اقتصاد وتلې څیرې

مارګایتا لوئیس دریفوس؛ د سويس تر ټولو بډايه مېرمن

يوه عالم په نړۍ کې د پرمختګ چټکې ودې ته په اشارې ويلي دا نړۍ ورځ تر بلې د منډې پر نړۍ د بدلېدو په حال کې ده. د ده په باور هغه کسان چې په نن کې ژوند کوي بايد موخې ته د رسېدو په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، ځکه وخت او رقيبان چاته شېبې نه شمېرې.

پوهان وړانديز کوي چې يوازې له وخت سره سم حرکت او د موخې ټاکل به مو د هغو کسانو نوملړ ته داخل کړي چې ستاسې ايډيال دي.

زموږ د هېواد په څېر په وروسته پاتې ټولنو کې ډېرى کسان د فرصتونو په تمه ژوند کوي؛ خو که فرصت ورته برابر نه شو، د ځنکدن تر شېبې هم د فرصت رامنځته کولو تکل نه کوي. خو په نوره نړۍ په ځانګړي ډول پرمختللو هېوادونو کې بيا خلک فرصت ته لاس تر زنې نه کيني بلکې هڅه کوي چې د فکر او مټو په زور فرصتونه رامنځته کړي. همدغه کار سبب شوى چې د ځمکې پر سر اوسېدونکو يو شمېر قومونو دومره پرمختګ کړى چې بشر يې ښايي يو وخت فکر هم نه شو کولى.

نن همداسې یو څوک درپیژنو چې په نړۍ کې د ډیرو فعالو او بوختو مېرمنو په ډله کې ده. که څه هم اوسنی شتمني ورته له مېړه پاتې شوې؛ خو هغه پرته له دې هومره فعاله ده چې په وروستیو کې د نړۍ په سلو با نفوذو ښځو په لېست کې راغلې ده. ډېر کار کول، اغېزمن، کره او منظم کار کول یې هغه ځانګړنې دي چې نوموړې یې د نړۍ د هغو شخصیتونو په کتار کې درولې چې نړیوال پرې حساب کوي، ښايي د نړۍ په میلیاردرانو کې د داسې مقام تر لاسه کول او له همدومره کسانو ځان مخکې کول د هر چا د وس خبره نه وي.

روسي الاصله سویسۍ مارګایتا لوئیس د ۱۹۶۲ کال د جون په اوله لنینګراډ کې زیږیدلې، له سویسي (Robert Louis-Dreyfus) سره یې واده کړی او په ۲۰۰۹ کې د مېړه تر مرګ وروسته د ((لويي دریفوس)) ګروپ مشره و ټاکله شوه. خو هغه مهال یې د شهرت ستوری لا وځلېد چې د فرانسې فوټبال لیګ کې یې د (المپیک مارسی) مشهور ټیم د خاوند په توګه نوم دبره شو، له دې سره سره میلیاردرۍ او د بانفوذو ښځو په لست کې یې نوم درج کېدل هم د هغې په شهرت باندې پراخ اغېز ښیندلی. ښايي د مارګایتا د نورو ځانګړنو سره سره د هغه لوړ فکر هم ددې لامل شوی وي چې میړه یې (Robert Louis-Dreyfus) ورسره د واده پریکړه و کړه.

کونډه مارګایتا اوس دري پنځوس کلنه ده، یواې سویسى تابعیت لري چې اوس هم په نوموړي هیواد کې ژوند کوي.

مارګایتا له خپل مېړه ور پاتې شوی خیریه بنسټ کې هم فعاله ده هغه وايي موږ باید د داسې بنسټونو له لارې د نړۍ د وګړو په ژوند کې بدلون راولو او د هغوی هغه حقوق چې پر موږ یې لري تر خپله وسه ورته کار وکړو.

همدارنګه مارګاریتا هم په دې باور ده چې فردي استعدادونو د کار له لارې تر هرڅه ښه روزل کېدای شي، نو که د آرامې او پرمختللې ټولنې جوړولو په لور هڅه کوئ کاري فرصتونه رامنځ ته کړئ، خلک په کې و ګمارى څو یې استعدادونه لوړ او د ټولنې خدمت ته جذب شي. مارګایتا لدې سربېره په تعلیم او تربیې ټینګار کوي او وايي چې د ټولنې د بدلون لپاره بل مهم فکتور د خلکو تعلیمي سویه لوړول دي چې دا کار بیا کولی شو له ټولنې سره د شتمنو د مرستو له لارې لا ښه ډاډمن کړو. همدارنګه ځينې مجلې او ورځپاڼې مارګایتا ته د داسې میرمنې په سترګه ګوري چې د وګړو پرمختګ او ژوند لوړولو کې ښه دلچسپي لري.
د فوربس د سږنيو شمېرو له مخې مارګایتا لوئیس دریفوس د ٦ ميليارده ډالره شتمنۍ په لرلو سره په نړۍ کې ١٩٨ مه؛ خو په خپل هېواد کې تر ټولو شتمنه مېرمن ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */