه نه ده، هغه افغانان چې په دغه لارو نورو هیوادونو ته ځي، مړه کیږي، له غرونو غورځیږي، په دریابونو کې ډوبیږي، په مرمیو ویشتل کیږي…
زه له ګړنګه غور ځیدلی په سینه خوییږم
مور ته مې وایه لا ایران ته رسیدلی نه یم

د چاپه درد وژاړم، په کومه ناخوالې اوښکې توی کړم، یوې بې وسې مور، که هر څومره خپل زړه ته تسلي ورکوله، خو بیا هم درانه غم یې وچې شونډې رپولې او په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وي، خپلو وړو، وړو بچو ته یې بیا، بیا کتل …

په غیږ کې کوچني ماشوم ته یې شیدې ورکولې، د کورنۍ ټول غړي یې له درده غلي ناست وو، هرچا ځمکې ته کتل، په کوڅه کې شور شو، هلۍ غاړې ته شﺉ، چې جنازه یې راوړه، د دې خبرې په اوریدو په کورکې کړیکې جوړې شوې، دا ژړا ګانې دومره درد وونکې وي چې زیات خلک یې وژړول، جنازه یې په کور وردننه کړه …

سپین سرې بوډۍ ټوله شپه د ځواني مرګ زوی سرته ناسته وه، ذکر او تلا وت یې کاوه، لږ وړاندې یې، د زوی میرمن خړ مخ ناسته وه او کوچني زوي یې په غیږ کې پروت وو، چې کله به یې اوښکې د کوچني زوی پر مخ ورولویدې، نو هغه به هم وژړل …

داسي بې شماره تورسرې مو کونډې شوې، په ونه دنګ لکه نښترداسي ځوانان مو د نورو هیوادونو په سرحدونو کې ووژل شول، خو د دې ستونزو د حل لپاره لاهم چا څه نه دي کړي…
اې ربه ! ته د دې ولس په حال نور ورحمیږه !!
له خپلې کورنۍ نه لري اوسیدل ډیر ګران دي، له وړو خوندو، ورونو، مور او پلار نه جدا کیدل سړی وژني، په پردي وطن کې خوښي نشته، مسافري يو لوی عذاب دی.

لندن ته راغلم له یاغي دریاب راواوښتمه
اوس د دې خپل وجود په غوښو ګوزاره کومه

مورې!خپه یم ستا دلاس ډوډۍ مي هم یادیږي
په ناره ګیډه ، مزدورې ،هره غرمه کومه

که په وطن کې امن شي او دولت ځوانانو ته د کار زمېنه برابره کړي، نو په هیڅ صورت مو بیا ځوانان نوروهیوادونو ته زړه نه ښه کوي …

هغه هیوادونه چې کاري قوې ته اړتیا لري، دولت باید له هغوسره یو منظم قرارداد لاسلیک کړي، ترڅو ځوانان مو هلته دامن په فضا کې کار وکړي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یو څو روپۍ وګټي.

ددې ولس مخالفین به څوک وي؟
درسنــیوپه یــــقین به څوک وي؟

وایه !د سولې قاتلین به څوک وي؟
ددې وژنو مجرمین به څوک دي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران